Homeخبرونههند د اسیايي جام په پایلوبه کې سریلانکا ته بې سارې ماتې...

هند د اسیايي جام په پایلوبه کې سریلانکا ته بې سارې ماتې ورکړه

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۲۵مه) هند د اسیايي جام سیالیو په پایلوبه کې سریلانکا ته تاریخي ماتې ورکړه. اود دې جام اتلولي یې وګټله.

د کرکټ د ۲۰۲۳ د اسیايي جام پایلوبه، چې نن د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې وشوه، هند کوربه هیواد ته په ۱۰ ویکټونو او ۲۶۳ منډو ماتې ورکړه.

سریلانکا چې پچه یې ګټلې وه، لومړی بیټنګ وکړ خو ټول لوبغاړي یې په پنځلسم اور کې په داسې حال کې وسوځېدل چې یوازې یې ۵۰ منډې کړې وې.

د هند لپاره محمد سراج ۶ هندي لوبغاړي وسوځول. له همدې کبله نوموړی د مسابقې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

د سرلانکا د ۵۱ منډو هدف هندي لوبغاړو په شپږم اور او لومړي توپ پوره کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...