پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهسپینه ماڼۍ: د طالبانو رسمیت پېژندل د نجونو د تعلیم په برخه...

سپینه ماڼۍ: د طالبانو رسمیت پېژندل د نجونو د تعلیم په برخه کې د دوی د ژمنې له عملي کېدو سره تړلی

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۲۵مه) د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همږغوونکی جان کربي وايي، د طالبانو نړیوال مشروعیت أه دې سره تړلی دی چې دوی نجونو ته د زده کړو د حق ورکولو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

جان کربي  ټینګار وکړ، طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي. د دوی نړیوال مشروعیت افغان نجونو ته د تعلیم د حق له ورکولو سره تړلی دی.

ده زیاته کړه، د طالبانو حکومت په اوس وخت کې د افغانستان د رسمي دولت او حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني.

کربي دا هم وویل، که طالبان غواړي چې په رسمیت وپېژندل شي باید د نجونو او ښځو د تعلیم د حق د ورکولو په شمول پر خپلو ژمنو ودرېږي.

تر دې مخکې په ملګروملتو کې د امریکا استازې لیندا توماس ویلي و چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان له یوې خوا دا تاییدوي چې نجونې د تعلیم حق لري او له بلې خوا مني امریکا د دې سبب شوې چې د نړۍ هیڅ هیواد د دوی حکومت په رسمیت ونه پېژني خو بیا هم نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي او د ښځو د حقونو د محدودیت لپاره نوي نوي فرمانونه جاري کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...