Homeخبرونهد کابل – جلال اباد لار یوه پرښې بند کړی دی

د کابل – جلال اباد لار یوه پرښې بند کړی دی

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۲۵مه) د کابل – جلال اباد لویه لار نن هغه مهال بنده شوه چې له غره یوه لویه ډبره یا پرښه سړک ته راوغورځېده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن وویل، د کابل – جلال اباد سړک د پرښې د ښوییدو له امله بند شوی دی.

دا پېښه کابل ته نژدې شوې او هڅې روانې دي چې د بلدوزرونو په وسیله پرښه له سړکه لېرې کړای شی.

تراوسه په دې اړه چا څه نه دي ویلي چې ایا د پرښې د ښوییدو په نتیجه کې د سرومال تاوان نه وي پېښ شوی اوکه نه دی.

دا لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.  

د ټولګټو وزارت هم د دې لارې د بندېدو په اړه خبر ورکړی او له ټولو مسافرو او موټرچلونکو غڅخه یې غوښتي چې پر دې لویه لار تر بلې خبرتیا پورې له تګ راتګه ډاډه وکړي.

په دې لویه لار مخکې هم په ځلونو له غره څخه ډبرې ښوییدلي او د لنډ وخت لپاره یې لاره بنده کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...