جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو ته د پاکستان د سرپرست صدراعظم په لیک کې اندېښنې ښکاره...

طالبانو ته د پاکستان د سرپرست صدراعظم په لیک کې اندېښنې ښکاره شوي

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۲۶مه) د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ د طالبانو د حکومت ريیس الوزرا ته په یوه لیک له هغو ننګونو سره د مقابلې پر اړتیا ټینګار کړی چې دواړه هیوادونه ورسره مخامخ دي.

د طالبانو ريیس الوزرا ملاحسن اخوند ته ښاغلي کاکړ په داسې وخت کې لیک استولی چې پاکستان په ظاهره له کابله ګیله من دی چې له خپلې خاورې پاکستان ته د ټي ټي پي د جنګیالیو د اوښتو د مخنیوي لپاره کافي اقدامانات نه کوي.

یوه پاکستاني چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط لوېدیځو رسنیو ته د انوارالحق کاکړ د لیک په اړه ویلي چې نوموړي له ملاحسن اخونده په دې مننه کړې چې د ده د صدراعظم کېدو په مناسبت یې مبارکي ورلېږلې ده.

سرچینه زیاتوي، کاکړ په عین حال کې د پاکستان امنیتي اندېښنې یادې کړي او د اقتصادي او سوداګري اړیکو د پراختیا لپاره یې په شریکه له دغو اندېښنو سره د مقابلې غوښتنه کړې ده.

د پاکستان صدراعظم لیکلي:«سوداګري او سیمه ییز اتصال زموږ د خلکو د سوکالۍ لپاره مهم دی. موږ باید د دغو ګډو هدفونو لپاره په ګډه کار وکړو.»

د طالبانو حکومت تراوسه پورې د پاکستان د سرپرست صدراعظم د لیک په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان ادعا کوي چې پاکستاني طالبان د افغانستان په خاوره کې پناهځایونه لري او له کله چې د ۲۰۲۱ په اګست کې افغان طالبان واک ته رسیدلي، د ټي ټي پي بریدونه زیات شوي دي.

په همدې حال کې د پاکستان موقت صدراعظم، چې ویل کېږي د پاکستان د پوځ او استخباراتو په خوښه واک ته رسول شوی، په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ضد ځپونکي اقدامات زیات کړي دي.

د چارو ځینې کتونکي وايي چې د پاکستان پوځ او استخبارات د ډیورند کرښې د دوو خواوو د پښتنو ترمنځ د بې باورۍ د رامنځته کولو لپاره تل هڅه کړې چې دا ډول ځپونکي اقدامات د یوه پښتون په وسیله ترسره کړي.

د وروستیو راپورونو له مخې، د صدراعظم کاکړ له امره وروسته پولیسو په اسلام اباد کې شاوخوا ۲۰۰ افغانان نیولي دي.

5 COMMENTS

  1. د دغه ککړ پرځای که کوم سندی یا پنجابی وای ، له افغان کډوالو او مهاجرو سره به يې دومره ظلم نه وکړی .
    ژمی تېریږي او توروالی یې سکرو ته پاته کیږي . لکه د عمران خان چې نوم یې د دواړو هېوادونو په تاریخ کې په مرداریو ولیکل شو.

  2. پنجابی خو ارام ناست دی، خو تش په نوم پښتانه يې لکه همدا کاکړ او عمرانخان رامخته کړل. په عمرانخان پاټا له مينځه يووړه او وګورو چې پر کاکړ کوم موخې مخته وړي. پنجابی خو ارام ناست دی. دومره سپکه خوله هم نه کاروي، خو همدا بې ايمانه او بې ننګه تش په نوم پښتانه يې رامخته کړي دي. بابر هم هغه ناولې او خبيثه څېره وه چې ځان يې د پنجاب په چوپړ کې زوړ او له ايمانه خلاص کړل او داسې يې ويلي وو :
    دا په افغانستان کې دوامداره جنګ او بې ثباتي او افغانستان مو داسې تباه کړ چې له روسانو مو هم زيات تباه کړ چې دا هغه چوپړ (خدمت) دی چې ما د پاکستان (پنجاب) لپاره کړی دی چې هېچا تر اوسه نه دی کړی.

  3. زه د پاکستان پر ټولو پښتنو شکمنه یم څومره چې پاکستانې پښتون پر پاک سر زمین مئین دی سیندی او بلوڅ هغومره میینه نه ورسره لری ددوي په لر اوبر یو افغان ناره کې هم منافقت پروت دی استثنا به وی پکښې موږ هم د مجبوریت وخت په پا کستان کې تیر کړی سیند ې ، بلوچ او پنچابې پیغور نه دی راکړی خو د پښتنو پیغرونه مو ډیر وړي

  4. دا انوارالحق کاکړ د پښتو ژبی سره اشنا د شیطان انګلیس روزل شوۍ تش په نامه پښتون دی دا د انګلیس روزل شوۍ چوچه په واقعیت کښی د پنجابیو اولاده دی او د پاکو او حقیقی پښتنو ستر دوښمن دی او دده څیره یو ځناورسره مشابه دی دی پنجابی اولادی باندی اعتبار کول ستره اشتباه دی !!!!!

  5. پشتانه دولته د سیتمیانو/ایرنیانو او شمولی لندغرو دلاسه توبا دو
    هولته دو پنجوپیانو دو لاسه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب