د انسان د عصبي سیستم او چاپیریال تر منځ اړیکي د پنځو حواسو په مرسته ټینګېږي. انسان د همدغو حواسو په مرسته معلومات عصبي سیستم ته لېږدوي او بیا له پېچلو مرحلو نه وروسته په حافظه کې ځای پر ځای کېږي. که تاسو د خپلو ټولو معلوماتو په اړه فکر وکړئ، درته معلومه به شي چې دا معلومات مو د یوه یا څو حواسو له لارې تر لاسه کړي دي. موږ یا یو څه وینو، یا یې اورو، یا یې لمس کوو، یا یې بوی کوو او یا یې څکو. که تاسو د یوه کس په اړه خبرې کوئ، د هغه په اړه ستاسو په حافظه کې شته معلومات به مو یا چېرته اورېدلي وي او یا به مو لوستي وي.
که تاسې د یوه خوند او یا یو بوی په باب غږېږئ، ضرور به مو یو ځل مخکې په ژوند کې دغه خوند و بوی د ذایقې او شامې له لارې تجربه کړي وي. په اصل کې د انسان علم ټول د همدې یو څو حواسو د فعالیت پایله ده. امام غزالي په خپل مشهور اثر،کیمیای سعادت،کې د انسان پنځه حواس د عقل نوکران بللي دي.
هر څومره چې په یو انسان کې د دغو حواسو کار یا کمېږي او یا له کاره لوېږي، هماغومره یې د معلوماتو ذخیره کمېږي. یو کوڼ او ړوند انسان طبعاً د یوه سالم انسان په پرتله د اوازونو او رنګونو په اړه کم معلومات لري. که چیرې د انسان پنځه واړه حواس له کاره ولوېږي، نو که په شاک کې نه وي، باید مړ ورته ووایو ځکه، موږ تر اوسه په خپل ژوند کې داسې یو څوک نه پېژنو چې هم دې ژوندی وي او هم دې یې سترګې، غوږونه، پوزه، ژبه او د لامسې حس کار ونه کړي.
په پخوا کې به هغه کسان د علم او معرفت له نعمته محروم وو چې سترګې او غوږونه به یې له کاره لوېدلي وو خو اوسنۍ نړۍ، چې ټولو انسانانو ته په مساوي حقوقو قایله ده، د ړندو او کڼو د زده کړې لپاره هم لارې او میتودونه لري. په دې میتودونو کې انسانان د معیوبو انسانانو فعال حواس د غیرفعالو پر ځای پر کار اچوي. مثلاً په ړندو انسانانو کې د باصرې د حس پر ځای د لامسې له حسه کار اخلي. د یو او بل پر ځای د حواسو کارونه په عادي ژوند کې هم ډېر رول لري.
په نننۍ علمي ټرمینولوژي کې دغه پېښه حس امېزي (synesthesia) بلل کېږي چې تر ساینس زیاته په ادبیاتو کې مطرح ده. د انسان بیولوژیکي سیستم داسې جوړ شوی دی چې د مشکلاتو پر وړاندې په طبعي توګه دفاعي میکانیزمونه لري. کله چې د انسان په وجود کې یو غړی کار پرېږدي، یو بل مشابه غړی یې دنده پر مخ وړي.
په خپل کلي کې یو د سترګو له نعمته محروم سړی پيژنم چې له ډېر لیرې نه د کلي د وړو او زړو اوازونه تشخیصولی شي. له ده سره که یو څوک په لسګونه کاله وروسته هم خبرې وکړي، نوم یې ورته اخلي او پېژني یې. یو بل کمال یې دا دی چې که یو ځل یې په ستړې مه شې کې ستا لاس لمس کړ، بیا که هر وخت لاس ورکړې او هېڅ خبرې ونکړې، دی درته وایي پلانی یې ومې پیژندې. زه چې وړوکی وم، د دې سړي حافظې او کمال ته به حیران وم، خو اوس چې د حواسو په اړه مقاله لیکم، دې پایلې ته رسېدلی یم چې زموږ په کلیوال کې خدای ج د سترګو کار د هغه د سامعې او لامسې پر حواسو وېشلی دی.
که تاسو تر دې ځایه له ما سره دا خبره منلې وي چې حافظې ته د معلوماتو د لېږد چینلونه یوازې او یوازې د انسان حواس دي نو راځئ چې د حواسو په اړه یوه بله خبره هم رابرسېره کړو.
که تاسو د حواسو د ډېرې کارونې مسله د یو څو شېبو لپاره له پامه وغورځوئ (د حواسو د ډېرې کارونې مسله ځکه مهمه ده چې له علم سره نېغه اړیکه لري. څومره چې یو څوک خپل حواس زیات پر کار اچوي، هومره یې علم زیات وي) او داسې یو تصور وکړئ چې د یوه ډله انسانانو حواس له یوه ډله مشابه تنبهاتو (هر هغه څه چې حواس یې عصبي سیستم ته لېږدوي) سره مخ دي، نو تر یوې ارزونې وروسته به دې پایلې ته ورسېږئ چې د دې یو شان پېښو (تنبهاتو) په اړه هم د دې ډلې انسانانو معلومات بېلابېل دي او دوی له دې تنبهاتو څخه یو ډول معلومات نه دي ترلاسه کړي.
داسې ولې کېږي؟ ځکه چې د تنبهاتو پر وړاندې د بېلابېلو انسانانو د حواسو حساسیت او عصبي عکس العملونه توپیر لري. له بلې خوا د انسان دروني احساسات او کیفیات ډېر وخت د حواسو لوری بدلوي، حتی امکان لري چې په داسې حال کې زموږ سترګو ته تور د سپین په ډول ښکاره شي. قوي احساسات او ابهام دوه هغه مشهور عوامل دي چې د حواسو د تېر ایستلو ډېر ځواک لري.
د بېلګې په توګه که تاسو هره ورځ د ورځې له مخې پر یوه داسې لاره کور ته ځئ، چې پر غاړه یې یوه ونه هم ولاړه وي، نو پرته له دې چې یا لارې ته پام وکړئ او یا ونه په پام کې ونیسئ؛ خپله فاصله لنډوئ. خو که تاسو پر همدې لاره د شپې له مخې تېرېږئ، نو ممکن د لارې پر غاړه ولاړه بې ازاره ونه درته بلا ښکاره شي. دلته دوه عوامل له ونې نه بلا جوړوي. لومړی عامل د وېرې احساس دی چې د شپې پر مهال طبعي وي او دویم عامل د رڼا کموالی دی چې د شیانو اصلي څېرې تتوي او پر هغوی د ابهام پرده غوړوي. د ورځې چې دغه دوه عوامل نه وي، نو د لارې پر سر په ولاړه ونه کې ماشومان ټالونه اچوي.
د دغو دوو عواملو له امله د حواسو تېروتنه په ټولو حواسو کې محسوسه ده او ډېرې ټولنیزې ستونزې ترې راولاړېږي. که موږ له یو چا نه کرکه لرو، نو د هغه په اړه زموږ معلومات زیاتره غلط وي. ولې؟ ځکه چې موږ له یوې خوا د کرکې او دښمنۍ د احساس تر اغیز لاندې یو او له بلې خوا د هغه کس په اړه راته له یوې او بلې خوا نه مبهم معلومات رارسېږي. دغه دواړه عوامل زموږ په حافظه کې د دې کس تصویر نور هم بدرنګوي.
احساسات او ابهام د حواسو له چینلونو څخه تېرېدونکي معلومات زیانمنوي او حتی مسخ کوي یې. ممکن همدا وجه به وي چې د قضا مسله په اسلام کې ډېره درنه ده او د قاضي لپاره د لویې حوصلې او زیات علم معیارونه هم یاد شوي دي.
تاسو به تجربه کړي وي چې ډېر وخت تاسو له یوه کس نه کرکه غوندې لرئ، خو کله چې له هغه سره لنډ شئ، خبرې ورسره وکړئ او له افکارو یې خبر شئ نو پر خپلو تېرو احساساتو او معلوماتو پښیمان کېږئ او دا کس د پخوا پر خلاف ستاسو دوست کېږي. د دې وجه هم دا ده چې د دې کس پر وړاندې ستاسې پخواني معلومات د کرکې د احساس او کمو معلوماتو (ابهام) تر اغېز لاندې مسخ شوي وو او کله چې هغه عوامل ایسته شول، معلومات هم د پخوا په پرتله مخالف قطب ته لاړل.
په رواني ناروغیو کې زیاتره ناروغۍ د حواسو د تېروتنې له امله وي. Macropism او Micropism د باصرې د حس د دوو تېروتنو نومونه دي چې په لومړۍ تېروتنه کې شیان له خپل اصلي حالته لوی او په دویمه کې کوچني معلومېږي. همدارنګه موږ په رواني طبابت کې د بصري خبط (visual hallucination) او سمعي خبط (Auditory hallucinations) اعراض هم لرو چې په لومړي کې انسان غیر معمول شیان ویني او په دویم کې غیرمعمول اوازونه اوري.
تر اوسه موږ په دې خبرې وکړې چې زموږ د معلوماتو د لېږد چینلونه حواس دي او که حواس نه وي، نو موږ د خپل چاپېریال څه چې د خپل ځان په اړه هم معلومات نشو تر لاسه کولی، خو دا مو هم وویل چې د حواسو معلومات په ټولو حالاتو کې دقیق نه وي. حواس د احساساتو او ابهام تر اغېزو لاندې کولی شي چې غلط حتی د اصل انټاګونیسټ (ضد) معلومات هم نقل کړي. د حواسو په اړه داسې یوه فکر ته رسېدل د علم په لاره کې لویه مرسته کوي. نو علم څه دی؟
علم د انسان په مغز کې د بهرنۍ نړۍ ساده انعکاس ته نه وایي بلکې دا یوه پېچلې پروسه ده چې بشري مغز یې له نیمګرتیاوو نه د تکمیل خوا ته بیایي. د علم په دې یوه کرښه تعریف کې بلا خبرې پرتې دي.
ساده انعکاس څه مانا؟ د ساده انعکاس مانا دا ده چې عالم انسان باید داسې نه وي چې هر څه یې ولیدل یا واورېدل او یا د حواسو له لارې د ده مغز ته څه ورسېدل، هغه دې کټ مټ موږ ته ووایي او پرته له هر ډول تغیر و تبدیله دې یې رانقل کړي. دغه کار هنداره هم کولی شي. که تاسو هندارې ته هر څه ورمخ کړئ، هغه یې په همغه شکل درته منعکسوي.
په دې توګه هنداره ممکن تر ټولو لویه عالمه وبولو. څرنګه چې حواس د باور وړ نه دي، نو د حواسو له لارې مغز ته رسېدلي معلومات هم باید دقیق ونه ګڼو. د عالم او عادي انسان تر منځ فرق یوازې همدومره دی چې لومړی خپل حواس د معلوماتو باوري منابع نه ګڼي، نو لټون کوي چې حقایقو ته ورسېږي او دویم چې هر څه اوري یا ګوري هم هغسې یې ګڼي.
لومړی چې خپلو حواسو ته د شک په سترګه ګوري، په اسانه نه قانع کېږي او په ګرانه یقین کوي، خو دویم چې دغه ځانګړنه نه لري، یقین یې ارزان دی او په کاڼو یې هم پلوري. د لومړي په ژوند کې شک زیات وي او د دویم په ژوند کې یقین. د لومړي په اړه د علامه اقبال شعر صدق کوي چې:
چون همای علم افتد به دامت
یقین کم کن ګرفتار شکی باش
او دویم چې عام دی، د سنایي د شعر مصداق دی چې:
ګاو را باور دارند اندر خدایی عامیان
نوح را باور ندارند از پی پیغمبری
د لومړي په مغز کې خارجي تنبهات ساده انعکاس نه کوي بلکې تر لټون او فکر وروسته د تنبهاتو حقیقي شکل ته ځان رسوي، خو د دویم د مغز هنداره تنبهاتو ته ساده انعکاس ورکوي او هر څه ورته په همغه شکل سم ښکاري چې دی یې حس کوي.
د لومړي د مغز انعکاس حقیقي علم دی او د دویم معلوماتو ته توتي ډوله علم وایي. توتي ته چې خبرې ورزده کوي، نو د یوې لویې هندارې شاته ورته یو څوک کېني او خبرې ورته کوي. توتي په ایینه کې خپل ځان ویني او ګمان کوي چې په ایینه کې ولاړ توتي خبرې کوي، دی هم په ایینه کې د ولاړ توتي خبرې تکراروي او په دې توګه ورو، ورو په خبرو راځي. د ایینې مخې ته ولاړ توتي هېڅکله فکر نه کوي چې د هندارې شا ته یو څوک شته او زه د هغه خبرې تکراروم. ځکه توتي دا ځواک نه لري چې د خپلو حواسو تېروتنه کنټرول کړي.
انسان چې د نطق او فکر کولو له امله په نورو ژوندیو کې ممتاز دی، پر حواسو یې کنټرول ډېر دی، خو دا کنټرول د نورو ژوندیو په پرتله نسبي شکل لري. پخپله په انسانانو کې بیا د حواسو د کنټرول درجه فرق کوي، ځينې یې فوق العاده حساس حواس لري او هڅه کوي چې هر څه په خپل اصلي شکل حس کړي. خو ځینې یې د توتي په څېر د خپلو غیرحساسو حواسو له امله دا توپیر نه شي کولی چې په ایینه کې توتي خبرې کوي او که د ایینې تر شا یو بل څوک. د غالب خبره: طوطی کو شش جهت سی مقابل هی آیینه.
د یوه عالم او عام انسان اصلي توپیر د حواسو د حساسیت په درجه کې دی. د علم په تاریخ کې لوی نقش د هغو کسانو دی چې پر خپلو حواسو یې شک کړی او حوادثو ته یې د نورو له سترګو نه دي کتلي. په اصل کې د علم د پرمختګ داستان یوازې د شک او حساسیت د ډېرښت داستان دی. په پخوانیو زمانو کې چې ساینس پرمختګ نه و کړی، انسانانو به د طبعي حوادثو د تفسیر لپاره تخیل ته پناه وړله او همدا وجه ده چې افسانې، اسطورې او انګېرنې زیاتره د ساینس د ماشومتوب د وخت حقایق دي. اوس هم په هغو سیمو کې چې علم او ساینس کم دي، پر وهمونو او ګمانونو ولاړ حقایق ډېر دي.
ساینس په اصل کې د حواسو سمه روزنه ده چې طبعي پېښې په ریښتینې توګه تفسیر کړي. پخوانیو انسانانو، چې د فلکي نظام په اړه مطالعه او څېړنې نه وې کړې، د لمر لویدو او د شپې او ورځې د تلو راتلو طبعي پېښه به یې په دې توګه تفسیروله چې ځمکه د کایناتو مرکز دی او لمر ګرځي. دوی، چې حواس یې په ساینسي ډول نه وو روزل شوي، د ځمکې حرکت نه مانه او لمر ورته متحرک ښکارېده.
هماغسې لکه په تیزه روانه بیړۍ کې سپرو خلکو ته چې ساکن ساحلونه هم متحرک ښکاري. وروسته، چې ساینس وده وکړه او انسان د کهکشانونو په اړه څېړنې وکړې، معلومه شوه چې د جیوسنټریزم (د ځمکې د مرکزیت نظریه) په نظریه کې اصلاً ځمکې ته د لمر مقام ورکړل شوی و. کله چې یوه خبره ډېرو خلکو منلې وي او یو څوک یې په دلیل غلطه ثابته کړي، نو دا پېښه په اصل کې د یوې ډلې خلکو د حواسو د کم حساسیت کیسه ده. هغه څوک چې منلي حقایق بدلولی شي، په اصل کې په نامستقیم ډول د خپلو حواسو حساسیت ته اشاره کوي.
خو دغه د حساسیت ډېروالی حساسه او خطرناکه مسله هم ده. همدې حساسیت ډېر خلک د مرګ خولې ته برابر کړي دي ځکه که یو څوک د ټولنیز شعور پر وړاندې د خپلو حواسو د حساسیت اظهار کوي، نو ټولنه دغه اظهار د خپلو حواسو سپکاوی ګڼي او د دې سپکاوي د جبیرې لپاره باید هغه باغي وبولي او له ټولنیز شعور نه د بغاوت کوونکو سزا یا د زهرو جام دی او یا د دار کړۍ. ګالیله وویل چې ځمکه ګرځي. خلکو ورته وویل موږ نه ده حس کړې چې ګرځي. د
ګالیله خبره د څو پېړیو غلط واکمن شعور نه شوه منلی، نو یوازې په همدې ګناه سزا ورکړل شوه. ځکه چې د ګالیله خبره د هغه مهال ټولنیز شعور د خپلو غیرحساسو حواسو سپکاوی ګاڼه. ګالیله وویل، ما ووژنئ خو کاش ځمکه زما په مرګ درېدای، ځمکه روانه ده. د ګالیله او د هغه د ټولنې توپیر یوازې د حواسو په حساسیت کې و. د شپې ورځې د راتلو پېښه (تنبه) د ټولنې د مغز په هنداره کې یو ډول منعکس کېده او د ګالیله په مغز کې بل ډول. خو د خلکو پېړۍ پېړۍ منلې نظریې علم ته دومره پرمختګ ورنه کړ لکه د یوازیني ګالیله شک چې ورکړ.
ځمکې ته د شیانو د سقوط مسله هم د حواسو حساسیت په علمي او ساینسي شکل روښانه کړه. د څومره خلکو پر وړاندې به ځمکې ته څومره شیانو سقوط کړی وي، خو کله چې د نیوټن د سترګو پر وړاندې له ونې نه یوه مڼه د ځمکې پر لور لوېږي، د علم او حقایقو په نړۍ کې یو لوی انقلاب پېښېږي. ځمکې ته د شیانو د سقوط پېښه د هغې زمانې د خلکو په مغز کې یو ډول انعکاس کوي، خو د نیوټن په مغز کې همدا د پېړیو تکراري پېښه نوی انعکاس کوي او د ځمکې د جاذبې قوه کشفوي. د ځمکې د جاذبې کشف په اصل کې د نیوټن د حواسو حساسیت ته اشاره کوي او د خلکو په مغز کې د دې پېښې ساده او نیمګړی انعکاس د تکمیل خواته بیایي. کله چې زموږ د برداشتونو او معلوماتو نیمګرتیاوې تکمیل شي، موږ له حقایقو سره وصل کېږو او له حقایقو سره وصل کېدنه علم دی. علم دا نه دی چې موږ دې له ټولو هغو تنبهاتو نه هماغسې برداشت وکړو چې نورو کړی دی، که موږ وکړی شول چې د حواسو د نیمګړتیاوو سلسله تکمیل ته ورسوو، نو ممکن د عالم کلمه راباندې تر یوه حده صادقه شي. د علم په پرمختګ کې یوازې هغو کسانو ډېر رول لرلی دی چې تنبهاتو ته یې له خپلو سترګو کتلي نه د نورو. په نورو پسې تګ او ړوند تقلید د حقایقو د موندلو لوی دښمنان دي، د شاعر خبره:
نورو پسې تګ سړی خړمخی کړي
ګرد د لارې وګوره د شپون په مخ
«استاد پسرلی»
علم په اصل کې د انساني حواسو یو ډول منظمه روزنه ده چې په پایله کې یې د انسان او حقایقو تر منځ فاصله لنډېږي. کله چې سړی حقایقو ته ورسېږي، نو په خپلو تېرو برداشتونو او احساساتو پورې خندا ورځي او د هغوی په یادولو هم شرمېږي. د اسلام دویم خلیفه حضرت عمر رض به چې کله د پیغمبر ص پر وړاندې د خپل ژوند د هغې برخې په اړه خبرې کولې چې د احساساتو او ابهام په تیارو کې تېره شوې وه، نو ژړل به یې.
زه فکر کوم چې په نړۍ کې داسې انسانان یا نشته یا ډېر کم دي چې په شعوري ډول دې له حقایقو مخ واړوي. انسانان چې کله په ټیټو تمایلاتو او ابهامونو پورې نښتي وي، ستونزه یې دا وي چې د خپلو حواسو تېروتنو ته نه وي متوجه. زه باور لرم،که د هر ډول انسان حواس وروزل شي او حساسیت یې لوړ شي، هغه پرته له دې چې څوک ورته ووایي، حقایقو ته رسېږي. بېدل وايي:
هوش اګر باشد کتاب و نسخهء در کار نیست
چشم وا کردن زمین و آسمان فهمیدن است
د خدای ج له خوا رالیږل شوي استازي او ټول لوی خلک دا دنده لري چې په معنوي ډول د پرېوتو انسانانو حواس له تېروتنو وژغوري او د دوی د حواسو له سترګو نه هغه غبار ایسته کړي چې له کاڼي نه هم خدای جوړولی شي. کله چې دغه غبار ایسته شي، انسانان په خپله حقایقو ته رسېږي.
زموږ غوندې ټولنې، چې د حواسو پر ایینو یې د احساساتو او ابهامونو دوړې پرتې دي، دې ته کلکه اړتیا لري چې حواس یې وروزل شي. زموږ تر ټولو لویه ستونزه زموږ معیوب او ناروزل شوي حواس دي چې موږ ته د حقایقو په اړه غلط معلومات راکوي او موږ د همدې غلطو معلوماتو پر اساس عکس العملونه ښییو.
زموږ په ټولنه کې د هرې وروسته پاتې ټولنې په څېر یوه بله لویه ستونزه دا ده چې لا هم خلک دې ته نه دي تیار چې د خپلو حواسو په اړه خبرې واوري. دلته اوس هم د حقایقو راسپړل خلک د خپلو حواسو سپکاوی ګڼي او د ځان له اصلاح کولو سره مینه کمه ده.
په نړۍ کې موجود حقایق ډېر پیچلي دي، ممکن هغه څه چې نن موږ ورته حقایق وایو، د سبا ورځې اوهام او اسطورې وي. د حقایقو پر مخ د رنګونو، احساساتو، ابهام او وهمونو غوړېدلې پردې یوازې د حواسو د سمې روزنې (پوهې) په پایله کې څېرېږي. البته پوهه هم داسې مفهوم نه دی چې مطلق یې وبولو. څومره پوهه؟ کومه پوهه؟ د چا پوهه؟ او ؟؟؟؟ خو یو حقیقت شته او هغه دا چې پوهه موږ په نسبي ډول حقایقو ته نږدې کوي. البته دا هم ډېره ده چې له حقایقو سره د ټکر پر ځای حقایقو ته یو څه ورنږدې شو. په نړۍ کې اوسنۍ موجوده پوهه د ګردو حقایقو د پېژندلو لپاره ډېره کمه ده. خدایزده چې څومره ناسپړلي حقایق به وي چې یا موږ ورسره اصلاً مخ شوي نه یو او یا مو په بل ډول حس کړي دي. ساینسي څېړنې وایي چې زموږ حواس په نړۍ کې د موجودو تنبهاتو یوه ډېره وړه برخه حس کولی شي. مثلاً زموږ غوږونه یوازې هغه غږونه اوري چې فریکونسي یې د شلو او شل زرو هرتزو(Htz) تر منځ وي. هغه اوازونه چې فریکونسي یې تر دې ټیټه یا لوړه وي، څومره دي؟ د باصرې د حس په اړه هم مشهوره ده چې له یومیلیون شیانو څخه پنځه ویني. زموږ ستونزه دا نه ده چې د نورې نړۍ په څېر هغه څه هم د ماشین الاتو په واسطه واورو یا ووینو چې زموږ غوږونه او سترګې یې د اورېدا او لیدا وس نه لري؛ ستونزه دا ده چې موږ د اورېدو او لیدو وړ شیان هم په هغه ډول اور او وینو چې اصلاً هغسې نه دي. د استاد پسرلي خبره ده چې:
خدایزده کمزوري وه د دماغ که خوشبیني د زړه
نیم یې د منلو نه وو، څه چې موږ منلي دي