سید اصغر هاشمي
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون (په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا) کنفرانس کې سید جمال الدین افغاني پوهنتون د ۱۲ مقالو په لیکلو سره وشو کولای چې د ټول افغانستان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو، علمي مؤسسو او علمي مرکزونو کې لومړی مقام تر لاسه کړي. د یادونې وړ ده چې له نوموړي کنفرانس څخه مخکې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا په داېر شوي کنفرانس کې یې هم لومړی مقام تر لاسه کړی وو او د پکتیا پوهنتون په کنفرانس کې یې دویم مقام درلود.
د سید پوهنتون د خپل برم تر لاسه کولو لپاره په هڅه کې دی او د ډېرو لږو مادي او معنوي امکاناتو په درلودلو سره ستر کارونه تر سره کوي چې ښې بېلګې یې له تاسو سره شریکې شوې. په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا کنفرانس کې پوهندوی دوکتور سید اصغر هاشمي ۳ مقالې، پوهنمل عمران رفیق ۱ مقاله، پوهنیار حامد احمد مراد ۱ مقاله، پوهنمل ذاکر الله نصـرتیار ۲ مقالې، پوهنمل ذبیح الله کوټوال ۱ مقاله، پوهنیار محبت شاه محبت ۲ مقالې، پوهنیار مجیب الله ایوبي ۱ مقاله او پوهنیار مالیار صدیقي ۲ مقالې لیکلې وې.
پورته یاد شوي کسان د مقالو لومړني لیکوال دي، هره مقاله دویم لیکوال هم لري چې له هغې جملې پوهنمل فرمان الله سلطاني او پوهنیار محمد داود مبارز یادولای شو. هر ښه کار د الله تعالی لپاره تر سره کړئ، نو مطٔمینه اوسئ چې مرسته به درسره کېږي. کله چې د خیر کارونه کوئ، نو په حتمي توګه مرسته بریالیتوب به تر لاسه کوښ او په کارونو کې به مو برکت وي. لږو ډېر یو کال مخکې مو تصمیم ونیوه چې (په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا) کنفرانس تر سره کړو، د یو کال هڅو وروسته مو د الله تعالی په مرسته ښه پایله تر لاسه کړه او په ښه ډول پای ته ورسېده.
د افغانستان د لوړو زده په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د څېړنې د پیاوړتیا لپاره ملي کنفرانس تر سره شو. دې کنفرانس ته د پوهنتون استادانو او علمي غړو په څلورو ژبو (پښتو، دري، انګلیسي او عربي) مقالې ولیکلې؛ دا مقالې په درېیو ټوکونو او ۱۷۰۰ مخونو کې چاپ شول.
د لیسانس او د ماسټرۍ دورې محصلانو او د دوکتورا دورې سکالرانو لپاره د درسي او مرستندوی درسي اثارو په توګه د ګټې اخېستې خورا ښه اثار دي.
کنفرانس په کابل کې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د عقرب په ۲۹ او ۳۰ تاریخ باندې تر سره شو او په بریالیتوب سره مو خپل ماموریت پای ته ورسوه.