سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Home+آیا ټرمپ به د جرمونو نړیواله محکمه له منځه یوسی؟

آیا ټرمپ به د جرمونو نړیواله محکمه له منځه یوسی؟

ليکنه: غ. جانباز

د د جرمنو د نړیوالې محکمې (ICC) پریکړه چې د اسرائیل لومړی وزیر نتانیاهو او د دفاع پخوانی وزیر ګالانټ د نیولو امر یی ورکړی له شک پرته چې په واشنګټن کې به اختلافات پراخ کړي.

د متحدو ایالاتو له ټاکنو او د ټرمپ له بریا وروسته داسې انګیرل کېدل چې د جرمنو نړیواله « هاګ» محکمه به له دې پریکړې په شاه شي خو د ICC قاضیانو، چې ویل کیږي د برتانیی له لوړپوړو سیاسی چارواکو سره نږدې اړیکې لري، پریکړه وکړه چې د نتانیاهو او ګالانت دوسیه به په هر قیمت چي وي تر پایه رسوي.

په دی کی شک نشته چی د ټرمپ د انتقالي ټیم او د کانګرس جمهوري غوښتونکو غبرګون به په دی اړه ګړندی او خورا سخت وي.

ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې پر مهال په افغانستان کې د امریکا د جنګي جرمونو د څېړنې په غبرګون کې د ICC پر وړاندې بندیزونه لګولي وو.

د امریکا حکومت، او په ځانګړی توګه کانګرس د ICC د فعالیت د شنډولو په لټه کې دي، د سږ کال د مې د میاشتی راهیسې د کانګرس غړي لګیا دي او په همدی اړه قانون چمتو کوي. د دی امکان هم شته چی د ټرامپ کابینه آن تر دی حده وړاندي ولاړه شي او هڅه وکړي چې دا محکمه په بشپړه توګه له منځه یوسي.

د ترمپ د راتلونکی اداري غړو په کراتو ویلي چي د ډیری نړیوالو سازمانونو له چلند څخه خوښ نه دي.

ترمپ په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې الیس سټیفانیک نومانده کړی چې د اسرائیلو ملاتړی بلل کیږي.

که چیری ترامپ په ښکاره ډول د ICC د فعالیت مخنیوی وکړی، نو د لندن سره یی هم ستونزې جوړېدای شی. د ټرامپ اړیکې لا له وړاندې له لندن سره ښې نه دي.

ډیموکراتان هیله لري چې د قضایي فشار په مرسته به بالاخره د نتانیاهو واک وغورځوي او هڅه کوي چې د خپلی اداری په وروستیو وروځو کی د جرمنو د نړیوالې محکمې د حکم پر بنسټ د نتانیاهو حاکمیت ټکنی کړي.

3 COMMENTS

  1. سلامونه:
    ښاغلی جانباز صیب:ښې چارې!
    صرف دوه املایی غلطیو ته په دې کرښه کې اشاره کوءم:( د جرمنو نړیواله « هاګ» محکمه به له دې پریکړې په شاه شي )
    زما په قاصر نظر باید د جرمنو پر ځای :جرمونو
    او د شاه پر ځای شا صحیح وي!!
    هیله لرم خفه نه شی
    درنښت

  2. دغه محکمه قانونی او فزیکي په امریکا پورې نده تړلې ! یواځې امریکا د نورو په دود اقتصادي مرسته کوي او خپله مرسته بندولی شي !
    د امریکې تاریخ په جنګي جنایت کېښوودل شوی دی !

  3. سلامونه:
    ښاغلی جانباز صیب:ښې چارې!
    څرنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده چې هر نړیوال سازمان جوړیږی یا مینځ ته راځي نو ټول هیوادونه د هغه سازمان په اړه مثبت او منفی نظر ورکوی تر اختلافات وروسته د نظر یووالي راځي چې له هغه وروسته د هغه سازمان لپاره ټول منابع (مالی، بشری ، ځاي (دفتر) په نظر کې نیول کیږي نو زما په نظر امریکا که دا کار کوی نو کیدای شي بیا ملګری ملتونه هم له مینځه لاړ شي نو چې کله نړیوال ټولنه له مینځه ځی نو بیا د ځنګل قانون خپل کیږی نو بیا یوه هیواد په بل هیواد حق نلری چې شکایت وکړی، کمزوری باندې به ظلم کیږی او ظالم او قدرت لرونکی هیوادونه په خپل مینځ کې سره یا به جوړ راځي یا به سره ټکر کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب