Homeخبرونهپه بغلان کې پر زیارتوالو په برید کې ۱۰ تنه وژل شوي

په بغلان کې پر زیارتوالو په برید کې ۱۰ تنه وژل شوي

تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۲ مه) په افغانستان کې د کورنیو چارو وزارت وايي، د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې لږ تر لږه لس کسان هغه وخت ووژل شول چې یوه وسله‌وال په یوه زیارت کې پر راټولو شویو خلکو ډزې وکړې.

د وزارت پر اساس، په زیارت کې خلک د اوونیزو مراسمو لپاره راټول شوي وو چې ډزې پرې وشوې.

د پېښې جزئیات لا هم روښانه نه دي، خو وزارت ویلي چې د برید د څرنګوالي او د عاملانو د پېژندلو لپاره تحقیقات روان دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي:
“یوه سړي د نهرین ولسوالۍ په یوه زیارت کې په صوفیانو ډزې وکړې، چې په نتیجه کې یې لس کسان وژل شوي دي.”

دا برید تیره شپه د نهرین په زاړه ښار کې د سید پاچاآغا، چې په سید پاچاجان زیارت هم مشهور دی، هغه مهال وشو چې د صوفي طریقې زیارت کوونکي د جمعې شپې لپاره پکې راټول شوي وو او عبادت یې کاوه.

ویل کېږي چې هغوی هره جمعه په دې زیارت کې راټولیږي او د خدای ذکر کوي.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو ګومان کېږي چې دا کار د داعش وي ځکه چې داعش له زیارتونو او صوفیانو سر ه عقیدوي اختلاف لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...