یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد افغان ښځو او نجونو پر تعلیم بحث د م.م د عمومي...

د افغان ښځو او نجونو پر تعلیم بحث د م.م د عمومي اسمبلۍ د اجنډا په سر کې دی

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۲۶مه) د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په اجنډا کې نن یوه تر ټولو مهمه موضوع په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د حقونو مسله ده.

د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونسیف وايي، پر زده کړو د طالبانو بندیز تر یو میلیون ډېرې نجونې اغېزمنې کړي، خو له اټکل سره سم ۵ میلیونه نجونې له زده کړو محرومې شوي دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، افغانستان په ټوله نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې نجونې او ښځې پکې د کار او زده کړو اجازه نه لري.

دا بندیز په درسته نړۍ کې غندل شوی او د افغانستان د مشروع واکمنانو په توګه یې د طالب رژیم د رسمیت پېژندلو مخه نیولې ده. طالبانو د نړیوالو غندنو پروا نه ده کړې او افراط ته یې ورځ تر بلې زور ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي استازې روزا اتونبایوا وايي، د طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځیو د بندېدو یو منفي اغېز به دا وي ښوونکې او روزنکي به نه وي چې نجونې او ښځې د طب په برخه کې وروزي.

طب یوازینۍ څانګه ده چې د طالب مشرانو ذهن یې اړتیا څه نا څه درک کولی شي ځکه چې دوی نه غواړي چې ښځې او لوڼې یې نارینه ډاکتر وګوري.

اتونبایوا وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښځینه ډاکترانې، قابلې، نسايي متخصصانې یا نرسانې به له کوم ځایه راځي؟

د ملګروملتو د ارقامو پر اساس، د هغو افغان ښځو، چې سواد نه لري او عمرونه یې د ۱۵ او ۱۹ کلونو ترمنځ دي، ولادتونه ډیر دي، دا هغه عمرونه دي چې د زېږون په مهال نسايي ډاکترانوته زیاته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب