دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+په ناول کې د پېښو تړاو | نوراغا رحماني

په ناول کې د پېښو تړاو | نوراغا رحماني

د ناول پر جوړښت او تخنیکونو نه غږېږم او نه مې هم د ناولونو د موضوع ښه والی او بدوالی مطلب دی. بلکې منظور مې یوازې د ناولونو د کیسه ییزو پېښو تسلسل او تړاو دی او دغه راز غواړم د کیسې په جریان کې د پېښو رامنځته کېدل او له اصلي کیسې سره یې په اړیکو څه نا څه وغږېږم.

زه اکثره ناولونه لولم، ټول یې ښه دي، ښه یې ځکه بولم چې لیکوال د څه لیکلو هڅه هم کړې وي، په ستایلو ارزي او لږ تر لږه باید ولوستل شي. هر شی چې ولوستل شي خامخا یو ښه پیغام لري او لوستونکي که هېڅ نه وي هم یو څه ترې زده کوي.

خو دلته کیسه د ناول د پېښو تر منځ د تضاد نشتوالی دی، چې هر څه د اصلي کیسې له غوښتنې سره سم مخته ځي او ټول شیان لیکوال د یو رنګۍ په رنګ، رنګ کړي وي…

د بېلګې په توګه، یو څوک له وطن سره مینه لري، سرو کار یې ټول له هېوادپالو خلکو سره وي، تصادفي موسیقي چې واوري هم هېوادنۍ مینه پکې ستایل کېږي، مجلسونه او ناستې ټولې د هېواد د مینې په پار جوړېږي، خو هېڅوک د هېواد ضد نه وي، نه څوک د دوی په وطن?دوستۍ خاندي، نه له وطن?پالو کرکه لري او نه کومه بله سندره اوري. که څوک هېواد پرېږدي، خامخا به یو بل څوک ورسره راپیدا کېږي چې د هېواد له ناخوالو په 

تېښته وي، په سفر کې به یې داسې پېښه کېږي چې د وطن د پرېښودو دلیل به یې پیاوړی کوي او په موټر کې به يې د اولمیر استاد د لعلونو خزانې سندره چالانه وي.

په عشقي برخه کې هم ټولې پېښې او منظرې د عاشق له زړه سره سمې پېښږي، تصادفي سندرې به هم د دوی ګډه اورېدونکې سندره خېژي، د ټولو خلکو مینه به د دوی مینې ته ورته وي او د خلکو تر منځ کړنې به هم د دوی کړنې وي. نه به څوک مینه بده بولي، نه به یوه بله جوړه یو ځای کېږي او نه به څوک وصال ته رسېدلي وي.

دغه راز که د غم کیسه وي، ټولې پېښې به یې غمجنې وي، هېڅوک به نه خاندي چې د کرکټر غم سپک نه شي او نه به د کیسې خلاف کومه پېښه کېږي. که کیسه په وصال، خوښۍ او خندا څرخي، بیا به څوک غمجن ونه وینې، په مینه کې ناکام به نه وي او نه به څوک کړاو ګالي.

زه فکر کوم د ناول د بشپړوونکو پېښو تر منځ یورنګي لوستونکي ستړي کوي او تر پایه یې له ځان سره نه شي ساتلای. بله مهمه دا چې د لوستونکي او ناول تر منځ اړیکې ټکنۍ کېږي، تلوسه له منځه ځي، د پیغام لېږد ستونزمن کېږي او تر یو څه لوستلو وروسته تر پایه پوهېږي چې څوک څه کوي؟ دغه راز د ناول خوند یو مخ له منځه ځي.

که د ناول ټولې برخې یو شان وي او تر منځ یې کوم تضاد نه وي، هر څه د لوستونکي د تمې خلاف خېژي او په هماغه لومړیو کې یې زړه ماتېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب