چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې ډېری خبریالان د خپلې دندې له کبله په نښه...

په افغانستان کې ډېری خبریالان د خپلې دندې له کبله په نښه شوي

تاند (چهارشنبه د حوت ۲۰) د نړۍ څه باندې ۴۰ بنسټونو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې په افغانستان کې د بیان آزادي او د خبریالانو ژوند خوندي کړي.

دغو بنسټونو یاده غوښتنه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه سرخلاصي لیک کې کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز او په نړۍ کې د بیان د ازادۍ ۴۰ مدافع سازمانونو په دې هېواد کې د خبریالانو د هدفي وژنو په  هکله اندېښنه ښودلې ده.

په دې لیک کې راغلي چې د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې را وروسته چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون شوی په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۱ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي دي.

په لیک کې زیاته شوې چې د وژل شویو خبریالانو له ډلې ډېری یې د خپل دندې له کبله په نښه شوي دي.

دغو بنسټونو ویلي، که څه هم د افغانستان حکومت د خبریالانو د حقونو او خوندیتوب لپاره کارونه کړي، خو وايي شوي کارونه کافي نه دي او خبریالان لا هم له تاوتریخوالي سره مخامخ دي او د دوی په خبره د سزا د معافیت فرهنګ پرخپل ځای دی.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم په جلال اباد ښار کې د انعکاس په نوم د یوه خصوصي ټلوېزیون درې ښځینه کارکوونکې هغه مهال چې له دندې خپلو کورونو ته په لاره وې د وسله والو په برید کې ووژل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب