دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د خپلسریو اندیښنه | نعمان دوست

د خپلسریو اندیښنه | نعمان دوست

پرون په فیسبوک کې د یوه په وینو ککړ ځوان تازه عکس ښکته و پورته کیده. دا ځوان په پلازمینه کې، چیرته چې (شنې رنجرې) له ټکسي موټرو هم ډيرې ګرځي راګرځي، دې حالت ته رسیدلی و. کیسه داسې وه چې په رڼا ورځ په احمده شاه بابا مینه کې پرې غلو برید کړی و.  په وینو یې رنګ کړی و او موټر یې ترې وړی و. 

خو، شاید ډیرو دوستانو او خپلوانو یې ورته ویلي وي چې سړیه! غم به یې نه کوې. ته بختور یې؛ ښه ده چې وژلی یې نه یې. شاید ډیرو ملګرو ورته د بیلګې په توګه د هغو ځوانانو کیسې کړې وي چې په همدې ښار کې د موټر، لب ټاپ، او آن د موبایل په سر وژل شوي او چا یې پاڼه هم نه ده اړولې. 

پلازمینې د یوه هیواد د اقتصاد، فرهنګ، سلیقې، اخلاقیاتو،  امنیت، ښیرازۍ، ابادۍ او… استازولي کوي. همدا علت دی چې ټول هیوادونه په خپلو پلازمینو ډیره پانګونه کوي او د خپل اقتصاد مطابق د ژوند ټول سهولتونه پکې برابروي. پلازمینه د خلکو لپاره د الهام او انګیزې سرچینه وي. له همدې ځایه د خپلو ولایتونو او سیمو لپاره خاکې اخلي او… 

یو وخت چې پخه ابادي افغانستان کې کمه وه او د ژوند سهولتونه ډير محدود وو، نو د کابل د شهرنو پاکي، پاخه کورونه، ښاري سلیقې خلکو ته بېلګه وې او د ښار دغه برخه آن په سندرو کې یادیده : (( زاری زاری شهرنو شیشه کاری…))

دغه شان خوږ ژبي شاعر مرحوم ضیاء قاريزاده ته خو د کابل ښکلا او پاکي دومره خوند ورکړی و چې حتی د دې ځای ونې او ګلان ورته له نورو متفاوت ښکاریدل:

ابر چشم تر دارد، سبزه بال و پر دارد

نگهت دیگر دارد سر و سوسن کابل  

 …

دا یوازې پلازمینه نه وه؛ بلکې د ټولو ښارونو دبدبې او شان د خلکو پر اذهانو راج چلاوه. د دې راج یوه بېلګه په دې متل کې وینو: 

سل روپۍ په پور که، یو زوی په بازار لوی که

دا متل راښيي چې بازار ( ښار) د ادب ځای و. د تمدن ځای و. د علم او کمال حاصلولو ځای و. د ارامش او سکون ځای و؛ خو دریغا چې خونړۍ جګړې او دوام یې زموږ له ښارونو هم خپل عظمت واخیست. ډاډه او پرسکونه کوڅې یې ورته ویروونکې کړې او د مهذبو خلکو ټولګه پکې غلو، اوباشانو او وحشیانو نادرکه کړه. 

کیسه راځنې بله خوا لاړه؛ خپله جدي اندیښنه مې له شریکولو پاتې شوه. خیر اوس به ورته راوګرځم:

د انسانانو د ټولنیز او یو ځای ژوند کولو اصلي لامل هم له بیرونیو خطرونو او تهدیدونو سره د ګډې مقابلې له کبله و. خو هغه بدوي انسانان نیکمرغه وو او ځکه چې یوازې د داړونکیو ځناورو له تهدید سره مخ وو. افسوس خو زموږ په حال په کار دی چې آن ځناورو مو له ویرې او وحشته د وطن غرونه پریښودل. افسوس خو زموږ په حال په کار دی چې اوس له خپل همنوعه ویریږو او چې کله راسره مخامخ کیږي نو په ځان سورتونه چف کوو. 

د دغه شان حالت دوام به خلک مجبور کړي چې یو ځل بیا د جاري خطرونو په وړاندې سره راټول شي او اقدام وکړي؛ ویره دا ده چې ممکن دغه اقدام د انارشۍ او ګډوډیو لامل شي چې بیا به یې کنترول سخت وي.

مثلا:

 خلک به پر حکومت بشپړ باور بایلوي. داسې به وګڼي او که ښکاره ووایم ورته ثابته به شي چې حکومت یې د ساتلو په غم کې نه دی. حکومت ( پولیس) یې په ساتلو کې پاتې راغلی. یا په ښکاره د مجرمینو فعالیت به ورته شک پیدا کړي چې ګوندې پولیس او آن عدلي مراجع ورسره لاس لري او د همدوی پټ او ښکاره ملاتړ زړور کړي دي.  

  په دې صورت کې به خلک مجبور شي چې خپله قانون په لاس کې واخلي. مجبور به شي چې آن پیسې پور کړي خو له ځانه د دفاع په خاطر وسلې وپیري چې د دې کار دوام به ټول ښاریان په خپلسرو وسلوالو بدل کړي چې بیا به یې مهارول ناشوني شي.

مخکې له دې چې کیسه دې حالت ته ورسیږي یوه چاره په کار ده. د اړونده ارګانونو ویښول په کار دي. له مجرمینو سره جدي چلند په کار دی. د مجرمینو د ملاتړو بربنډول او هغوی ته سزا ورکول په کار دي.  د قوانینو د هغو مادو تعدیل په کار دی چې مجرمانو ته یې سپکې سزاوې تجویز کړي او د هر هغه مسوول محاکمه په کار ده چې په خپله کاري سیمه کې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راځي. 

   ۱۳۹۹/۱۲/۲۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب