دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونههند له امریکا ۳۰ بې‌پیلوټه الوتکې پېري

هند له امریکا ۳۰ بې‌پیلوټه الوتکې پېري

تاند(چهارشنبه، د حوت ۲۰) هندوستان له چین او پاکستان سره د مقابلې په موخه له امریکا ۳۰ بې‌پیلوټه الوتکې پېري.

بلومبرګ خبري اژانس د هندي چارواکو له خولې لیکي، هندوستان اراده لري چې له چین او پاکستان سره پر پولو د مقابلې په موخه له امریکا ۳۰ بې‌پیلوټه وسله‌والې الوتکې وپېري.

هندوستان دغه تصمیم په داسې حال کې نیسي چې په دې وروستیو کې یې له خپلو دوو ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې خرابې شوې دي او پر پولو یو بل ته په سنګر کې سره ناست دي.

ټاکل شوې هندوستان د یادو الوتکو د پېرلو لپاره راتلونکی کال درې میلیارده ډالره ځانګړي کړي.

د هند حکومت د نریندرا مودي په رهبري سره په دې وروستیو کلونو کې ۲۵۰ میلیارده ډالره د پوځي وسایلو په پېرودلو لګولې دي.

څو ورځې وړاندې امریکایي رسنیو هم راپور ورکړی و چې ټاکل شوې د امریکا د دفاع وزیر لویډ استین هم هندوستان ته سفر وکړي او د سفر موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه والی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب