تاند ( چهارشنبه، د حوت ۲۰) د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزه لوبو د توپ اچونې نوې درجه بندي اعلان کړه.
په نوې درجه بندۍ کې د لس غوره لوبغاړو له جملې راشد خان “لومړی” او مجیب الرحمن “دریم” ځای خپل کړی دی.
افغان پياوړی ګوګلي ماسټر په ټوله کې ۷۳۶ نمبرې لري او مجیب بیا ۷۳۰ نمبرې لري.
په دوهم نمبر کې بیا د سویلي افریقا شمسي قرار لري چې ۷۳۳ نمبرې لري.
د دوی پر دوام آشټن اګر څلورم، عادل رشید پینځم،آدم زمپا شپږم ، ميجل سنټنر اووم، سودي اتم ، ټایم سوتي نهم او دغه راز لکشمن بیا لسم ځای لري.