دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهګوتریش: له ښځو سره تاوتریخوالی له شرمه ډک عمل دی

ګوتریش: له ښځو سره تاوتریخوالی له شرمه ډک عمل دی

تاند( چهارشنبه، د حوت ۲۰) د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی له شرمه ډک عمل بللی او ټینګار یې کړی چې ټوله نړۍ باید د جنسیتي نابرابرۍ پر وړاندې په ګډه کارنده مبارزه وکړي.

ګوتریش زیاته کړې چې د ښځو پر وړاندې روان تاوتریخوالی باید پای ته ورسول شي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د روغتیا نړیوال سازمان په تازه راپور کې ویلي‌ دي ‌چې په نړۍ کې په هرو دریو ښځو کې یې یوه له فزیکي ‌او جنسي  ځورونې سره مخامخ ده.

د دغه راپور پر بنسټ له ښځو سره فزیکي ‌او جنسي تاوتریخوالی د کورونا وبا له خپرېدو راهېسې نور هم زیات شوی دی.

راپور کې له حکومتونو غوښتنه شوې چې باید د تاوتریخوالي قربانیانو ته اړین خدمتونه وړاندې کړي.

ګوتریش داسې مهال دا څرګندونې کوي چې لا هم په دې برخه کې ډېری ادارې په کار بوختې دي خو د عامو خلکو په خبره څنګه چې لازمه ده هغسې کار نه کوي.

دوی وایي ډېری ادارې یواځې پروژې پلې کوي خو کارونه یې هېڅ پايله نه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب