دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهترکیې د افغانستان د سولې کوربه توب ته تیاري وښوده

ترکیې د افغانستان د سولې کوربه توب ته تیاري وښوده

تاند(چهارشنبه، د حوت۲۰) د ترکیې د واکمن ګوند ویندوی نن اعلان وکړ چې هیواد یې په افغانستان او سیمه کې د سولې لپاره د هلوځلو منځکړتوب ته تیار دی.

د ترکیې د صباح ورځپاڼې د راپور له مخې، د عدالت او پرمختګ ګوند ویندوی عمر چیلیک د ګوند د مرکزي کمېټې له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل«افغانستان زموږ لپاره خورا مهم هیواد دی.»

چیلیک د افغانستان د سولې د روانو خبرواترو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل«ترکیه حاضره ده چې په افغانستان او سیمه کې د سولې لپاره په هرراز هڅو کې ښکېله شي.»

افغان سوله: ښايي د مارچ په ۲۷مه د ترکیې کنفرانس جوړ شي

د امریکا حکومت وړاندیز کړی چې د قطر د سولې په روانو خبرو کې پرمختګ نه شته نو په افغانستان کې د یوه ګډ جګومت لپاره دې د افغان مشرانو غونډه په ترکیه کې جوړه شي. دا هم ویل شوي چې دا غونډه دې هغسې برخلیک ټاکونکې وي لکه څرنګه چې کابو شل کاله پخوا د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته د طالبانو له ګډونه پرته د جرمني په بون کې جوړه شوه.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر له ترکیې غوښتي و چې د افغانانو د سولې د غونډې کوربه توب وکړي.

د افغانستان حکومت او طالبانو ویلي چې د امریکا له لوري پر وړاندې شوې طرحې غور کوي.

1 COMMENT

  1. ښه خبر دئ، کله چې لوی لالا و غواړي بیانو کارونه داسي په چټکۍ روان وي پام خو مو دئ ورته، که نه دئ؟

    په امرالله خان مې سلام وایاست
    بیا ورته وایاست چې ځان خوږ نه کړې مینه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب