Home+پیسې (لنډه کیسه) لیکوال: اوسامو دازای

پیسې (لنډه کیسه) لیکوال: اوسامو دازای

انګلیسي ته: Rossa Ó Muireartaigh

پښتو ته: حیات ژوند

په دنیا کې ډېرې ژبې شته چې اسمونه پکې یا مذکر دي یا مونث. «پیسه» مونث اسم دی.[1]

زه ین[2] بانکنوټ یم، سلګون، ۷۷۸۵۱ مې سریال نمبر دی. خپله بټوه دې سلګون وګوره، ښايي زه به یم پکې. نن سبا دومره ستړی شوی یم، چې نه پوهېږم په کومه بټوه کې یم یا د بېکاره کاغذونو کومې ټوکرۍ ته غورځېدل شوی یم. اوازې دي چې نوي او عصري نوټونه راځي او زما په څېر زاړه نوټونه به ټول وسځول شي؛ خو اوس يې ما ته غم نه راځي، چې ژوندی پاتېږم که مرم. رښتیا خبره دا ده، چې غواړم وسوځول شم او جنت ته رهي شم. خو دا د خدای کار دی، چې تر سوځولو وروسته مې جنت ته لېږي که دوزخ ته؛ خو وايي چې دوزخ ته به ځم.

کله چې وزېږېدم، دومره زوړ نه وم، لکه دا نن مې چې ګورې. تر ما وروسته نور نوټونه هم راغلل، لکه دوه سوه ین او پنځه سوه ین نوټونه. خلکو ته دغو نوټونو تر ما ډېر خوند ورکاوه؛ خو کله چې زه وزېږېدم، زه د سل يني نوټ په حیث، د پيسو ملکه وم.

هغه وخت یوه سړي په لومړي وار د توکیو په یوه لوی بانک کې ولیدم، په ګوتو کې زما په نیولو سره لړزې واخیست. دا خبره رښتیا ده، هغه یو نجار و. هغه، بې له دې قات مې کړي، د کاري لباس په جېب کې کېښوولم. کله چې روان شو، کیڼ لاس يې په هماغه جېب چې زه وم پکې، تر کوره پورې داسې اېښی و، لکه د چا چې نس خوږېږي او لاس يې ورته نیولی وي. کله چې کور ته ورسېد، زه يې د اوسېدو په کوټه کې «کامیدانا»[3] کې د نذر په توګه کېښوولم، بیا يې لاسونه د دعا لپاره لپه کړل. ژوند و زندګۍ ته زما لومړنۍ معرفي دغسې وه: نېکمرغه او ښه راتلونکی.

غوښتل مې د هماغه نجار په کور کې تر اخره پاتې شم؛ خو ما صرف یو شپه تېره کړه. نجار هغه ماښام ډېر خوشال و، له ماښامنۍ سره يې پرېمانه شراب وڅښل او خپلې وړې ځوانې مېرمنې ته يې د ځانستاینې په حال و هوا وویل: «زه یو مزدور سړی یم، هېڅوک مې نه شي غلطولی.»

هغه به کله کله عبادتځای ته لاړ، زه به یې را واخیستلم، لاسونه به یې داسې ونیول، لکه دعا چې کوي. مېرمنې یې په لومړي سر کې خندل، خو ډېر ژر يې د دواړو ترمنځ ناندرۍ شروع شوې. زه يې بیا څلور قاته تاو کړم، د مېرمنې په وړې بټوې کې يې کېښوولم او په سبا سهار یې د ګروۍ یوه دوکان ته یووړم، خپل لس کيمونه [4]يې بېرته واخیستل او زه بیا سړې خزانې یا ساړه سېف ته واچول شوم. په اول سر کې سړو ونیولم، نس مې درد شروع کړ؛ خو بیا را وایستل شوم او د رڼا په لیدو سره ښه شوم. دا پېره د طب د محصل د مایکروسکوپ په بدل کې ورکړل شوم. هغه محصل په اوږده سفر له ځان سره بوتلم او اخر په یوه لرې کوچني ټاپو[5] کې د یوه مېلمستون د ريسپشن په روک کې وغورځول شوم.

یوه میاشت وروسته چې لا هم په روک کې وم، د مېلمستون د خدمتګارو پسپسی مې واورېد. خدمتګارو ویل، کله چې يې زه هغوی ته ورکړم، محصل له مېلمستونه وتلی او ځان یې د سیتو ټاپو په سیند کې ډوب کړی دی. یوې غټې څلوېښت کلنې ښځې چې په مخ يې غټې غټې دانې ختلې وې، وویل: «څه کم عقل محصل و، یوازې مړ شو. زه به یې هم له ځان سره یوځای ډوبه کړې وم.» ګردسره خدمتګارو وخندل.

زه همداسې پنځه کاله په شیکوکو[6] کې پاتې شوم، بیا په کیوشو[7] کې سرګردانه وګرځېدم، په دې وخت کې نو په ما زړښت غلبه کړې وه. ورو ورو مې خپل وقار بایله. کله چې شپږ کاله وروسته توکیو[8] ته راستون شوم، اوس نو د پخوا په شان نه وم، د هغو تجربو له مخې چې راباندې تېرې شوې وې، له ځانه مې کرکه وشوه. اوس په توکیو کې تر ډېره په تور مارکېټ کې ښکته پورته کېدم. په هغو پنځو شپږو کلونو کې چې ما له توکیو بهر تېر کړي و، زه بدل شوی وم، توکیو هم بدله شوې وه. د ماښام په اتو بجو، زه یوه ډوب نشه منشي د توکیو له تمځای څخه نیهومباشي[9] ته یووړم. بیا یې د کیوباشي له لارې، له ګينزا[10] څخه تر شیمباشي پوري مو پلی مزل وکاوه، ورسولم. هوا ښه تیاره شوې وه، داسې ښکارېده لکه په ګڼ څنګل چې سړی مزل کوي، نه کوم انسان تر سترګو کېده او نه هم کومه پیشو. ډاروونکو کوڅو د مرګ خبرې کولې او ورپسې به ټنګ‌ټونګ غږونه شروع شول.

هره ورځ او هره شپه په همدې جهنم کې تېرېده، له یوه لاسه بل ته بدلېدم، لکه د سیالۍ د دڼډۍ په څېر مې بېخي ارام نه و. دغه ادلون بدلون بېخي چخپيت کړی وم، د شاوخوا چاپېریال بد بوی راباندې ناست و، ناامېد او شرمنده هم وم.

په همدې وخت کې جاپان هم ذب‌ذب و. زه يې ټول جزیات نه بیانوم، ځکه خلک له دې کیسې ستړی شوي دي. هر څو پوهېږي چې زما په څېر نوټونه له یوه لاسه بل ته څنګه تلل او د څه لپاره کارېدل او څنګه له پوچ او سپکو خبرو سره دا کار کېده. خو فکر کوم یوازې او یوازې له پوځیانو بلاګانې نه وې جوړې، دا ستونزه یوازې د جاپانیانو نه وه، د ټول بشریت ستونزه ده. که همدا اوس درته وویل شي چې شپې ته مرې، ټول حرص او شهوت دې هېروې. خو انسان ولې په دې ډېر کم فکر کوي؟ برعکس، انسان د ژوند په تورو کوڅو مخه کوي او په خودخواهۍ او ناخوښۍ يې تېروي. رښتیا ده، تر هغې چې په دنیا کې یو بدبخت هم وي، خوشالي نشته، خو خلک په رښتیا په دې باور کوي؟ که زموږ د کور او کورنۍ د امن او سکون خبره شي، خپل ګاونډی سپکوو او دوکه ورسره کوو (نه، تا پخپله هم همداسې کړي، بې له دې چې ورته پام شوي دې وي، دا لا وحشناکه خبره ده. ته باید له ځانه وشرمېږې. که انسان یې، شرمېږې به! یوازې انسان د شرم احساس پېژني). دا په جهنم کې د دوو محکومانو د لانجې هم غمجن او هم کامیډي تصویر دی. خو زه په دې ژوند کې د وړو او کوچنیو کارونو لپاره کارېدم – یو یا دوه وارې – فکر مې وکړ چې ژوندي پاتېدل دومره بد هم نه دي.

زه ډېر زوړ شوی وم، نه پوهېدم چېرې یم، هېڅ پته یې نه لګېده. لکه یو چا چې حافظه له لاسه ورکړې وي؛ خو بیا هم ځینې خوندورې خاطرې شته چې هېرې به مې نه شي. غواړم یوه یې درته ووایم: یو وخت په تور بازار کې یوې سوداګرې په اورګاډي کې له توکیو څخه درې یا څلور ساعته لرې یوه کوچني ښار ته یووړم. تر هغې پورې د تور بازار د تجارانو ترمنځ ډېر لاس په لاس شوی وم، ما ته اېسېده چې ښځې د سړیو په نسبت له ما دوه چنده ښه ګټه اخلي؛ خو د یوې ښځې حرص د سړي د حرص په نسبت ډېر مردار حرص دی.

کومې ښځې چې واړه ښار ته راوړی وم، یوه سړي ته چې د شان او دبدبې پرې تمامه وه، یو بوتل بیر ورکړی و او زه يې په بدل کې ترې اخیستی وم. وروسته موږ په همدې همسایه ښار کې د شراب اخیستلو لپاره وګرځېدو. په تور بازار کې د یوه بوتل شراب بیه پنځوس یا شپېته ینه وه؛ خو دې ښځې په نرمو خبرو، پټو غوښتنو او کله کله په نازکو خنداوو دومره ټینګار وکړ چې بالاخره یې زما په بدل کې څلور بوتله شراب واخیستل، بیا یې هغه څلورواړه بوتله کور ته یووړل. په دې توګه د تور بازار ښځې د یوه بوتل بیر په بدل کې څلور بوتله شراب واخیستل.

هغې غوښتل له دغو شرابو سره یو څه اوبه ګډې کړي او ښايي د بیرو شل بوتلونه ترې ډک کړي. د ښځې حرص ته سړی نه شي رسېدای. د دې ښځې په مخ د موسکا او خندا ذره نښه نه ښکارېده. هغې په یوې بدمرغې دنیا کې ژوند کاوه او په ځړېدلو شونډو بېرته هماغې دنیا ته ستنېده.

د شرابو د تور بازار په یوه لوی صندوق کې واچول شوم او ناڅاپه خوب راغی؛ خو له صندوقه بېرته را وایستل شوم. دا پېره یوه څلوېښت کلن قوماندان چې د سوداګر ملګری ښکارېده، سوداګر ته يې زما په بدل کې د هومرس[11] په نامه سل دانې ځانګړي نظامي سیګرټ ورکړل (البته د سلو دانو خبره قوماندان وکړه، کله چې سوداګر سیګرټ وشمېرل، شپږاتیا دانې و، قوماندان ته يې په غوسه وویل: د حرامي زو).

راځئ، وبه منو چې زه د سلو دانو سیګرټو د یوه پاکټ په بدل کې ورکړل شوی یم. قوماندان په بې پروايۍ د پتلون جېب ته کړم او په هماغه شپه د ښار په څنډه کې د یوه چټل واړه رسټورانټ دویم منزل ته لاړو. قوماندان د برانډي په نامه ښه پرېمانه شراب وڅښل، دومره يې وڅښل چې غرق نشه شو او بیا يې په بې رحمۍ په کوربنې خوله پرې کړه: «د ګیدړې غوندې مخ دې نیولی (هغه د ګیدړې کلمه په عجیب انداز ادا کوله). اوس ما ته ښه غوږ شه. ګیدړه تېره مخ لري، په پوزه یې بېرتونه دي، دلته په ښي اړخ کې درې او هلته په کيڼ اړخ کې څلور. د ګیدړې تیزونه بیا بله ټوکه ده. د زېړ لوګي په څېر ترې وځي. که يې سپی بوی کړي، سربداله کوي يې او بالاخره په ځمکه غورځي. دروغ نه وایم، ستا مخ هم تک زېړ دی، ډېر بد زېړ. تيز به دې هم زېړ وي. اه، دا بوی د څه شي شو، تیز دې واچاوه؟ همدا اوس دې واچاوه، ډېره بې ادبي دې وکړه. پوهېږې، د یوه عسکر مخکې باید هېڅکله تيز وانه چوې. زه په دې شیونو کې ډېر حساس یم. زما مخې ته ان ګیدړې هم تیزونه نه کوي.»

هغه په همدې توګه هغه ښځه ښه سپکه کړه. کله چې له لاندې منزل څخه د یوه ماشوم ژړا واورېدل شوه، نو قوماندان بیا د شکایتونو سلسله جاري کړه: «دا چغن ماشوم، ټول موډ يې راخراب کړ. ژړا یې زما په مغزو راننوځي. دا ستا ماشوم دی؟ عجیبه ده، بچی د یوې ګیدړې خو ژړا يې د انسان؟ له ځانه نه شرمېږې؟ ماشوم لرې او بیا هم دا ډول کار کوې؟ خودخواه ښځې. جاپان ستاسې غوندې د خودخواه ښځو له وجې، چې نه پوهېږي، څه باید وکړي، په مشکلاتو کې دی. ته کاملاً کمعقله یې. څه فکر کوې، جاپان به جنګ وګټي؟ ته بېخي ناپوهه يې. دا جنګ بېخي ارزښت نه لري، ګیدړې او سپي تاوېږي او په ځمکه غورځي. موږ به یې اخر څنګه وګټو. زه هر ماښام همدا کوم، شراب څښم او له ښځو سره لوبې کوم. دا څه بد کار دی؟»

ښځې چې رنګ يې الوتی و، ځواب ورکړ: «خود بد کار دي.»

هغې زیاته کړه: «په ګیدړې کې عیب نشته، که ګیدړې دې نه خوښېږي، مه راځه. نن سبا په جاپان کې، ستا په څېر کسان راځي، شراب څښي او ښځې ځوروي. ستا معاش له کومه کېږي؟ یوه شېبه فکر وکړه. زموږ د معاش نیمايي د کور مشرې جېب ته ځي، هماغه مشرانې بیا ستاسې جېبونه ډکوي. په همدې خاطر موږ مجبور یو دلته په رسټورانټونو کې تاسې ته له شرابو پیالې ډکې کړو. ما ته سپکې سپورې مه وایه. موږ ښځې یو او همدا موږ یو چې ماشومان پالو. تاسې ته یې څه غم، د ماشومانو پالنه څومره سخت کار دی، تاسې نه پوهېږئ. اوس زموږ په سینو کې یو څاڅکی شیدې هم نشته، وچې دي، ان ماشومان يې هم نه شي رودلی. هو، دا د ګیدړې بچی دی، پوزه یې اوږده ده، مخ يې ګونځې او ټوله ورځ په ژړا تېروي، غواړې ويې ګورې؟ یا که موږ په یوازې ځان د خپلو ماشومانو پالنه وکړو؟ ته اوس ووایه، زموږ لپاره څه کوې؟»

په هماغه ساعت د خطر زنګ ووهل شو او هرې خوا ته د چاودنو غږونه پورته شول. د بمبارۍ اشنا درز – دروز زور واخیست او د کوټې کاغذي دراوازه تکه سره شوه. قوماندان ودرېد، چیغې يې کړې: «همدا دی، بالاخره راغلل.» خو برانډي شرابو خپل اثر کړی و، قوماندان په ډېر سختي درېدلی و، زنګېده.

کوربنه د سترګو په رپ کې لاندې منزل ته ښکته شوه، ماشوم يې په شا کړ، قوماندان ته راغله: «پاڅه، باید لاړ شو، دا ځای خطرناک دی.»

قوماندان لکه بوټۍ غوښه، په ځمکه پروت و. هغې له شا ونیوه، زینو ته یې ښکته کړ، بوټونه یې ور واغوستل او بیا یې له لاسه ونیو او غوښتل يې نږدې معبد ته یې بوځي.

قوماندان ځان په ځمکه وغورځاوه او له اسمانه راروانو چاودنو ته یې کنځاوې کولې. ورو د اور لمبې د باران په څېر راپرېوتې او معبد خوله واخیسته.

هغې بیا زارۍ وکړې او ورته ويې ویل: «زارۍ درته کوم، راځه له دې ځایه ووځو. که دلې پاتې شو، وچ ناحقه به ووژل شو. باید حرکت وکړو، راځه.»

[هغه وخت زما (سلګون ین) ذهن کې وګرځېده چې) دا نرۍ، خړ مخې ښځې چې تر ټولو بې ارزښته کار يې کاوه، زما په بدمرغه کې ژوند کې د عظمت او انسانیت روښانه بېلګه ده. هی شهوته ورک شه! هی غروره ورک شه! جاپان تاسې دواړو تباه و برباد کړ! خو د بار[12] دې کوربنې نه حرص لاره، نه هم کوم تظاهر. هغې یوازې یو ډوب نشه پېرېدونکی چې مخامخ يې ناست و، ژغوره. هغې قوماندان په خپل ټول زور اوچت کړ، له تخرګونو يې ونیوه او د نږدې کروندو په لور یې کش کړ؛ خو کله چې کروندو ته ورسېدو، له معبده د لمبو سیند تاو شوی و.

هغې قوماندان داسې یوې کروندې ته کش کړ، چې تازه تازه ترې غنم رېبل شوي و او د یوې خاورینې پولې سیوري ته يې ورساوه، چې ویده شي. هغه يې تر څنګ کېناسته او ژوره ساه يې اخیسته. د قوماندان لا دمخه خراری خوت.

هغه ماښام د کوچني ښار یوه څنډه د اور خوراک شوه. سهار چې شو، قوماندان سترګې وغړولې، ودرېد. شاوخوا يې اورونو ته وکتل، بیا یې ښځه ولیده چې تر څنګ يې ویده ده. ناڅاپه وېرې واخیست، پنځه شپږ ګامه يې اوچت کړل، غوښتل يې وتښتي، خو بېرته راتاو شو. د خپلې کورتۍ له جېبه يې زما پنځه نور ملګري (سلګونونه) واخیستل او زه یې هم د پتلون له جېبه را وباسلم، ټولټال شپږ سلګونان ورسره برابر شول. هغه موږ تاو کړو او د ماشوم په سیزني کې یې تخته کړو. بیا یې منډه کړه او او وتښتېد. ما هغه وخت ځان ډېر نېکمرغه وباله. که موږ کاغذي پیسې په دې شکل له نورو سره په مرسته کې کارېدلې شوای، څومره به خوشال وای.

هغه وخت د ماشوم شاه وچه او ډېره نرۍ وه؛ خو زه او زما پنځه نور ملګري هلته وو.

ما وویل: «دا تر ټولو ښه ځای دی. موږ څومره بختور یو، غواړم همېشه او همېشه د ماشوم د شا په تخته پاتې شم. غواړم هغه تود وساتم او ویې ساتم.»

زما دې خبرې نورو سلګونانو ته هم خوند ورکړ او «ښه» يې وکړه.

[1] پښتو متن کې بانکنوټ استفاده شوی، ځکه خو افغال او ضمایر د مذکر اسم له مخې ورته ګردان شوي.

[2] Yen

[3] Kamidana

[4] kimonos

[5] Seto Inland Sea

[6] Shikoku

[7] Kyushu

[8] Tokyo

[9] Nihombashi

[10] Ginza

[11] homares

[12] bar

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...