Homeخبرونهټرمپ: پر ایران اقتصادي بندیزونه تر پراخ پوځي برید غوره دی

ټرمپ: پر ایران اقتصادي بندیزونه تر پراخ پوځي برید غوره دی

تاند ( دوشنبه د اسد/زمري ۱۹مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، په اوسنیو شرایطو کې پر ایران د اقتصادي فشار زیاتول، د پراخ پوځي برید له ترسره کولو غوره ګڼي.

ټرمپ له «آکسیوس» سره په یوه مرکه کې ویلي چې امریکا د ایران وضعیت له نږدې څاري او د تهران او واشنګټن ترمنځ خبرې، که څه هم محدودې دي، لا هم دوام لري.

هغه د ایران اقتصادي ستونزو ته په اشارې ویلي چې، دغه هېواد له لوړ انفلاسیون او د مالي سرچینو له کمښت سره مخ دی.

ټرمپ همداراز ادعا کړې چې د امریکا فشارونو، د سمندري محدودیتونو په ګډون، د ایران اقتصادي ستونزې لا زیاتې کړې دي.

د امریکا ولسمشر د ایران سره د خبرو د دوام په اړه هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي چې باور لري دغه خبرې په پای کې ښايي یوې پایلې ته ورسېږي.

ټرمپ اوسنی وضعیت د شطرنج له لوبې سره تشبیه کړی او ویلي یې دي چې امریکا خپل راتلونکی ګام ارزوي.

د ټرمپ څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ایران، امریکا او عمان ترمنځ د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ په اړه خبرې لا هم وروستۍ هوکړې ته نه دي رسېدلي.

ټاکل شوې وه چې دا هوکړه څو ورځې وړاندې اعلان شي، خو خبرې ځنډول شوې دي او تر اوسه د هغې د وروستۍ کېدو لپاره مشخص وخت نه دی اعلان شوی.

ټرمپ همداراز د تېلو بیې ته اشاره کړې چې په هر بېرل کې له ۷۵ ډالرو لږ څه لوړې کچې ته راټیټه شوې ده.

هغه ویلي چې د تېلو د بیې ټیټېدل کولای شي پر امریکايي خلکو د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو له امله رامنځته شوی اقتصادي فشار تر یوه حده راکم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...