Homeخبرونهپه سرپل ولایت کې د ۳۰ میلیون ډالرو په پانګونه د تېلو...

په سرپل ولایت کې د ۳۰ میلیون ډالرو په پانګونه د تېلو د چاڼځای کار پیل شو

تاند (دوشنبه، د زمريږ اسد ۱۹ م۸) په سرپل ولایت کې د ۳۰ میلیون ډالرو په پانګونې د تېلو چاڼځای، چې د ورځې تر ۶۰۰ ټنه اومه تېل اصفیه کولی شي، پرانیستل شو.

چارواکي وايي، اومه تېل د آمو سیند د تېلو له حوزې، په ځانګړي ډول د قشقري، زمرد سای او انګوټ له زېرمو څخه چاڼځای ته راوړل کېږي او له تصفیې وروسته ډیزل، پټرول او مازوت ترې جوړېږي.

د تصفیه‌ځای د مالي او اداري چارو مسوول حسیب‌الله امیرزی وايي، د کورنیو اومو تېلو کارول د افغانستان د تېلو د کورني تولید د زیاتېدو لپاره مهم ګام دی.

تخنیکي مسوولان وايي، چاڼځای د حکومت د منظور شوو معیارونو له مخې جوړ شوی او د تصفیې ټول بهیرونه له ټاکل شویو تخنیکي معیارونو سره سم ترسره کېږي.

دې چاڼځای له ۱۰۰ څخه زیاتو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده. کارکوونکو د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو هرکلی کړی او له نورو پانګه‌والو یې غوښتي چې په هېواد کې پانګونه وکړي.

افغانستان هره ورځ د تېلو شاوخوا ۱۰ زره ټنه محصولاتو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې د آمو سیند له حوزې څخه اوس مهال هره ورځ شاوخوا ۱،۳۰۰ ټنه اومه تېل استخراجېږي. چارواکي باور لري چې د کورنیو چاڼځایونو پراختیا به د هېواد د سون‌توکو د اړتیا یوه برخه پوره او پر وارداتو اتکا کمه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...