تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۱۹ مه) د یوې نوې علمي څېړنې د معلوماتو له شننې څخه څرګنده شوې چې د خوړو پر مهال د اوبو څښل ښايي خلک د لږ نه، بلکې د ډېر خوراک کولو ته وهڅوي.
د امریکا د کارنیل پوهنتون او پین سټېټ پوهنتون څېړونکو د ۸۶ بالغو کسانو د دوو جلا تجربو معلومات وڅېړل، څو د خوړو پر مهال د اوبو څښلو عادت او د خوړو د خوړلو اندازې ترمنځ اړیکه وارزوي.
د څېړنې پر مهال ګډونوالو ته د «بیف چيلي» یا «چرګ ټکه مساله» له خوړو څخه یو انتخاب د اوبو ترڅنګ ورکړل شو او اجازه ورکړل شوه چې هر څومره یې زړه غواړي، هماغومره خواړه وخوري. د هغوی د خوړو بهیر په ویډیو کې ثبت شو، ترڅو څېړونکي وکولای شي د اوبو د څښلو طریقه او اندازه په دقیق ډول وارزوي.
څېړونکو د ګډونوالو د اوبو د غوړپونو شمېر، د هر غوړپ اندازه، د اوبو د څښلو چټکتیا او دا هم وڅېړل چې هغوی څو ځله د خوړو د مړۍ او د اوبو د غوړپ ترمنځ بدلون کړی دی.
د Appetite په علمي مجله کې خپره شوې دې څېړنې ښودلې چې هغو کسانو چې ډېرې اوبه یې څښلې، په اوسط ډول یې هم ډېر خواړه خوړلي دي. همدارنګه، هغه کسان چې د خوړو د مړۍ او د اوبو د غوړپ ترمنځ یې ډېر ځله نوبت بدل کړی، هغوی هم د نورو په پرتله زیات خوراک کړی دی.
د څېړنې له مخې، د هر اضافي ۱۰۰ ګرامه اوبو په څښلو سره ګډونوالو په اوسط ډول ۳۹ ګرامه نور خواړه هم خوړلي، چې نږدې ۴۹ اضافي کالورۍ جوړوي. سربېره پر دې، د مړۍ او غوړپ ترمنځ د هر اضافي بدلون په بدل کې ګډونوالو په اوسط ډول ۴.۴ ګرامه نور خواړه خوړلي دي.
څېړونکي باور لري چې د اوبو او خوړو ترمنځ پرلهپسې بدلون د مړښت طبیعي احساس ځنډوي. په عادي ډول، کله چې یو څوک یو ډول خواړه پرلهپسې خوري، د هغو د خوند او جذابیت احساس ورو ورو کمېږي، خو د اوبو څښل ښايي دغه احساس بېرته تازه کړي او خواړه د اوږدې مودې لپاره خوندور وساتي.
د دې څېړنې مخکښې لیکوالې او د کارنیل پوهنتون د تغذیې علومو مرستیالې پروفیسورې ډاکټر پېج کننګهم ویلي، د خوړو پر مهال پرلهپسې اوبه څښل د خوړو خوند بېرته راژوندی کوي، له همدې امله خلک د اوږدې مودې لپاره خوراک ته دوام ورکوي.
څېړونکي وايي، که څه هم ډېری وخت سپارښتنه کېږي چې اوبه د معدې د ډکېدو احساس زیاتوي، خو اوبه له معدې څخه په چټکۍ وځي او ښايي د اوږدې مودې لپاره د مړښت احساس رامنځته نه کړي. برعکس، اوبه د خوړو تېرول اسانه کوي، خوله له وچېدو ساتي او د خوړو خوند د اوږدې مودې لپاره ساتي، چې دا ټول عوامل د ډېر خوراک سبب کېدای شي.
سره له دې، ساینسپوهانو ټینګار کړی چې دا څېړنه په نسبتاً محدود شمېر کسانو ترسره شوې، نو د دې پایلې د هر ډول خوړو او هر حالت لپاره په بشپړ ډول نه شي تعمیمېدای او لا نورو پراخو څېړنو ته اړتیا شته.