Homeخبرونهد افغانستان او آیرلنډ د کرکټ د ملي لوبډلو درېیمه یو ورځینۍ...

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ د ملي لوبډلو درېیمه یو ورځینۍ سیالي

تاند (دوشنبه، د زمريږ اسد ۱۹ مه) د آیرلنډ په کوربه توب د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ د پنځو یو ورځنیو سیالیو په دوام کې نن دواړه لوبډلې په درېیمه پنځوس اوره سیالي کې مخامخ کېږي.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ لومړۍ سیالي د باران د اورېدو له کبله لغوه شوه خو د جمعې په ورځ دوهمه سیالي د افغانستان لوبډلې د ۹۲ منډو په توپیر وګټله.

د افغانستان لپاره راشد خان د سیالې لوبډلې ۶ لوبغاړي وسوځول او تر ټولو ډېرې منډې: یعني 84 ابراهیم ځدراڼ وکړې.

دې بري د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ د ۲۰۲۷ نړیوال جام ته بریالۍ کړه. افغانستان دې جام ته د کوالیفای کېدو لپاره یوازې یوه بري ته اړتیا لرله.

د آیرلنډ په کوربه توب د دې سیالیو درېیمه لوبه نن د افغانستان په وخت د ماسپښین په پنځلس باندې دوه بجې پیلېږي.

تمه ده چې باران د لوبې خنډ نه شي ځکه چې د افغانستان لوبډله هسي هم د نورو هیوادونو له لوبډلو سره د سیالیو ډېر لږ چانس مومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

اسدالله غيرت سریزه د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص‌یار هغه فکري، ټولنیز او تحلیلي اثر دی چې د انسان او ټولنې د...