د کرزي د حکومت په لومړيو کې چې په افغانستان کې د قهرمان بازۍ باد رالوتی و او د هرې ډلې خپل اتل و، کله به دې قهرمان بازۍ قومي رنګ هم واخيست. په دې دوړو کې به خلکو د خپل زړه ايډيالوژيک بړاس هم وايست او د مقابل لوري قهرمان به يې په جنګي جنايتونو ککړ وباله؛ خو خپل به ورته سپينه پرښته ښکارېده.
په دې تاويلو ماويلو کې يوه ځانګړې بېلګه د وردګو د يوه اوسېدونکې وه. دی د کابل ښار د پينځمې حوزې شاته په نيازبېګ کې اوسېده. هغه وخت په کابل کې دومره هجوم نه و، نوې ابادۍ جوړې شوې وې، دا د څلور اتيا، پينځه اتيا کال خبره ده. دې سړي دوه منزله کور جوړ کړی و او د کور په بهرني دېوال يې د استاد حبيب الله رفيع غټ عکس لګولی و، پر عکس يې غټ غټ دا عبارت ليکلی و: “ملي قهرمان استاد حبيب الله رفيع”. هغه وخت به په زياترو تلوېزيوني يا راديويي بحثونو کې استاد رفيع و؛ نو خلک يې له څېرې او نامه سره اشنا وو.
خو هغه وخت چې پر قهرمانانو قومي او جنګي رنګ غالب و او اتلان يوازې جګړه مار ګڼل کېدل، پر هغه کور د استاد رفيع عکس ظاهرا عجب متناقض حالت پيدا کړی و، نندارچيانو به چې په لار تېرېدل او د استاد رفيع پر عکس به يې سترګې ولګېد، د کور د څښتن پر سادتوب يې يوه لنډه موسکا وکړه، ځکه چې د جګړه مارو قهرمانانو ترمنځ د استاد رفيع قهرماني داسې ښکارېده لکه انسان چې په ځنګله د لېوانو ترمنځ راګېر وي.
موږ چې په تاريخونو کې جنګيالي د قهرمانانو په توګه لوستي، دا راته عجبه ښکاري، چې يو ليکوال دې قهرمان وبلل شي، ځکه زموږ تاريخ تر اهل قلم پر اهل شمشېر حساب ډېر کوي او قهرمان يې بولي؛ نو له فرهنګ نه انحراف که جدي نه وي، طنز پيدا کوي. په افغاني فرهنګ کې د استاد رفيع غوندې اهل قلم انسان ته قهرمان ويل هغه وخت عجب ښکارېده، ښايي د کور څښتنو د هغه وخت فرهنګ او د خلکو غبرګون حس کړی و، چې څه وخت وروسته د کور دېوال له عکسه خالي و.
خو وروسته وروسته چې موږ پوهېدو، د کور د څښتن ځيرکۍ ته متوجه کېدو او په دې پوهېدو، چې د يوې جغرافيې او ټولنې وګړيو ته لوری اهل قلم ورکوي، د تاريخ په اوږدو کې د اهل قلمو په رامنځته کړيو شرايطو کې بيا يوه تورزن پيدا شي او هغه برنامه پر مخ يوسي. که اهل قلم مهم نه وای، مستبدو نظامونو به پر قلم بنديز نه لګاوه، سقراط به د زهرو جام په سر نه رااړاوه او که د ارستو ښوونه نه وای، ګومان مې نشي، چې مقدوني سکندر دې دومره دنيا نيولې وای.
د انسانيت په تاريخ يوازنی څيز علم دی، چې بشر يې له ډبر پېره ماډرن مهال ته راايستی او د انسان په فکري او مادي بڼه کې يې ډېر بدلون راوستی؛ خو علم پخپله نه رامنځته کېږي، بلکې د عالم په برکت رامنځته کېږي او وخت په وخت پکې بدلون راځي. هر عالم يوه څېړنه کوي، يوه نظريه رامنځته کوي، بل يې ځينې ټکي مني، ځينې يې ردوي او په دې ډول د علم له بدلون سره په ټولنه کې هم بدلون راځي. ديني پوهه د انسان عقيده راسخوي، فلسفه يې فکري لوری، ساينس يې مادي ژوند وربدلوي او هنر يې ښکلاييز ذوق ته پام کوي.
د استاد رفيع کتابونه ما د ښوونځي له وخته لوستل؛ خو ليده کاته مې ورسره لومړی وار په کليد مجله کې وشول، هغه وخت زه محصل وم، نو د خبرو ډېر مجال نه و، بل ځل له مرحوم ډاکټر صاحب راج ولي شاه خټګ سره زموږ کور ته راغی، ما ورته خپل يو طنز ووايه او زه يې د استاد شفيق وردک په وساطت وپېژندلم. بيا مو سره ډېر ليده کاته وشول، څو کاله مخکې کوټې ته د يوه علمي سيمينار لپاره په لاره ملګري وو او د استاد له عالمانه خبرو او مزاح نه مې خوند واخيست.
که يو عالم خپل قهرمان کړو، د مدنيت په لور به مو ګام اخيستی وي؛ خو که پر فکر يې ځان پوه نه کړو؛ نو په اصل کې زموږ قهرماني مازې قومي، ملي يا فردي جذبه ده، چې اشباع کول يې غواړو. شريعتي د حضرت علی رض په اړه يو کتاب لري. په دې کتاب کې د حضرت علي پر فکري تبحر غږېږي، وايي، چې د حضرت علي پينځه ويشت کلنه تنهايي له دې امله نه وه، چې ده ته اقتدار نه و رسېدلی، بلکې د ده فکري الوت دومره لوړ و، چې اورېدونکي يې نه درلودل. د شريعتي موخه دا ده، چې څوک چې حضرت علي رض خپل اتل بولي، مازي چغې وهي، د ده پر فکر ځان نه پوه کوي. د شريعتي دا خبره د بل هر هغه اتل په اړه سمه ده، چې له فکر او علم سره يې کار وي. هغه خلک چې د خپل اتل په اړه احساساتي وي، په اصل کې د هغه په اړه ډېر معلومات نه لري. څوک چې د خپل اتل له فکر سره اشنا نه وي، د هغه پر نيمګړتياوو هم پوهېږي او دا په ده کې اعتدال او زغم پيدا کوي.
د استاد رفيع په اړه زموږ زياتره خبرې په لومړي ډول کې راځي، زموږ کم خلک د ده له کارونو سره اشنا دي، بلکې دا فرهنګ په افغانستان کې عام دی، چې د خپلو مشاهيرو په اړه علمي خبرې ډېرې نشو کولای او زياتره خبرې مو له احساساتو ډکې وي. له استاد رفيع او افغاني فرهنګ سره به ښېګڼه دا وي، چې د ده آثار مطالعه وکړو او په اړه يې خپل نظر وړاندې کړو.
استاد رفيع لکه زموږ د پخوانو ستورو رسمي زده کړې ډېرې نه دي کړي؛ خو له يوې خوا د ده خپله وړتيا او شوق او له بلې خوا د استاد حبيبي غوندې عالمانو ناستې پاستې او د هغه وخت زورور فرهنګي چاپېريال دا مرغلره وځلوله؛ خو جنګونو له موږ نه په اخيستو مهمو ارزښتونو کې يو دا فرهنګي شرايط او د څېړونکو د جذبه ده.
د استاد لومړني کارونه په ولسي ادبياتو پورې محدود وو. زموږ پخوانو شاعرانو ولسي ادبياتو او ولسي پوهې ته د عوامو او بېسوادو د خبرو په سترګه کتل او چندان اهميت يې نه ورکاوه، په لومړي ځل ختيځپوهان او هغه هم د سياسي استعماري موخو لپاره پر ولسي اديباتو خبرې وکړې او د ولسي ادبياتو په اړه يې منفي ذهنيت بدل کړ. استاد رفيع پښتو ولسي ادبياتو او فوکلور ته له مثبتې زاويې وکتل، فوکلور يې د علم مور وبلله او پر همدې بنسټ يې په ولسي ادبياتو کې نوې ډلبندۍ وکړې، چې ورپسي څېړونکو تکرار کړې.
د استاد دويم ډول کار د پخوانيو ادبياتو په اړه څېړنې او د پخوانيو آثارو بيا تدوين و. په دې لړ کې هم استاد اهل نظر راغلی، د ډېرو پخوانو بهرنيو او داخلي څېړونکو تېروتنې يې ورسمې کړې دي او له نويو زاويو يې کار کړی، پر روښانيانو، خوشحال او کورنۍ د استاد کار زموږ د ادبياتو مهمه پانګه ده.
درييم ډول کار د استاد رفيع د سياسي فکر او تاريخ اړوند دی. استاد په دې برخه کې هم خپل مشاهير پاللي او د افغانستان په تاريخ يې ګټورې خبرې کړې دي. پر دې سربېره استاد شاعري هم کړې او د پښتو ژبې او املا پر تاريخ يې هم د ژبپالنې او ژبساتنې غوندي آثار ليکلي؛ خو د حجم له پلوه يې هغه دوه ډوله کار تر نورو ډېر دي.
د استاد ټول څېړنيز کارونه دوه ځانګړنې لري: يو دا چې استاد هڅه کړې، چې په تاريخ کې د استاد حبيبي غوندې نوي معلومات پيدا کړي او نوې خبرې وکړي، زنځيرۍ، مخزن الاسرار او د خوشحال په لاس ليکلی دېوان يې ښې بېلګي دي. دويم دا چې استاد خپل ټول علمي کارونه په ملي محور څرخوي. دا دواړه ځانګړنې د استاد په ټولو کارونو کې ليدلای شو. استاد که پر ولسي ادبياتو غږېږي، که پر پخوانو شاعرانو يا سياست غږېږي، هر څه ته د افغانستان له زاويې ګوري. استاد د هجرت په ديار کې هغه وخت هم د ملي فکر ډيوه بله ساتلې وه، چې ملي خلک ترور کېدل او بيا يې د جمهوريت په لومړيو کې هم، چې په ملي تاريخ، ارزښت او فکر پورې د ځينو خلکو خندنۍ فېشن ګرځېدلې وې.
د استاد پر کارونو خبرې کول ډېر اسانه دي. چې څو آثار يې ولولې، له واره د پوهېدو کيلۍ درکوي او دا د يوه ښه عالم ځانګړنه ده. علم چې څومره ساده وي، هغومره يې زده کړه اسانه وي. د استاد رفيع د څېړنو ژبه ساده؛ خو له نويو خبرو ډکه ده.