Homeخبرونهله څو ورځو راهیسي د خوست په اسمان کې د پاکستان بې...

له څو ورځو راهیسي د خوست په اسمان کې د پاکستان بې پېلوټه الوتکې ګرځي

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) ځايي سرچینې او د خوست د امنیه قوماندانۍ سرچینې وايي، په وروستیو ورځو کې د خوست ولایت په فضا کې د پاکستان بې پېلوټه الوتکې ګزمې کوي.

د ځايي سرچینو په وینا، دغه ډرونونه له څو ورځو راهیسې د ورځې او شپې له خوا د خوست ښار او د دغه ولایت د ځینو ولسوالیو پر سر الوتنې کوي.

سرچینې وايي، ډرونونه د ورځې په لوړه ارتفاع او د شپې په ټیټه ارتفاع کې الوتنې کوي او افغان امنیتي ځواکونو په ځینو مواردو کې پرې ډزې هم کړې دي.

د خوست د پولیسو قوماندانۍ هم تر دې مخکې په یوه خبرتیا کې ویلي و چې پاکستاني ډرونونه د دغه ولایت په فضا کې ګرځي او د دې قوماندانۍ اړوندو ځواکونو پرې ډزې کړې دي.

افغان امنیتي چارواکو له ځايي اوسېدونکو غوښتي چې د ډزو د غږونو له اورېدو اندېښنه ونه کړي، ځکه د دوی په وینا، دغه ډزې د ډرونونو پر لوري کېږي.

تېره اوونۍ پاکستاني جنګي الوتکو په دوو جلا بریدونو کې د افغانستان په جنوب او ختیځ کې د کندهار، خوست، پکتیکا، کونړ او پکتیا ځینې سیمې بمباري کړې.

کندهار ښار د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د مېشتېدو ځای بلل کېږي. ویل کېږي چې د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر اړوند یو کمپلکس هم په دغو هوايي بریدونو کې په نښه شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...