تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې، سيایاې، هغه روسي څرخکه بېرته ترمیم کړې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو ۱۵ ورځې وروسته یې د دې ادارې لومړنی اووه کسیز ټیم افغانستان ته ولېږداوه.
د «ډیفنس بلاګ» د راپور له مخې، دا څرخکه د JAWBREAKER په نوم د سيایاې ټیم غړي د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۲۶مه د پنجشېر درې ته ورسول. ټیم له ځان سره میلیونونه ډالر نغدې پیسې هم وړې وې، چې د القاعدې او طالبانو پر ضد په راتلونکو عملیاتو کې د شمال ټلوالې له ځواکونو سره مرسته وکړي.
سيایاې دغه څرخکه د Mi-17 په نوم یادوي، خو د ادارې یوه پخواني مامور ویلي چې په اصل کې دا Mi-8MTV ده. دواړه روسي هیلي کوپترونه دي. څرخکه له ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې د سيایاې په واک کې وه او د افغانستان په لوړو غرنیو سیمو کې د الوتنې لپاره هم کارول شوې ده.
دې څرخکې تر ۲۰۱۲ کال پورې په افغانستان کې تر ۳۰۰ ډېر ماموریتونه ترسره کړل او په ۲۰۱۸ کال کې د سيایاې مرکزي دفتر ته ولېږدول شوه. د څو کلونو لپاره د هوا له اغېزو وروسته، په تېر یو کال کې بېرته ورغول شوه او د ۲۰۰۱ کال بڼه او رنګونه ورکړل شول.
د څرخکې پر دواړو خواوو د «607» شمېره هم بېرته رسم شوې، چې د هغه افغان پیلوټ د اړیکې نښه وه چې افغانستان ته د لومړي ماموریت پر مهال یې څرخکه چلوله. دا څرخکه اوس د امریکا د سيایاې د مرکزي دفتر په انګړ کې نندارې ته اېښودل شوې ده.
هغه پټه لومړنۍ امریکايي ډله چې له میلیونونو ډالرو سره پنجشېر ته ورسېده
https://taand.net/?p=275427