د سپټمبر له پېښې یوازې ۱۵ ورځې وروسته؛ یوه روسۍ چورلکه او د «سيایاې» د پټو عملیاتو پیل
راټولونه او لیکنه: نجیبپاڅون
د سپټمبر د ۱۱مې پېښې او له هغې وروسته د امریکا د جګړې ناوړه اغېزې؛ تر نن ورځې پورې د افغانستان په سیاست، امنیت، اقتصاد او ټولنه کې لیدل کېږي.
خو د دې اوږدې جګړې د پیل کیسه یوازې له هغه ځایه نه پیلېږي چې امریکايي پوځونه په پراخه کچه افغانستان ته دننه شول.
د هغې تر شا، له کابل څخه زرګونه کیلومټره لرې، د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې یوه وړه او پټه ډله لا له وړاندې افغانستان ته د ننوتلو لپاره چمتو شوې وه.
د سپټمبر له پېښې یوازې پنځلس ورځې وروسته؛ یعنې د دې میاشتې په ۲۶مه یوه روسۍ جوړه شوې، خو د «سيایاې» له خوا ځانګړې شوې چورلکه د تاجکستان له دوشنبې څخه راپورته او د هندوکش له نږدې پنځلس زره فوټه لوړې لارې واوښته او پنجشېر کې ښکته شوه.
له چورلکې څخه هغه کسان راکوز شول چې د افغانستان په راتلونکو شلو کلونو کې یې د امریکا د جګړې د لومړنیو پټو عملیاتو مهمه برخه پر مخ وړله.
دا د «جاوبریکر» په نوم د عملیاتو پیل و.
له دوی سره یوه کوچنۍ استخباراتي ډله، مخابراتي وسایل، وسلې، مهمات او یو دروند بکس و؛ په هغه بکس کې درې میلیونه ډالر نغدې پیسې پرتې وې.
*** د سپټمبر ۱۱ له برید یوه ورځ وروسته د جګړې طرحه
د افغانستان موضوع د امریکا لپاره له سپټمبر ۱۱ مې وروسته نوې نه وه.
سيایاې له کلونو راهیسې په افغانستان کې استخباراتي شبکې لرلې، له شوروي جګړې وروسته یې له افغان مجاهدینو «اشرارو» سره پراخې او ژورې اړیکې ساتلې وې او په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې له شمالي ټلوالې او د هغې له مشرانو سره هم اړیکې جوړې کړې وې.
همدا پخوانۍ اړیکې وروسته د امریکا لپاره د افغانستان تر ټولو مهمو برخو شوې.
د سيایاې مشر «جورج ټنېټ» د سپټمبر له بریدونو یوازې یوه ورځ وروسته، د سپټمبر په ۱۲مه، د افغانستان لپاره د «سيایاې» د پټو پارا-پوځي ډلو د استولو پر طرحه کار پیل کړی و، د امریکا موخه یوازې د القاعدې غړي موندل نه وو؛ د پلان بله برخه دا وه چې د طالبانو پر ضد د افغانستان دننه موجود مخالف ځواکونه د امریکا له راتلونکو پوځي عملیاتو سره وتړل شي.
خو د دې کار لپاره داسې کس ته اړتیا وه چې افغانستان وپېژني، افغان مشران وپېژني، ژبې یې زده وي او د پټو عملیاتو تجربه ولري.
هغه کس « ګري شروین» و، هغه افسر چې د تقاعد لپاره یې بکس تړلی و.
شروین د سيایاې عادي مامور نه و هغه د امریکا د استخباراتي ادارې په پټو عملیاتو کې یې شاوخوا ۳۲ کاله تېر کړي وو، په ۱۹۷۰مو کلونو کې یې په تهران او اسلاماباد کې د پټو استخباراتي افسر په توګه کار کړی و، په ۱۹۸۰مو کې یې په دوبۍ کې د «سيایاې» د مرکز مشري کړې وه او وروسته د کابل د استخباراتي مرکز مشر شوی هم و؛ هغه مهال چې په کابل کې د امریکا سفارت وتړل شو، سيایاې د افغانستان چارې یې له اسلاماباده پر مخ وړلې.
شروین له ۱۹۹۶ تر ۱۹۹۹ پورې په اسلاماباد کې د «سيایاې» د مرکز مشر و او له افغانستان او د شمالي ټلوالې له مشرانو سره یې پخوانۍ اړیکې لرلې، نوموړي په پښتو او دري هم روانې خبرې کولې.
د سپټمبر په ۱۱مه شروین د تقاعد په درشل کې و؛ خو څلور ورځې وروسته د سيایاې د ترهګرۍ ضد مرکز مشر «کوفر بلیک» ورته زنګ وواهه.
د هغه پیغام ساده و؛ افغانستان ته یو ټیم باید سمدستي ولېږل شي، او شروین د دې کار لپاره مناسب کس دی.
په دې توګه هغه څوک چې باید له سيایاې تقاعد شوی وای، ناڅاپه د افغانستان د راتلونکې جګړې د لومړنیو امریکايي مخکښانو مشر شو.
«جاوبریکر»؛ د شمالي افغانستان پټه اړیکه
د دې ډلې رسمی نوم د افغانستان د شمالي اړیکو ډله او د عمیاتو نوم یې «جاوبریکر» و.
د سيایاې رسمي ثبت له مخې په دې عملیاتو کې د دې استخباراتي ادارې اووه افسران، درې د الوتنې عمله او دوه افغان همکاران شامل وو.
واشنګټن پوسټ د لومړۍ ښکته کېدنې عملیاتي ډله لس تنه بللې، ځکه د الوتنې عمله او د ځمکنۍ ډلې غړي یې په خپل جلا شمېر کې راوستي دي؛ خو د سيایاې رسمي تاریخي ثبت د اصلي ټیم جوړښت اووه افسران، درې هوايي کسان او دوه افغان همکاران ښيي.
د سيایاې د ترهګرۍ ضد مرکز مشر «بلیک» لارښوونه ورته واضحه وه؛ له شمالي ټلوالې سره اړیکه جوړه کړئ، د امریکا د راتلونکو ځواکونو لپاره زمینه برابره کړئ او د القاعدې مشران ومومئ.
د واشنګټن پوسټ د شروین له روایت سره سم، هغه ته د عملیاتو په اړه تر دې هم سخت هدف ورکړل شوی و؛ القاعده پیدا او له منځه یوسئ، اسامه بن لادن ومومئ.
*** هغه روسۍ چورلکه چې امریکایان یې افغانستان ته ورسول
دا روسي جوړه «اېمای ۱۷» چورلکه د امریکا د پوځ یوه عادي چورلکه نه وه؛ سيایاې دا له مخکې اخیستې وه او د پټو عملیاتو لپاره یې چمتو کړې وه.
د چورلکې انتخاب هم عملي دلیل درلود؛ په افغانستان کې له دې ډول الوتکو سره خلک بلد وو او د لوړو، سختو غرنیو سیمو لپاره مناسبه وه.
چورلکه باید د انجمن «لوړې غره ییزې» له شاوخوا ۱۴۵۰۰ فوټه لوړې لارې واوړې، د سيایاې د جان برېنن په رسمي وینا کې دا ارتفاع نږدې ۱۵ زره فوټه ښودل شوې ده، د چورلکې بار هم دروند و؛ وسلې، مهمات، مخابراتي وسایل، د ژوندي پاتې کېدو تجهیزات او نغدې پیسې ورسره وې.
خطر یوازې غرونه نه و، په هغه وخت کې طالبانو لا د افغانستان په ډېرو برخو کې حضور درلود، د واشنګټن پوسټ د روایت له مخې، د ټیم غړي اندېښمن وو چې که د دښمن کومه ډله په غرونو کې د سټینګر توغندي یا د الوتکو ضد وسلې ولري، دغه درنه چورلکه به اسانه هدف شي.
د سيایاې په رسمي روایت کې د سپټمبر ۲۶ د ښکته کېدو وخت شاوخوا ۲:۴۰ بجې سهار ښودل شوی؛ واشنګټن پوسټ بیا د پنجشېر شمال ته د ناستې وخت شاوخوا درې بجې یادوي.
*** تور بکس؛ درې میلیونه ډالر
د شروین تر پښو لاندې یو دروند فلزي بکس و، دننه یې درې میلیونه امریکايي ډالر وو، ټول په ۱۰۰ ډالري نوټونو کې.
د واشنګټن پوسټ په روایت کې شروین ټوکه کوله چې په فلمونو کې چې څوک یو میلیون ډالر په کوچني بکس کې وړي، هغه ریښتیا نه ده؛ ځکه دومره پیسې ډېر ځای نیسي.
خو دا یوازې د عملیاتو د لګښت لپاره پیسې نه وې، په افغانستان کې د پیسو ژبه د جګړې یوه مهمه ژبه وه.
د دې پیسو له لارې خواړه، وسلې، مهمات، د جنګیالیو اړتیاوې، استخباراتي سرچینې او د قوماندانانو د همکارۍ زمینه برابرېدای شوه، تر دې مهمه دا چې امریکا لا په افغانستان کې لوی پوځ نه درلود؛ خو د شمالي ټلوالې جنګیالي، سیمهییز معلومات او د طالبانو پر وړاندې د جګړې تجربه لرله.
نو د واشنګټن لپاره محاسبه ساده وه؛ ولې خپله لسګونه زره سرتېري لومړی راولېږو، کله چې په افغانستان کې له وړاندې داسې ځواک شته چې زموږ په پیسو، استخباراتو او هوايي ملاتړ جګړه کولی شي؟
*** لومړۍ شپه؛ ۵۰۰ زره ډالر پر مېز
چورلکه د کابل شمال ته شاوخوا ۷۰ میله لرې، د شمالي ټلوالې په سیمه کې ښکته شوه.
دوه افغان افسران او نور کسان یې د هرکلي لپاره ولاړ وو، وسایل یې پر یوه لوی موټر کېښودل او نږدې کلي ته ولاړل، د کلي دواړو خواوو ته پوستې جوړې شوې وې، ځکه د شمالي ټلوالي غړي هم پوهېدل چې د امریکايي ټیم حضور باید پټ وساتل شي.
تر ماښامه خوندي مخابراتي اړیکې جوړې شوې، او بیا شروین خپلې لومړنۍ ناستې ته ولاړ.
د شمالي ټلوالې د استخباراتو او امنیتي ادارې مشر «محمد عارف سروري» هغه وپېژاند، سروري له شروین سره مخکې هم لیدلي وو، په ځانګړي ډول د مسعود له شبکې سره د سيایاې د پخوانیو تماسونو له لارې.
شروین پر مېز ۵۰۰ زره ډالر کېښودل، ده ورته وویل؛ خواړه واخلئ، وسلې واخلئ، خپل ځواکونه پیاوړي کړئ، استخباراتي فعالیتونه وکړئ او سرچینو ته پیسې ورکړئ.
د شروبن پیغام یوازې مالي نه و؛ امریکا راغلې ده؛ جدي ده؛ او نورې پیسې هم لري.
*** فهیم او عبدالله ته یو میلیون ډالر
د سپټمبر په ۲۷مه، شروین د شمالي ټلوالې له پوځي مشر محمد فهیم او بهرنیو چارو له مسوول عبدالله عبدالله سره ولیدل.
دا ځل یې پر مېز یو میلیون ډالر ورته کېښودل؛ فهیم ورته ویلي و شاوخوا لس زره جنګیالي لري،؛ خو ډېری یې کمزوري تجهیزاتو څخه برخمن دي.
شروین ورته وویل چې د امریکا ځواکونه به راځي، خو دا چې کله او په کوم شمېر، لا دقیق نه دي.
فهیم بیا تېرې پوښتنه وکړه:
جګړه کله پیلېږي؟ امریکا کله راځي؟
شروین دقیق ځواب نه درلود، خو ډاډ یې ورکړ چې ډېر ژر به څه داسې وویني چې مخکې یې نه وي لیدلي.
وروسته شروین له سيایاې مرکزه ۱۰ میلیونه ډالر نورې نغدې پیسې وغوښتې او ترلاسه یې کړې.
دلته د ۳ او ۱۰ میلیونو ترمنځ توپیر مهم دی، درې میلیونه هغه لومړنۍ نغدې وې چې له ټیم سره پنجشېر ته انتقال شوې؛ لس میلیونه وروسته د عملیاتو د پراخولو لپاره له مرکزه غوښتل شوې وې، همداراز ځینې سرچېنې بیا وايي چې ۷۰ میلیونه ډالر نور هم پنجشیر ته ورسېدل.
*** جابرېکر یوازې د پیسو ډله نه وه
که د جابرېکر کیسه یوازې د نغدو پیسو تر کچې محدوده کړو، د عملیاتو تر ټولو مهم اړخ له لاسه ورکوو.
شروین خپل کسان د شمالي ټلوالې د جبهې پر لور واستول، د تخار په سیمه کې، د کندوز ختیځ ته یې د طالبانو او شمالي ټلوالې د لومړۍ کرښې وضعیت وکوت.
وررته مهال بیا طالبانو خپلې کرښې کلکې کړې وې.
خو شروین یوه بله نتیجه واخیسته؛ که امریکا د طالبانو پر لومړۍ کرښه دروند او دوامدار بمبار وکړي، ښايي د طالبانو دفاع دومره ژر ماته شي چې واشنګټن یې تصور نه کوي.
د اکتوبر په لومړۍ نېټه یې همدې پایلې ته په کتو واشنګټن ته پټ راپور واستاوه.
په سيایاې کې ځینو تجربهکارانو د ده له ارزونې سره مخالفت وکړ، دوی فکر کاوه طالبان به سخت مقاومت وکړي او د امریکا برید به په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو ملاتړي نور هم سره راټول کړي.
خو د سيایاې مشر جورج ټنېټ دغه راپور ولسمشر جورج ډبلیو بوش ته ورساوه.
د بوش ځواب لنډ و:
«زه له دې ډول معلوماتو نور هم غواړم.»
*** د پروان او کاپیسا ګلبهار هوايي ډګر؛ جګړه باید له اسمانه هم اکمال شي
د اکتوبر په ۳مه شروین د شمالي ټلوالې په سیمه کې د یوه هوايي ډګر په لټه کې شو، ټیم د ګلبهار په سیمه کې داسې هوايي ډګر وموند چې برېتانویانو په ۱۹۱۹ کال کې کارولی و.
شروین له عارف سروري وغوښتل چې د هوايي ډګر یوه برخه برابره کړي.
بیا یې ۲۰۰ زره ډالر ورکړل، درې جیپونه یې په ۱۹ زره ډالرو واخیستل او د ټانکر موټر او چورلکې د تېلو لپاره یې ۲۲ زره ډالر ورکړل، د تېلو موټر باید له دوشنبې څخه د غرونو له لارې راوړل شوی وای؛ خو دغه موټر هېڅکله ټیم ته ونه رسېد.
*** د جګړې بله وسله؛ پیسې
د سيایاې د ځانګړو عملیاتو یو مشر چې د «هېنک» په نوم معرفي شوی، هغه بیا یوه بله محاسبه هم وړاندې کړه.
د نوموړي په خبره په افغانستان کې د نغدو پیسو اغېز ډېر و، د لسګونو جنګیالیو د یوه قوماندان د اړولو لپاره ښايي ۵۰ زره ډالر کافي وای؛ د لوی قوماندان او سلګونو کسانو لپاره هم د څو لکو ډالرو معامله ممکنه وه.
په دې توګه، امریکا کولای شول ځینې طالبان له جګړې مخکې په پیسو له جګړې وباسي.
دا د افغانستان د جګړې یوه له تر ټولو پټو وسیلو څخه وه.
د واشنګټن پوسټ په روایت کې وروسته حتی یوه بېلګه راغلې چې د یوه افغان قوماندان د اړولو لپاره ۵۰ زره ډالر وړاندیز شول، هغه د فکر کولو وخت وغوښت؛ امریکايي ځانګړو ځواکونو د هغه د مرکز څنګ ته یو دقیق بم وغورځاوه؛ بله ورځ بیا ورسره اړیکه ونیول شوه او د ۴۰ زره ډالرو وړاندیز یې ومانه، د جګړې او پیسو دا ګډ منطق د طالبانو د دفاعي جوړښت د کمزوري کولو یوه مهمه برخه وه.
*** «یوازې لومړۍ کرښه وولئ»
شروین ولیدل چې طالبان لا هم د لومړۍ کرښې پر سر ولاړ دي او د شمالي ټلوالې مورال کمېږي.
هغه بیا واشنګټن ته پیغام واستاوه او هغوی ته یې وویل؛ که بمبار دوامداره او متمرکز نه شي، شمالي ټلواله به خپل باور له لاسه ورکړي.
د نوموړي په خبره که څو ورځې پرلهپسې سخت بمبار وشي، د طالبانو ځوان جنګیالي ښايي مات شي.
دا دویمه مهم استخباراتي ارزونه وه چې د جګړې پر لوري یې اغېز وکړ.
*** ۱۹ اکتوبر؛ د «ټرېپل نېکل» ډلې راوسېدل
د اکتوبر په ۱۹مه د «جابرېکر» د ماموریت بله مرحله پیل شوه.
د امریکا ځانګړو ځواکونو ټیم « ۵۵۵»، چې «ټرېپل نېکل» هم بلل کېده، افغانستان ته دننه شول.
د شپې شاوخوا ۱۰:۲۰ بجې د جابرېکر ډلې د شمالي په دښته کې د هغوی لپاره د ناستې ځای مشخص کړ.
دوې «پېو لو درې پنځوس» چورلکې ورسېدې، خو د هوا او مسیر د ستونزو له امله له ټاکلي ځایه واوښتې او بېلابېلو نورو ځایونو کې ښکته شوې.
د ځانګړو ځواکونو د ټیم مشري «ډیویډ ډیاز» کوله او شاوخوا ۱۲ کسان ورسره وو.
هر سرتېري نږدې ۳۰۰ پونډه تجهیزات له ځان سره لرل، چې د هدفونو د لیزري نښه کولو وسایل هم پکې شامل وو.
اوس هغه شبکه بشپړه شوه چې جابرېکر یې د سپټمبر په ۲۶مه پیل کړې وه.
له دې سره امریکايي الوتکو د ځمکنیو ټیمونو له نښه کولو سره دقیق بمونه کارول پیل کړل او د طالبانو اکمالاتي لارې او مخابرات یې پرې او سلګونه کسان یې ووژل.
نو هغه څه چې د سپټمبر په ۲۶مه د یوې روسۍ چورلکې، د سيایاې څو افسرانو، شمالي ټلوالې او درې میلیونه ډالرو په یوه پټه الوتنه کې پیل شوي وو، یوازې څو اوونۍ وروسته د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په نسکورېدو بدل شول.
*** هغه روسۍ چورلکه؛ د جګړې له لومړۍ ورځې تر موزیمه او د چورلکې لکۍ باندې ولې «۹۱۱۰۱» شمېره ولیکل شوه؟
د جابرېکر هماغه روسۍ اېمای۱۷ هم د دې تاریخ یوه برخه پاتې شوه.
سيایاې وروسته د هغې لکۍ ته ۹۱۱۰۱ شمېره ورکړه؛ د «۹-۱۱-۰۱» په بڼه، د سپټمبر ۱۱مې د قربانیانو د یاد په موخه.
چورلکه کلونه وروسته بېرته وساتل شوه او په ۲۰۱۹ کال کې د «سيایاې» مرکزي دفتر ته انتقال شوه، څو د دې ادارې په موزیمي ټولګه کې نندارې ته کېښودل شي.
یعنې هغه روسۍ چورلکه چې د سپټمبر له ۱۱مې یوازې ۱۵ ورځې وروسته امریکايي استخباراتي افسران یې د هندوکش له لوړو غرونو واړول، وروسته خپله د هماغې پېښې یوه تاریخي نښه وګرځېده.
*** پای؛ افغانستان کې د امریکا جګړه له لوی لښکره نه، له یوې پټې دروازې پیل شوه
کله چې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو ۲۵ کاله وروسته د افغانستان د جګړې لومړنۍ ورځې راوسپړو، د هغې لومړۍ صحنه د ټانکونو، زرګونو سرتېرو او لویو پوځي اډو صحنه نه ده.
لومړۍ صحنه یوه روسۍ چورلکه ده، هندوکش دی، پنجشېر دی او یو تجربهکار د سيایاې افسر دی چې د تقاعد پر ځای افغانستان ته راستون شو.
او یو تور بکس دی چې درې میلیونه ډالر پکې و.
خو د دې صحنې تر شا یو ډېر لوی جوړښت ولاړ و؛ د «سيایاې» کلنې پټې اړیکې، د شمالي ټلوالې له مشرانو سره پخوانۍ پېژندګلوي، د مسعود له وژل کېدو وروسته د هغه د شبکې پاتې ځواکونه، د شروین استخباراتي ارزونې، د افغان قوماندانانو د جلبولو لپاره نغدې پیسې، د جبهې د هدفونو نقشه، ځانګړي ځواکونه، لیزري هدف ټاکنه او امریکايي هوايي ځواک.
په همدې ډول، امریکا افغانستان ته لومړی د پوځ په زور نه، بلکې د استخباراتو، پیسو او شمالي ټلوالې له لارې ننوتله.
او شاید د دې کیسې تر ټولو مهمه پوښتنه اوس همدا وي؛ څنګه د درې میلیونو ډالرو یو بکس، یوه روسۍ چورلکه او د سيایاې څو افسران د داسې جګړې د پیل برخه شول چې امریکا یې شل کاله وروسته هم له افغانستانه په وتلو پای ته ونه شوه رسولای؟
***ځينې سرچېنې او اسناد
۱ـ د CIA رسمي JAWBREAKER آرشیف — د عملیاتو د ټیم، ګري شروین او لومړني امریکايي حضور رسمي معلومات.
۲ـ د CIA رسمي Mi-17 روایت او عکسونه — د روسۍ چورلکې، پنجشېر ته د سفر او 91101 تاریخ.
۳ـ د جان برېنن رسمي وینا — د سپټمبر ۲۶، د مسعود له وژنې وروسته وضعیت او د درې میلیونو ډالرو مهم روایت.
۴ـ د واشنګټن پوسټ اصلي تحقیقي راپور «CIA Led Way With Cash Handouts» — د ګري شروین، ۳ میلیونه ډالرو، ۵۰۰ زره او یو میلیون ډالرو، ۱۰ میلیونو نورو پیسو، ټیم ۵۵۵، مزار، کابل او کندهار د سقوط او د ۷۰ میلیونو ډالرو د مستقیمو نغدي لګښتونو تر ټولو تفصیلي معاصر روایت.
۵ـ د CIA «First on the Ground» رسمي PDF — د افغانستان د لومړني امریکايي استخباراتي حضور رسمي تاریخي سند.
۶ـ د CIA «On the Front Lines: CIA in Afghanistan» آرشیف — د لومړنیو عملیاتو او تصویري موادو رسمي آرشیف.
۷ـ د JSTOR علمي څېړنه «Boots on the Ground» — د ۲۰۰۱ کال د لومړنیو امریکايي ځمکنیو عملیاتو علمي څېړنه.
پای