تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۲۰ مه) کېدای شي تاسو ډېر ډول موټرونه لیدلي وي، خو داسې موټر به مو نه وي لیدلی چې په لیدلو یې د ټوکې احساس درته پیدا شي.
یوه ایټالیايي میخانیک د نړۍ تر ټولو نرۍ موټر جوړه کړی چې ټاکل شوې د ۲۰۲۷ کال د ګینس نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې ثبت شي.
دا شین رنګه برقي موټر یوازې ۵۰ سانتيمتره سور لري او پلنوالی یې د یوه بالښت په اندازه دی. موټر چلوونکی او یو مسافر پکې کېناستلی شي، البته که په دومره تنګ ځای کې د کښېناستو د زغملو جرئت ولرئ.
د نورو موټرو خلاف چې په مخ کې لږ تر لږه دوه څراغونه لري، دا یو یوازې یو څراغ لري.
د ایټالیا اوسېدونکي اندریا مرازي دغه موټر په ۲۰۲۵ کال کې د یوه نندارتون لپاره جوړ کړی و. نوموړي د ۱۹۹۳ کال د یوه موټر له پرزو او موادو څخه په کار اخیستو دا ځانګړی موټر جوړ کړی دی.
موټر له ظاهره تر موټر یوې کوچنۍ کښتۍ ته ډېر ورته ښکاري. وزن یې ۲۶۴ کیلوګرامه او اوږدوالی یې ۱۴۵ سانتيمتره دی. دغه برقي موټر په ساعت کې تر ۱۵ کیلومترو پورې چټک تللی شي او په بشپړ چارج شاوخوا ۲۵ کیلومتره مزل کوي.
مرازي په یوه ویډیو کې ویلي، ډېری خلک فکر کوي چې دغه موټر به د سخت باد پر مهال چپه شي، خو د هغه په وینا دا تصور سم نه دی.