جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeدا هم ولولئپر امریکا د القاعده شبکې د بریدونو ۲۴ کاله پوره شول

پر امریکا د القاعده شبکې د بریدونو ۲۴ کاله پوره شول

تاند – د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه، د القاعده شبکې غړو په امریکا کې څلور الوتکې یرغمل کړې او د وسلې په توګه په خونړیو بریدونو کې وکارولې.

برید کوونکو دوه الوتکې په وقفه‌یې ډول په نیویارک کې د امریکا د نړیوالې سوداګرۍ له اسمانڅوکو برجونو سره وجنګولې.

حمله کوونکو درېیمه الوتکه په واشنګټن کې د دفاع وزارت له ودانۍ سره ټکر کړه او څلورمه یرغمل شوې الوتکه کوم هدف ته له رسېدو مخکې په پنسلوانیا کې په یوه کرونده کې ولوېده.

له دغو بریدونو وروسته، چې په ترڅ کې یې ۲۹۷۷ کسان ووژل شول، د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج بوش د بریدونو د څېړنو او له عاملانو سره یې د حساب کتاب اعلان وکړ.

پر امریکا له دغو خونړیو بریدونو نژدې میاشت وروسته متحدو‌ایالتونو پر افغانستان بریدونه پيل کړل، د طالبانو رژیم یې نسکور کړ او د نړیوال ایتلاف په چوکاټ کې یې خپل لسګونه زره سرتیري افغانستان ته ولېږل.

د سپټمبر د یوولسمې په بریدونو کې هیڅ افغان تبعه برخه نه لرله. د راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې ۱۵ سعودیانو، ۲ اماراتیانو، یوه مصري او یوه لبناني ګډون درلود.

امریکا د القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو د ځپنې په هدف په افغانستان کې شل کاله جګړه وکړه، چې د خپل تاریخ اوږده جګړه یې وه، خو د القاعده بنسټګر چې د طالبانو لومړني حکومت پناه ورکړې وه، د ۲۰۱۱ کال د مې په دوهمه اسلام‌اباد ته نژدې په ایبټ‌اباد کې ووژل شو.

د امریکا د کانګرس د یوې څېړنې له‌مخې القاعده شبکه په ۱۹۸۸کال کې د اسامه بن لادن له‌خوا جوړه شوه، چې غړي یې عربان او هغه جنګیالي وو چې په افغانستان کې يې د پخواني شوروي له سرو لښکرو سره مبارزه کوله.

د القاعده شبکې د جوړېدو هدف هغه مهال د نړۍ په شخړو او جګړو کې د اسلامپالو ډلو او اسلامي نظریو پلوی بلل شوی و.

په وروستیو څو لسیزو کې القاعده شبکه ډېره کمزورې شوې، اکثره غړي یې په نورو ډلو کې جذب شوي او مرستیال یې ایمن الظواهري، هم د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته په کابل کې وژل شوی دی.

که څه هم القاعده شبکې د الظواهري د مرګ تر اعلان وروسته په رسمي ډول نه‌ دي ویلي چې دغه ډله څوک رهبري کوي، خو ملګروملتونو د ۲۰۲۳م کال په فبرورۍ کې وویل چې سیف العدل د دې شبکې داسې مشر دی چې کوم سیال نه ‌لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، مصری تبعه سیف العدل دا مهال په ایران کې پټ دی او دوی یې پر سر لس میلیونه ډالره جایزه هم ایښې ده.

د امریکا فدرالي پولیسو د سپټمبر د ۱۱ د حملو ځینې پټ اسناد خپاره کړل

1 COMMENT

  1. د اپریل د میاشتی لومړی نیټه یا د سپټمبر ۱۱ یوولسمه د قرن یوه ستره فاجعه وه البته نه په هغه تعبیر چی امریکائیانو یا د لیبرال دموکراسی بړیڅو پځپلو سُرناوو کی وږغاوه بلکه لدی اړخه ستره فاجعه وه چی یو څو ورځی یا څو هفتی یا څو میاشتی او حتی څو کلونه د منصف او بیدار وجدان د څښتنانو شعور ته پراخ سپکاوی وشو البته ځینی سپین سترګی کسان اوس هم دا توهین او سپکاوی نه احساسوی او عقائد ئی اوس هم د سی اِن اِن او فاکس نیوز او مُرداک په منګولو کی اسیر دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب