جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا فدرالي پولیسو د سپټمبر د ۱۱ د حملو ځینې پټ...

د امریکا فدرالي پولیسو د سپټمبر د ۱۱ د حملو ځینې پټ اسناد خپاره کړل

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۲۲) د امریکا فدرالي تحقیقاتي ادارې (ایف بي آی) بالاخره د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې نېټې د تروریستي حملو ځینې ناافشا کړي اسناد څرګند کړل.

د نیویارک په دوو اسمانڅوکو ودانیو او پنتاګون باندې په دې حملو کې د سعودي عربستان د حکومت د لاس لرلو هیڅ شواهد نه شته، حملې د ۱۹ تنو له لوري، چې ۱۴ یې سعودیان ول، شوي دي.

تر دې مخکې داسې ویل کېدل چې ممکن سعودي عربستان په دغو بریدونو کې لاس ولري.

د سپټمبر د یوولسمې په بریدونو کې نژدې ۳ زره تنه وژل شوي او د دې دوه برابره نور ژوبل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ایف بي آی پر امریکا د تروریستي حملو له شلمې کالیزې سره په یو وخت په ۱۶ مخیز سند کې ویلي، سره له دې چې اکثره الوتک تښتونکي سعودیان ول، خو له هغوی سره د سعودي عربستان د حکومت د ملاتړ هیڅ نښه نه شته.

سعودي عربستان له پیله په دې برید کې لاس لرل رد کړي و او په وروستیو کې په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفارت ویلي و چې ریاض د سپټمبر د یوولسمې د پټو اسنادو د افشا کېدو هرکلی کوي څو ټولو ته جوته شي چې سعودي عربستان په دې پېښو کې لاس نه درلود.

د ایف بي آی په څېړنو کې ښودل شوې چې سعودي عربستان د القاعده شبکې مستقیم ملاتړ نه دی کړی. خو په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې ایا سعودي چارواکي د القاعده شبکې له غړیو سره اړیکې لري او که یې نه لري.

د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له مخې، د سپټمبر د یوولسمې نېټې د تروریستي بریدونو د قربانیانو کورنیو تل د دې پېښې د پټو اسنادو د افشا کېدو غوښتنه کوله او ولسمشر جو بایډن هم تېره اوونۍ امر وکړ چې د دې پېښې ځینې پټ سندونه دې افشا شي.

بایډن دا هم ویلي چې ۶ میاشتې وروسته دې د سپټمبر د یوولسمې د حملو په اړه ټول هغه اسناد څرګند شي چې تراوسه پټ ساتل کېږي.

د ایف بي آی په خپرو شویو اسنادو کې د هغه کس تحقیقات هم شامل دي چې په امریکا کې اوسېده او له سعودیانو سره یې نژدې اړیکې لرلې.

الوتک تښتونکي په ۲۰۰۰ کال امریکا ته د محصلانو په توګه تللي وو او د ایف بي آی پر اساس له دوی سره یوه بل محصل، چې عمرالبیومي نومېږي، مالي مرسته کړې وه. البیومې په واشنګټن کې د سعودي عربستان له سفارت سره نژدې اړیکې لرلې.

البیومي د سپټمبر د یوولسمې تر حملو څو اوونۍ وړاندې له امریکا وتلی و.

په راپور کې دغه راز د لاس انجلس د فهد جومات له امام فهد الثمیري او په سعودي عربستان کې له سختدریځي یمني مُبلغ انور العولقي سره د سپټمبر د یوولسمې د حمله کوونکو د نژدې اړیکو یادونه شوې ده.

العولقي په ۲۰۱۱ م کال په یمن کې پر القاعده شبکې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب