Homeخبرونهمجاهد: داعش په پاکستان کې دی، د افغانستان خاوره ترې پاکه شوې

مجاهد: داعش په پاکستان کې دی، د افغانستان خاوره ترې پاکه شوې

تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۱۶ مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې د افغانستان خاوره له داعش له څخه پاکه شوې ځکه چې افغان امنیتي ځواکونو د داعش پر ضد په کلکه مبارزه کړې او ښې پایلې یې ترلاسه کړې دي.

مجاهد نن (شنبې/ د لړم/ ۱۵ مه) د ازبکستان په سمرقند کې له مصنوعي ځیرکتیا د ترهګرو د ناړه استفادې د مخنیوي پر لارو چارو د غور په اړه د ۲۴ هیوادونو له کنفرانس سره هممهاله وویل چې پاکستان د هغو کسانو د ځالو په توګه پاتې شوی چې د سیمې امنیت ته خطر پېښوي. هغه زیاته کړه چې دا مهال داعش په پاکستان کې فعالیت کوي او د دې ډلې ځینې پټنځایونه هم په دغه هېواد کې دي.

د طالبانو حکومت پخوا هم په ځلونو ویلي چې د داعش مرکزونه او روزنځایونه د پاکستان په بلوچستان کې دي.

ښاغلي مجاهد ټینګار وکړ چې داعش په پاکستان کې روزل کېږي او ملاتړ یې کېږي.

مجاهد یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د کوم بل هېواد پر ضد کار واخلي.

د سمرقند په کنفرانس کې هم د داعش د خطر یادونې وشوې او وویل شول چې دا ډله د تبلیغاتو او جلب و جذب لپاره له انلاین پلټفارمونو په تېره بیا خواله رسنیو کار اخلي.

نوموړي په سمرقند کې د ‘شانګهای پلس’ امنیتي غونډې ته ویلي، داعش له ټیلیګرام، ټیک‌ټاک او نورو ټکنالوژیو څخه د اړیکو، تمویل او تبلیغاتو لپاره کار اخلي او پر ټکنالوژیکو شرکتونو یې له افغانستان سره د نه همکارۍ نیوکه وکړه.

ازبکستان د نومبر په پنځمه او شپږمه د دغه هېواد په سمرقند ښار کې د شانګهای د همکارۍ سازمان تر چتر لاندې د «شانګهای پلس» په نوم د امنیتي چارو په اړه د متخصصانو لومړنۍ غونډه کوربه وه.

د استخباراتو ريیس وویل، افغانستان چې د داعش پر ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی، د دې ډلې د تخنیکي وړتیاوو د مخنیوي لپاره له جدي محدودیتونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کندهار زمریان| غني حسن

د سریزي په توګه: د کندهار د ملا صاحب د سرای څخه یو کوشنی موټریز کاروان د کندهار هوايي ډګر پر لوري روانېږي، ځي او...