Home+د غور اصلي اوسېدونکي، ترکان، پښتانه که تاجکان؟

د غور اصلي اوسېدونکي، ترکان، پښتانه که تاجکان؟

۷برخه

  افغانان له غور نه تر ډیلي

استادشهسوارسنګروال

دمخه مو ووېل، چې سلطان شهاب الدین محمد غوري، هغه شېبه په طوس کې وو چې د غور سلطان غیاث الدین محمد ومړ.
دی په دې هڅه کې وو، چې د خوارزم پر وړاندې ځان برید ته چمتو کړي ، خو له بده مرغه کله چې د ورور له مرګ نه خبر شو ډېر زر هرات ته راغی، چې هرات کې د جنازی مراسم ادا کړي.

د سلطان د جنازې مراسم یې چې له پاچاهي دود سره سم سرته ورسول، معز الدین محمد وروسته غور ته لاړ او هلته د سلطنت په تخت کیناست.
غوري سلطا ن معزا لدین محمد (شهاب الدین) د خپل واک او ځواک د پراختیا او پرمختیا لپاره ډېره پاملرنه د هند پلوته وه، نو ځکه خو د هېواد شمال او شمال لویدیځی سیمې خپلوانو او یو شمېر سیمه ییزو واکمنو ته وسپارلې.

د بست، فراه او اسفزار سیمې یې خپل وراره د سلطان غیاث الدین زوې، محمود ته چې یو بېباکه عیاش انسان وو وسپارلې . د فیروز کوه شاوخوا سیمې د سلطان غیاث الدین زوم، چې د تره زوې یې هم کېده ملک زین الدین ته پرېښودې.

همدارنګه له هرات نه تر نیشاپوره پورې شاوخوا د ټولو سیمو واک یې خپل خورایي (د خور زوې) نصیر الدین الپ غازي ته وسپاره.

محمد خرنک یې د مروې او د مروې د شاوخوا سیمو حکمران وټاکه او همداراز د غوري ټولواکمنۍ نورې سیمې یو شمېر سیمه ییزو واکمنو ته وسپارلې ،چې له یوې خوا د یوه با ثباته مرکزي حکومت ټینګښت ته غاړه کېږدي او له بلې خوا په ټاکلي وخت د خپلې حکمرانۍ مالیه مرکزي حکومت غور ته وسپاري.

له یو شمېر ټاکنو او سپارښتنو وروسته سلطان محمد غوري بیا غزني ته لاړ ، سره د دې چې د غوري ټولواکمنۍ مرکزاوپلازمېنه فیروز کوه وه.
هغه وخت چې دواړه وروڼه سلطان غیاث الدین محمد او معز الدین محمد (شهاب الدین) په دې بریالي شول، چې په ۱۱۷۳ ز کال غزني ونیسي، د سراولف کارو په اند: «غزني یې خپل مشر ورور» محمد غوري «ته جاګیر ورکړ او پخپله غور کې پاتې شو.»

طبقات ناصري هم دا مني او ددي خبرې پخلی کوي چې د سلطان شهاب الدین غوري واک له ۱۱۷۳ ز کال پيلیږي، یانی هغه مهال چې یې غزني له غزانو څخه لاندې کړ او هغوئ شمال ته وتښتېدل، نو سلطان غیاث الدین غزني خپل ورور معزالدین محمد سام ته د سلطان د لقب سره یو ځای ورپرېښود او پخپله، پلازمینې فیروز کوه ته راستون شو.»

شهاب الدین محمد سره د هغې چې له خپل ورور سره په اړیکه کې وو، په ډېرې چټکۍ یې له غزني پرته ګردیز هم ونیوه او بیا یې د هند په لور پرمختګ ته لاره اواره کړه.

د شهاب الدین محمد د واک یوه ترخه شېبه هغه وه، چې د خوارزمشاهانو له خوا د مروې نامتو حکمران محمد خرنک ووژل شو او د هغه سر یې خوارزم ته واستاوه.
له دې پېښې وروسته سلطان علاوالدین محمد په کال (۶۰۰ هـ ق ۱۲۰۳ ز) په هرات برید وکړ. څرنګه چې د هرات والي ناصر الدین الپ غازی، چې په ځان کې د دفاع وس او متره نه درلوده نو د سولې وړاندیز يې وکړ او ژمنه یې وکړه چې ده له غوري سلطان معزالدین محمد نه دا سلا او مشوره تر لاسه کړې ده چې د سولې تړون لاسلیک کړي.

ده په دی هم ټینګار وکړ، چې غوریان به په خراسان بریدونه کړي. سره د هغې چې دواړو لورو ومنله، ګنې په یو بل به برید نه کوي، خو کله چې د علاوالدین محمد ځواکونه له هرات نه بادغیس ته راغلل، هغه ښار یې لوټ کړ او څو ورځې وروسته الپ غازي هم ساه ورکړه .
شهاب الدین محمد لا دمخه دغه پلان درلود چې د خوارزمشاهانو ګواښ کابو کړي او دا ځکه چې د هغو زیاتیدونکی ځواک غوري ټولواکمنۍ ته یو ستر ګواښ ګڼل کېده.

شهاب الدین محمد غوري له یو ستر ځواک سره د خوارزمشاهانو په لور حرکت وکړ او سلطان علاوالدین محمد هم په خلکو غږ وکړ او له «قراختایانو» او «قراخانیانو» نه د مرستې غوښتنه وکړه، کله چې معز الدین محمد خبر شو چې عثمان خان قراخاني، چې د سمرقند حکمران وو له خوارزم نه ملاتړ وکړ، لومړی یې په ده برید وکړ.

خو د سلطان شهاب الدین محمد سام جنګیالېیو ماته وخوړه. د جویني، ابن اثیر او جوزجاني د څرګندونو پر بنسټ (۶۰۱ هـ ق د صفر لومړۍ نېټه) نږدې وو چې سلطان له عثمان خان سره یرغمل شي، خو د یو څه وسلو او پيسو په ورکړې ځان وژغوره، ولې د پنځوس زره په شاوخوا کې پوځ یې پوپنا شو.»
هغه وخت چې غوري معزالدین د اندخوی له کلابندۍ وژغورل شو نیغ په نیغه غزني ته وخوځېد.

که څه هم ابن اثیر په دې اند دی، چې سلطان معز الدین محمد سام له اووه (۷) تنو سره لومړی تالقانو ته لاړ او د هغه ځاې والي حسین بن خرمیل د ضرورت وړ توکي ورکړل او بیا غزني ته لاړ.

هغه وخت چې د سلطان له ماتې نه «الدوز» خبر شو، په غزني کې پاڅون وکړ، ولې د شهاب الدین غوري له خوا ونیول شو، خو د غزني د مشرانو په سپارښتنه ورته بښنه وشوه.

دده له حکمرانانو یو تن «ایبک بالتر» وو چې ملتان ته وتښتېد او هلته یې خلکو ته ووېل، چې سلطان وژل شویدی. خو د «همداني» د خبرو له مخې «هغه تن د غوري شهاب الدین محمد سام د پلویانو له خوا (۶۰۱ هـ ق) ووژل شو.»

سره د دې چې شهاب الدین محمد غوري د خوارزمشاهانو له خوا سخته ماته خوړلې وه ولې بیا هم سلطان علاوالدین سره دا وېره وه چې ښایې غوریان له خراسانه لاس په سر نشي.

که څه هم ده جګړه ګټلې وه، ولې بیا هم په دې پوهېده چې معز الدین له خراسان نه لاس نه اخلي،نو د سلطان دربار ته یې د سولې په موخه یو استازی واستوه، چې د هغه نیت ځانته څرګند کړي.

د جویني او میر خواند له څرګندونو ښکاري، چې د غور سلطان اړوو، چې دهغه د سولې وړاندیز ته غاړه کېږدي او دې پایلې ته ورسېدل، چې بلخ او هرات د غوریانو د واک په جغرافیه کې پاتی شي، مرو او نیشاپور باید د خوارزمشاهانو پورې اړه پیدا کړي، ولې سره د هغې هم د بلخ والي تاج الدین زنګي، جنګیالي جګړې ته چمتو کړل او د دوه میاشتو په موده کې په مرو برید وکړ او والي یې وواژه.

خوارزمشاه سلطان علاوالدین هم، د بدر الدین چغر او د تاج الدین علي په مشرۍ یو لښکر مروې ته واستو او د والی د غچ او کسات په موخه یې لس تنه په دار وځړول.

سلطان شهاب الدین محمد سام د «غزا» تر نامه لاندې یو ستر لښکر راټول کړ، چې د خراسان د نیولو لپاره د خوارزمشاهانو پر وړاندې وخوځیږي، خو د یوې ناڅاپي پریکړې له مخې، لومړی غوره وګڼله چې هند ته مخه کړي او بیا د خراسان پر وړاندې جنګیالي دېته چمتو کړي، چې دخوارزم سلطان علاوالدین د پرمختګ مخه ډب کړي.

سلطان شهاب الدین محمد د هند په لور

د سراولف کارو د وینا له مخې: «محمد غوري د سترو ځواکونو ،اردوګانو اوفرقوموسس ګڼلی شو، چې زیاتره یې له پښتنو او غلجیو khalaj څخه جوړې شوې وې او پر ۱۱۷۸ ز له اباسین څخه تېر شول او ملتان ته نږدې یې د «اوچ uchh سیمه خپله کړه.»

له لومړي سره له خراسانه سربیره غوري معز الدین محمد هند ته ډېره پاملرنه درلوده، چې څو لاملونه یې د پام وړ ګڼلی شو.
لومړي خو دا چې سلطان شهاب الدین، د سلطان محمود د کورنۍ د هغو واکمنو په لټه کې وو، چې په لاهور کې ځاې پر ځاې شوي وو. نو ځکه خو خسرو ملک په لاهور کې ونیول شو.

دویم دا چې غوریانو د غزنویانو په څېر غوښتل چې هلته خپل واک او ځواک پیاوړي کړي.
دریمه دا چې د اسلام د سپېڅلې دین د ټینګښت او د خپریدو لپاره غوري شهاب الدین د غزنوي واکمنو په پرتله جدی وو.

څلورمه دا چې په افسانوي توګه هند د سرو زرو مرغۍ په نوم نامتو وو، نو ځکه هر واکمن د خپل واک د پراختیا او پرمختیا له پاره د هند له شتو ګټه اخسته.
شهاب الدین محمد سام، چې به کله د هند هره سیمه لاندې کړه نو هلته به یې د یوه جومات د ابادۍ ډبره کېښوده او ده لومړی برید په ۵۷۱ هـ ق په ملتان وکړ او ډېرې سیمې له «قرامطه» نه لاندې کړې.

که څه هم په پټانز کې راغلي دي، چې «محمد غوري (۱۱۸۶ ز کال) د ډیلي له نیولو نه دمخه (۱۹۷ مخ) لاهور لاندی کړ او د بهرام شاه زوې خسرو د غزنویانو وروستی واکمن یې ونیو او بیا یې د هند نیولو ته لاره اواره کړه.»

ولې د تاریخ فرشته لیکوال بیا په دې اند دی، چې «غوري معزالدین محمد لومړی برید په ۵۷۱ ق کال، چې ۱۱۷۵ ز کال سره برابر دی په هند وکړ، چې مولتان او «اوچه» یې له قرامطه څخه ونیو.»

جوزجاني هم د دې خبرې پخلی کړیدی، چې د دوه کالو په موده کې، یانی په «۵۷۳ ق» کال د مولتان له لارې د ګجرات په نهر واله برید وکړ، خو ماته یې وخوړه او بیرته غزني ته ستون شو.»

سلطان شهاب الدین په ۵۸۰ ه ق بیا په لاهور برید وکړ او په ۵۸۲ ه ق کال د ده دریم یرغل وو چې لاهور یې په بشپړه توګه ونیو او علی کرماج یې د ملتان والي وټاکه.

ابن اثیر په دې خبری ټینګار کړیدی، چې «غوري شهاب الدین د ۵۸۳ ق کال په پاې کې پر هند وروخوت، اجمیر یې لاندې کړ. ولې د لارې په دواړو غاړو کې هندي جنګیالیو پرې خونړي بریدونه وکړل، ان دا چې سلطان زخمي شو او بیرته غزني ته راغی.»

د غور سلطان په ډېر چټکۍ د څلورو کالو په موده کې د پوځ او د یوه ستر لښکر جوړولو او راټولو کار بشپړ کړ او یو شمېر تاریخپوهانو د دې خبرې پخلی کړیدی، چې شمېر یې یو سلو شل (۱۲۰۰۰۰) زرو جنګیالیو ته رسېده او بیا یې په ۵۸۸ ق کال هند ته مخه کړه.

په همدې برید کې د اجمیر او ډیلي والیان ووژل شول او بیا سلطان، په نوي ډیلي کې د اوسني لودی ګارډن په لویدیځ او د شیر شاه سوري د کلا مخامخ، چې اوس یې هم نښې نښانې له ورایه ښکاري د یوه لومړني جومات بنسټ کېښود.»

جوزجاني، ابن اثیر، هندو شاه او جواهر لال نهرو په بیلابیلو څرګندونو کې ډاګیزه کړیده، چې د سلطان شهاب الدین غوري قومندانانو او په دغه لړ کې دده نامتو غلام، چې خپل زوې باله قطب الدین ایبک یادولی شو په ۵۸۹ ق د ډیلي شاوخوا سیمې ولکه کړې او ډیر غنایم یې تر ګوتو کړل.

غوري سلطان په ۵۹۰ ق کال قنوج او د بنارس ښارونه ونیول او د درې (۳۰۰) سوه په شاوخوا کې فیلان یې غنیمت کړل او د تاریخ فرشته په قول معز الدین محمد د بنارس زر (۱۰۰۰) بتکدې د مسلمانانو لپاره په مېشت ځایونو بدلې کړې او کوم غنایم چې یې برمته کړل د ابن اثیر په قول نوي فیلان (۹۰) او یو زرو څلور سوه (۱۴۰۰) اوښان یې پرې بار کړل.

کومې سیمې چې سلطان شهاب الدین محمد د څو کالو په موده کې لاندې کړې، د جوزجاني د وینا له مخې: کالنجر، کالپي، بهار، مالوه، کالیور، لکنهو، تراین، بنداري، لاهور، سنقر قان، مولتان، اوچه، سیالکوټ، تبر هنده، اجمیر، هانسي، سرستي، کهرام، میرت، ډیلي، کول، بنارس، تهنکر، نهرواله، بدوان، سوالک» او د شمالی هند (لیکوال سنګروال دغه سیمې له نږدې ولیدې) یو شمېر نورې سیمې یادولی شو.

ولې ددی څرګندونو مانا دا هم نه ده لکه څرنګه چې یو شمېر تاریخپوهانو یې یادونه کړېده، چې ګنې په هر برید کې به غوري سلطان بریالی وو. نا په ځنو یرغلونو کې ماته هم خوړلې ده. د ساري په توګه په ۵۸۶ ق کال (۱۱۹۰ ز) چې یې کوم یرغل وکړ د «نارین narain» په ډګر کې، کرنال karnal» ته نږدې چې ښایي له ډیلي نه د «۷۰» میله په فاصله شمال ته پروت وي، د «راې پيتورا» raipithora چې په «پریتوي راج» prithwi raj» نامتو وو، د کیرواولف په اند «افغانانو او خلجیانو» ته یې نه یوازې سخته ماته ورکړه بلکې محمد غوري هم زخمي شو.

سلطان د غج او کسات اخستو لپاره بل وار، چې کله جګړه پېښه شوه دا دومره خونړۍ وه، چې پخپله «پریتوي راج» راوپرځېد او په دې سره د هندوانو ویاړ او دب دبه هم پرځمکه وولېده.

دغه جګړه دومره ټاکوونکي وه، چې کله هم هندوانو د رنجیت سنګ تر مهاله سر راپورته نکړ، چې بیا د «پریتوی راج» په څېر آتل د هند په شمال کې وزیږوي.
جواهر لال نهرو هم د دې خبرې پخلی داسې کړیدی: «هندوان پخپلو زړو عدتونو کې ښکېل وو، د جګړې لپاره یې نوی لارې نه لټولې او د افغانانو غوندی مجهز نه وو او نه یې د جګړې ښه مدیریت درلود. وروسته پاتې هندوانو، که څه هم سر ښندنه وکړه، ولې بیا هم افغانانو ګونډه کړل.»

د غوري محمد د برید څو بېلګې

دمخه مو ووېل د سلطان معزالدین محمد سام بریدونو یادونه وکړه، چې د هند د نیولو تکل یې وکړاولومړی همدا چې غوري شهاب الدین نه یوازې د خپل ورور غیاث الدین محمد ټولواکمنۍ وژغورله ، بلکې د هند لور ته یې د خپل واک د پراختیا لپاره هاندې هڅې وکړې چې څو بېلګې په دې توګه دي:

۱ـ غوري سلطان چې په ۱۱۹۲ ز کال د هند نېمې وچې ته ورسېد او کله چې بیا لاهور ونیو، قطب الدین ایبک یې د هغه ځاې حکمران وټاکه.
بل ځل یې بیا په ۱۱۹۳ پر هند برید وکړ، دا ځل یې د راجپوتان واکمنۍ ړنګه کړه، ډیلي او اجمیر یې لاندې کړ.

۲- قطب الدین ایبک د خپل سلطان په سپارښتنه لومړی په هند کې د یوه منظم قانون د جوړېدو هڅه وکړه ،بیا یې د یوه تاریخي څلي بنسټ هم کېښود، چې اوس د قطب الدین ایبک منار پنوم نامتو دی.

د سلطان دغه حکمران د خپل پاچا په سپارښتنه د څلي په انګړ کې د یوه جومات د جوړولو بنسټ هم کېښود.

۳- سلطان محمد سام یو ځل بیا هند ته لاړ او د قنوج راجا «جي چند» ته یې ماته ورکړه او قطب الدین ایبک یې ګجرات، ګوالیار او بیا نه ته واستوو.
۴- د سلطان شهاب الدین محمد یو بل نامتو حکمران بختیار خلجی وو او دی یې بېیار او بنګال پلو ته واستوواود همدې فتوحاتو پایله وه، چې غوري شهاب الدین محمد د یوه اسلامي حکومت بنسټ ته لاره پرانسته.

مفتي محمد پالن پورې، پخپل مشهور کتاب «د هند په تاریخ کې» لیکلی دي «د هندوستان د اسلامي سلطنت باني شهاب الدین محمد غوري دی.»
۵- غوري سلطان په ۶۰۲ هـ (۱۲۰۶ ز) کال بیا هند ته وخوځېد او د کوکران یا لهکران بغاوت ته یې د پاې ټکی کېښود. په تاریخ فرشته کې دېته ګوته نیول شوې، چې د پنجاب مسلمانان د هندوانو تر ګواښ لاندې وو او د کوکران او «کوه جودي» حکمران له هغو پېښو ګټه واخسته، چې شهاب الدین محمد ګنې په اندخوی کې د «قراختیایانو» له خوا ماته وخوړه، نو دوئ د لاهور لاره بنده کړه.

۶- سلطان د ډيلي والي قطب الدین ایبک ته سپارښتنه وکړه، چې کوکران غاړه ایښودو ته اړ کړي، خو څرنګه چې کوکران جګړه ییز ارزښت زیات وو محمد غوري د لنډ مهاله لپاره له قراختیایانو سره جګړه ودروله او مخ په کوکهران رهي شو.

ده او ایبک په ګډه داسې ماته ورکړه، چې ډېر غنایم یې ترلاسه کړل. د دوئ په ځپلو کې خلجي تاج الدین یلدوز هم ونډه واخسته.

۷- د کوکران له ماتې وروسته سلطان د قراختیایانو د ځپلو لپاره هوډ وکړ، خو کله چې سلطان مخ په غزني راوخوځېد. د جیلم د سین په غاړه د یوه اسماعیلی فدایي له لاسه په۱۲۰۶کال د مارچ په ۱۵ مه ووژل شو. (۶۰۲ هـ ق د شعبان درېیمه)

داسې انګېرنی هم شته چې د کوکران یو شمېر کسانو د کسات او غچ اخیستو لپاره د هغه په خیمه برید وکړ او له مینځه یې یووړ.
یو شمېر څېړونکي بیا په دې اند دي، چې سلطان د «ملاحده» له لاسه په «میک» نومې ځاې کې په یادې نېټې ووژل شو.

غوري سلطان شهاب الدین محمد سام د خپل ورور د واک په مهال ۲۹ کاله چې د اوړي پلاز یې غزنی و، د مستقل والی په توګه او د غیاث الدین محمد له مرګه وروسته درې کاله نور یې په خپلواکه توګه په ټول هېواد حکومت وکړ، چې ژمنۍ پلازمینه یې په لاهور کې وه.

دده نامتو وزیران، قاضیان او درباریان، ضیا الملک درمشی، مویدالملک محمد عبدالله سنجري، شمس الملک عبد الجبار ګیلاني، قاضي ممالک صدر شهید نظام الدین ابو بکر وروسته صدر سید شرف الدین ابو بکر بن صدرالشهید نظام الدین، شمس الدین بلخي له هغه وروسته زوی یې هماغه دنده په غاړه درلوده.
۸- د غوریانو په دربار کې ګڼو عالمانو د پښتو ژبې او پارسي ژبې شاعرانو او لیکوالو شتون درلود د غور و ګړو تر ډېره بریده په هغه وخت کې په پښتو ژبه خبرې کولې او کله چې غوري پاچایانو او درباریانو هند ته مخه کړه د دواړو ژبو شاعران ورسره مل وو، چې په دوئ کې د یو شمېر نومونو نوملړ داسې دی: امام فخر الدین رازي، نظامي سمرقندي ، شیخ اسعد سوري، شیخ تیمن بړیڅ، ملکیار غرشین، ښکارندوي ،علی باخرزي، قاضي منهاج السراج، معزالدین هروي، مولانا سراج الدین، قطب الدین بختیار او نور د ساري په توګه یادولی شو ، چې یو شمېر د دوی د غیاث الدین او شهاب الدین د دربار شاعران وو.

له غوري محمد سام وروسته

«د ملتان له غوري ټبر، لودیانو نه نیولې تر غزنویانو او بیا تر راوروسته پیرونو پورې، کله به چې یو واکمن ومړ، نو زوې او یا ورور به یې د هېواد چارې پرمخ وړلې، ولې د غوري شهاب الدین محمد له مرګه وروسته بیا داسې ونه شول.»

غوري معزالدین محمد سام یوازې یوه لور درلوده او کله به چې درباریانو ورته د بلې میرمنې لپاره د خپلې خواخوږۍ څرګندونه کوله، نو سلطان به ورته وویل:
زما هر غلام زما زوې دی او ما دوئ په ډېر مینه روزلي دي، چې رښتیا هم موږ قطب الدین ایبک، بختیار خلجی ، شمس الدین التمش او ناصر الدین قباچه د بېلګې په توګه یادولی شو.

ولې سره د هغې هم له سلطان شهاب الدین محمد وروسته وراره یې دده ځاې ناستی وټاکل شو.

محمود بن غیاث الدین محمد په ۱۲۰۶ ز کال د کاکا پر ځاې د غور د سترې ټولواکمنۍ پر تخت کیناست.

ده ته د خپل پلار او اکا یوه ستره خزانه په میراث پاتې وه، چې موږ د ساري په توګه اته سوه (۸۰۰) له سرو زرو ډک صندقونه، قیمتی مرې، سپین زر، قیمتي لوخي، غوري، صراحي، شمه دانونه، وريښمینې جامې، چپنې او نور لاسي توکی د یادولو وړ دي ، خو دی یو عیاش او بېکاره انسان وو او ټول شته یې له خپلې عیاشۍ او بېباکۍ قربان کړل.

غوري سلطان شهاب الدین چې غوښتل یې د غوري ټولواکمنۍ د واک او ځواک لمن د هندوستان، خراسان او ترکستان لور ته پراخه کړي، خو دده یو ناڅاپي مرګ دا هر څه په اوبو لاهو کړل.

کله چې دی په غزني کې خاورو ته وسپارل شو، هلته په هند کې دده د دربار غلامان واک ته ورسېدل، خو د واک داسې تشه چې په افغانستان کې رامینځته شوه، په هند کې احساس نه شوه.

قطب الدین ایبک، ورپسې شمس الدین التمش او لور یې راضیه سلطان، غیاث الدین بلبن، کیقباد او وروسته د پنجاب والي فیروز خان د جلال الدین خلجي په لقب (چې غور نیکه یې د «پشت رود» د بارکزو د ناوې خلج نومې سیمې اصلي اوسیدونکي وو) د ډیلي په تخت ډډه ووهله.

په افغانستان کې لومړنۍ ستونزه هغه مهال پيدا شوه، چې د سلطان غیاث الدین نه وروسته زوې یې محمود غوښتل، چې پاچا شي ، خو دده کاکا یانې تره غوري معزالدین محمد ته دده وړتیا څرګنده وه، نو ځکه يې ده ته نور ددې وخت ورنکړ، چې د غور ټوله واکمنۍ ته زیان ورسوي، نو یوازې د بست، فراه او اسفزار سیمو والي وټاکه.

خو د سلطان شهاب الدین له وژلو وروسته محمود له بست نه فیروز کوه ته لاړ او د فیروز کوه په تخت کیناست او ده ته چې خپله زده کړه او متره معلومه وه نو ځان یې د غیاث الدین محمود پنوم ونوموه.

فیروز کوه ته دده راتګ، د فیروز کوه والي ملک علاوالدین محمد دېته اړ کړ، چې غرستان ته لاړ شي. که څه هم د فیروز کوه وګړي له ده نه ځکه ډېر خوشحاله نه وو، چې هغوئ شافعي مذهبه وه او علاوالدین محمد بن ابو علي «کرامي مذهب» ته ژمن وو.

محمود بن غیاث الدین، ملک علاوالدین زندان ته واچوه، او نه یوازې غرستان یې ونیو، بلکې تر تالقانو یې پورې پرمختګ وکړ، ګرزوان، بلاد قادس او ګرمسیر یې هم یو د بل پسې لاندې کړل، خو د محمد غوري له وژني وروسته هغه ستر هېواد چې پراختیا یې د خزر له کڅونونه نیولې تر جمنا، له جیحونه راواخله د هرمز تر روده، همغسې تر بلوچستانه پورې رسیده دا ټوله ارته او پراخه ځمکه چې د غور د فیروز کوه تر بیرغ لاندې وه، ټوټې ټوټې شوه.

د هېواد ختیځه سیمه له غزني نه تر سنده پورې تاج الدین یلدوز لاندې کړه او د محمود له امره یې سر غړونه وکړه ، ولې دده زوم د لوي هندوستان والی قطب الدین ایبک بیا د هغه تابیعت یانی محمود ته غاړه کېښوده.

یلدوز یوه لور قطب الدین ایبک او یوه بله لور یې د سندوالي ناصر الدین قباچه ته ورکړې وه. خو قطب الدین ایبک له لاهوره د یلدوز پر وړاندي د غزني لور ته ځواکونه وخوځول او سند کې هغه ته ماته ورکړه، څلويښت ورځي په غزني کې پاتې او بیا بېرته هند ته وګرځېد، خو غزني بیا هم د تاج الدین یلدوز ولکې ته پریووت.

«د محمود د سلطنت په دویم کال ملک رکن الدین بن ملک علاوالدین محمد په فیروز کوه برید وکړ، خو ماته یې وخوړه. د سلطنت په دریم کال بیا د سلطان غیاث الدین د تره زوی «علاوالدین اتسز حسین» د تاج و تخت د نیولو لپاره له بامیان نه خوارزم ته لاړ او له سلطان محمد خوارزمشاه نه یې مرسته وغوښته او په فیروز کوه یې یرغل وکړ، خو خلکو له خپلې پلازمیني دفاع وکړه.»

رکن الدین له ماتې وروسته بیرته غزني ته ستون شو او بیا ګرمسیر ته چې د سلطان د ځواکونو له خوا ونیول شو او په فیروز کوه کې بند ته ټیل وهل شو دی لا په زندان کې وو او د جوزجاني په اند: «په ۶۰۷ ق کال سلطان د ترکي سر تیرو له خوا ووژل شو.»

د یادو څرګندونو سره سره بیا هم داسې ویلی شو، چې د سلطان غیاث الدین محمود او سلطان علاوالدین خوارزمشاه تر مینځ اړیکې دوستانه وې او د هغه تابیعت یې منلی وو. د دوئ تر مینځ اړیکې هغه مهال ټینګې شوې، چې خوارزمشاه ۶۰۳ ق کال په جمادی الاول، د «علامه کرمان» په نوم یو استازی له هرات نه د هغه دربار ته د دوستۍ په موخه واستوو او غیاث الدین محمود هم خپل یو استازی له یو شمېر ډالېیو او سوغاتونو سره، چې یو هم سپین فیل وو هغه ته ولېږه او نه یوازې د هغه تابیعت ته یې غاړه کېښوده بلکې خطبه یې هم د هغه په نوم کړه.

«جویني» کښلي دي، هغه مهال چې علاوالدین خوارزمشاه هرات ونیو او عزالدین حسین خرمیل یې وواژه، ښایي بیا به نه غوښته د همدې لامل له مخې په فیروز کوه یرغل وکړي.» ولې هغه همدارنګه په ۶۰۳ کال تالقان ونیو او د غیاث الدین محمود والي «سونج امیر شکار» یې تېښتې ته اړ کړ.
همدا ډول خوارزمشاه له تالقانو پرته یوه بل موهم ځایته هم سترګې نیولې وې، چې هغه غزني وه او د غزني د پلازمېني دب دبه یې نه یوازې افغانستان کې دننه د پام وړ وه بلکې سیمه ورته هم ګوته په خوله وه.

سلطان علاوالدین په دې پوهېدلی وو، چې غیاث الدین محمود نور د ټینګې نه دی، نو وړاندیز یې وکړ، چې د ستر سیال او رقیب تاج الدین یلدوز د غزني ځواکمن والي وځپي نو بیا یې خپل استازی ورواستوو چې د زوم او خسر اړیکه ورسره جوړه کړي او هم یې ورته وویل، د غزني خزانه به په درې برخو ووېشې، یوه برخه د تاسو، یوه برخه زما او درېیمه برخه به د پوځ جنګیالیو ته ورکړي.

دا د سلطان غیاث الدین محمود هر اړخیزه کمزوري وه، ولې بیا هم هغه مجبور وو، چې د سلطان علاوالدین خوارزمشاه هر وړاندیز په پټو سترګو ومني.
هغه وخت چې سلطان علاوالدین خوارزمشاه په ترکستان او ماورالنهر کې په جګړه بوخت وو، د ده ورور، د اصفهان والی علیشاه د یو شمېر اختلافونو له امله، د دې لپاره، چې د غور واکمن د غوري شهاب الدین په څېر یو ځواکمن سلطان وي، د غوري محمود دربار ته پناه یووړه.

محمود لومړی هغه ته هرکلی ووایه او وروسته سلطان علاوالدین ورته ووېل، د خوارزم دوست باید د تاسو دوست وي او دښمن یې ستاسو دوښمن،نو علیشاه زما دوښمن دی.

د غیاث الدین محمود د کمزورۍ یوه بله لویه نښه همدا وه، چې لومړی یې د علیشاه دروند او تود هرکلی وکړ او بیا یې زندان ته ټیل واهه چې په دی سره د هغه د پلویانو غوسه راوپاریده، په پاې کې ووژل شواو د محمود مړی بیا خپلې کورنۍ، هرات ته واستوو او له سره بیا خاورو ته وسپارل شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مشهور سندرغاړی ګلریز تبسم په حق ورسېد

خبریال: داوود جبارخېل (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۷ مه) د پښتو موسیقۍ سندرغاړی ګلریز تبسم د ۷۶ کلونو په عمر مړ شوی دی. نوموړي...