Homeخبرونهراشد خان د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په تاریخ کې لومړی توپ‌اچوونکی...

راشد خان د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په تاریخ کې لومړی توپ‌اچوونکی شو چې ۲۰۰ وېکټونه اخلي

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۸ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړي راشد خان د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په تاریخ کې نوی ریکارډ جوړ کړ او لومړی توپ‌اچوونکی شو چې په دې سیالیو کې ۲۰۰ وېکټې ترلاسه کوي. ده تر دې وړاندې په یو ورځنیو سیالیو کې هم د ۲۰۰ ویکټونو د اخیستو ریکارډ جوړ کړی و.

راشد خان دغه ریکارډ د پنجشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ په دوهمه مسابقه کې جوړ کړ.

هغه د لوبې په نهم اور کې د زیمبابوې لوبغاړی تادیواناشه ماروماني، چې یوازې یې دوه منډې کړې وې، وسوځاوه او خپلې وېکټې یې ۲۰۰ ته ورسولې.

د افغانستان دغه ۲۸ کلن توپ‌اچوونکی په خپله ۱۲۰مه شل اوریزه نړیواله لوبه کې دې بري ته ورسېد.

راشد خان تر اوسه په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د هر وېکټ د اخیستو لپاره په منځنۍ کچه ۱۳.۹۶ منډې ورکړې دي. همداراز، په هر اور کې یې د ورکړل شویو منډو منځنی شمېر ۶.۱۳ دی.

هغه دوه ځله په یوه لوبه کې پنځه وېکټونه هم اخیستې دي او غوره لوبه یې د یوازې درې منډو په بدل کې د پنځو وېکټو ترلاسه کول دي.

همداراز راشدخان له دې نظره هم په نړۍ کې لومړی مقام لري چې په یوولس مسابقو کې یې څلور یا تر څلورو ډېر ویکټونه اخیستي دي.

راشد خان اوس د شل اوریزو نړیوالو سیالیو د ډېرو وېکټو اخیستونکو توپ‌اچوونکو په نوملړ کې لومړی ځای لري. د انګلستان توپ‌اچوونکی عادل رشید د ۱۷۱ وېکټو په لرلو سره دوهم ځای لري.

راشد خان تر دې مخکې هم د تېر کال په اکتوبر کې د بنګله‌دېش پر وړاندې په ابوظبۍ کې په یوه لوبه کې لومړی افغان توپ‌اچوونکی شوی و چې په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ۲۰۰ وېکټې ترلاسه کوي.

راشد خان د افغانستان پرون (پنجشنبې) د توپ‌وهنې د پاڼۍ په وروستیو کې په شپږو توپونو څلور شپږیزې ووهلې، ۲۵ منډې یې جوړې کړې او تر پایه ونه‌سوځېد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مشهور سندرغاړی ګلریز تبسم په حق ورسېد

خبریال: داوود جبارخېل (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۷ مه) د پښتو موسیقۍ سندرغاړی ګلریز تبسم د ۷۶ کلونو په عمر مړ شوی دی. نوموړي...