Homeخبرونهپه کندهار کې د شورندام سمنټو فابریکې لومړی پړاو پرانیستل شو

په کندهار کې د شورندام سمنټو فابریکې لومړی پړاو پرانیستل شو

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۸ مه) په کندهار ولایت کې د شورندام د سمنټو فابریکې لومړی پړاو پرانیستل شو. تمه ده چې د دې فابریکې په فعالیت سره به د هېواد د سمنټو کورنی تولید زیات او پر وارداتو تکیه کمه شي.

د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پنجشنبې په ورځ د یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو په ګډون، د دې فابریکې لومړی پړاو پرانیست.

برادر د پرانیستې په مراسمو کې وویل، دوامدار اقتصادي پرمختګ د کورنیو سرچینو په اغېزمنې کارونې او له مصرفي اقتصاد څخه تولیدي اقتصاد ته په اوښتو پورې تړلی دی.

هغه د کورني تولید پر پیاوړتیا، د وارداتو پر کمولو، د صادراتو پر پراخولو او د هېواد د صنعتي سکتور پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د چارواکو په وینا، فابریکه به په لومړي پړاو کې هره ورځ د ۱۵۰۰ مټریک ټنو سمنټو د تولید وړتیا ولري او زرګونو کسانو ته به په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي. د دې فابریکې د دوهم پړاو د کارونو د پیلولو پلان هم شته.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري وویل، واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته په افغانستان کې په لومړي ځل د سمنټو تولید بېرته پیل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې دا مهال په هېواد کې د سمنټو د تولید شپږ سترې پروژې روانې دي چې ټولټال ۶۶۲ میلیون ډالره پانګونه پکې شوې ده.

د بدري په وینا، د دغو پروژو له بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د افغانستان د کورنیو اړتیاوو کابو ۵۰ سلنه سمنټ به تولید کړي.

د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د دې فابریکې د پرانیستې هرکلی وکړ او دا یې د هېواد لپاره ښه خبر وباله. هغه د تولید د کیفیت او صنعتي معیارونو پر ساتلو ټینګار وکړ.

افغانستان دا مهال د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر وارداتي سمنټو ډېره تکیه لري. تمه ده چې د کورني تولید پراختیا به د وارداتو اړتیا راکمه، د ودانیز صنعت ملاتړ او د کارموندنې زمینه پراخه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مشهور سندرغاړی ګلریز تبسم په حق ورسېد

خبریال: داوود جبارخېل (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۷ مه) د پښتو موسیقۍ سندرغاړی ګلریز تبسم د ۷۶ کلونو په عمر مړ شوی دی. نوموړي...