تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۷ مه) ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له بندیز سره سره، په ۲۰۲۶ کال کې د کوکنارو کرکیله د تېر کال پرتله له څلور برابره زیاته شوې ده. دغه سازمان ټینګار کوي چې بېوزلو بزګرانو ته باید د کوکنارو د کرکیلې بدیلې لارې برابرې شي، ځکه ډېری یې د عاید لپاره پر دې ګټور فصل تکیه کوي.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه په ۲۰۲۶ کال کې ۴۳ زره هکتارو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې دا اندازه ۱۰ زره هکټاره وه.
د راپور له مخې، د تریاکو اټکلي تولید هم په پنځه برابره زیاتېدو سره له ۳۰۰ ټنو څخه ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.
افغانستان د اوږدې مودې لپاره په نړۍ کې د کوکنارو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد و، خو په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو پر کرکیلې د بندیز له لګېدو وروسته، میانمار د نړۍ د تر ټولو لوی تولیدوونکي هېواد ځای خپل کړ. سره له دې، پراخې بېوزلۍ یو شمېر افغان بزګران اړ کړي چې بېرته د کوکنارو کرکیلې ته مخه کړي.
د افغانستان په شمال ختیځ کې یوه ۲۲ کلن بزګر، محمد، فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي: «له تریاکو پرته ان د لومړنیو خوراکي توکو د پېرلو وس هم نه لرو.»
د طالبانو د حکومت له بندیز وروسته، په افغانستان کې د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه له څه باندې ۲۰۰ زره هکتارو څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱۰ زره هکتارو ته راکمه شوې وه.
په ۲۰۲۵ کال کې په میانمار کې ۵۳ زره هکتاره ځمکه تر کوکنارو لاندې وه، خو د ۲۰۲۶ کال شمېرې لا نه دي خپرې شوې. د طالبانو چارواکي ادعا کوي چې په افغانستان کې یې له ۲۲ زره هکتارو زیاته ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.
خو د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر وايي، د کوکنارو ډېرې کروندې د غلو دانو د فصلونو ترمنځ یا د دېوالونو تر شا پټې شوې دي، چې له امله یې پېژندل او اړول ستونزمن دي.
محمد له خپل مور او پلار سره په بدخشان کې اوسي؛ هغه ولایت چې اوس د افغانستان د کوکنارو د کرکیلې په اصلي مرکز بدل شوی دی.
هغه ویلي: «طالبان موږ ګواښي او د کوکنارو کرکیلې ته مو نه پرېږدي. موږ یې په ډېرې وېرې کرلو ته دوام ورکوو.»
نوموړي چې نه یې غوښتل بشپړ نوم یز خپور شي، زیاته کړې: «غواړم موټر واخلم، کور جوړ کړم او واده وکړم. له تریاکو پرته دا کارونه نه شم کولای.»
د روان کال په مې میاشت کې، په بدخشان کې هغه مهال د نښتو پر مهال دوه کسان ووژل شول چې د طالبانو امنیتي ځواکونو د کوکنارو د کروندو د اړولو هڅه کوله.
د محمد په نوم یو بل ۳۵ کلن بزګر، چې خپله د کوکنارو کرونده په غوايي قلبه کوي، فرانس پرېس ته ویلي: «که غنم وکرو، زموږ د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي. اړ یو چې د ښه عاید د ترلاسه کولو لپاره کوکنار وکرو.»
هغه ویلي چې چارواکي یې ګواښي او کله ناکله یې فصلونه هم له اړوي، خو دی به د کوکنارو کرکیلې ته دوام ورکړي.
د نوموړي په وینا، «دا د ژوند د لګښتونو د برابرولو یوازینۍ لار ده.»
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې له یوه هکتار غنمو څخه څه باندې ۷۷۰ ډالره عاید ترلاسه کېده، خو د یوه هکتار کوکنارو عاید شاوخوا ۱۰ زره ډالره و.
دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د تریاکو بیه په ۲۰۲۵ کال کې له هر کیلوګرام ۵۷۰ ډالرو څخه په ۲۰۲۶ کال کې ۵۰۰ ډالرو ته راکمه شوې، خو لا هم د بندیز له لګېدو مخکې د هر کیلوګرام له ۱۰۰ ډالرو څخه ټیټې بیې پرتله ډېره لوړه ده.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر اجرايي مشرې، مونیکا جوما، ویلي: «د کوکنارو د کرکیلې څلور برابره زیاتوالی ښيي چې کله بېوزلي بزګران د خپلو کورنیو د مړولو لپاره بله لار ونه لري، نو د کوکنارو د ناقانونه کرکیلې د کمول څومره ستونزمن دي.»
د طالبانو حکومت هم منلې چې د بزګرانو لپاره د عاید د بدیلو لارو او اقتصادي ملاتړ له برابرولو پرته، پر کوکنارو بندیز «دوامداره او اوږدمهاله حللاره» نه ده.
دا ستونزه په داسې وخت کې لا پراخېږي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې افغانستان ته ۶.۶ میلیون افغانان ستانه شوي، هېواد له اقلیمي ناورینونو سره مخ دی، نړیوالې مرستې کمې شوې او په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان له نړیوال بانکي نظام څخه منزوي پاتې شوی دی.
د جاپان او اروپايي ټولنې په ملاتړ، د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر داسې پروګرامونه تمویل کړي چې له بزګرانو سره د کوکنارو د بدیلو فصلونو په موندلو کې مرسته کوي.
«دا یوه نړیواله ستونزه ده»
د افغان اېډ په نوم د یوې نادولتي ادارې له لارې، د بدخشان یوه ۳۵ کلن اوسېدونکي ذکرالله، چې د خپلې ۱۲ کسیزې پراخې کورنۍ لګښتونه پر غاړه لري، د غنمو اصلاح شوي تخمونه او سره ترلاسه کړي دي.
هغه فرانس پرېس ته ویلي: «موږ ترې راضي یو. د کوکنارو پرتله لږ زحمت غواړي او موږ هم په ارام زړه کار کوو.»
د محمد په نوم یو بل ۳۰ کلن بزګر، چې د خپلې ځمکې ۸۰ سلنه یې د غنمو کرکیلې ته ځانګړې کړې، فرانس پرېس ته ویلي چې په وروستیو کلونو کې د اوبو کمښت له کوکنارو پرته پر نورو فصلونو هم ناوړه اغېز کړی دی.
په کابل کې له فرانس پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر استازي، پوليک اوک سري، ویلي چې د تریاکو د تولید د دوامدار کمښت لپاره یوازې د بدیلو فصلونو کرل بسنه نه کوي.
هغه ویلي: «د بزګرانو لپاره د عاید دوامداره بدیل برابرول یوازې د نورو فصلونو د کرکیلې په اړه فکر کولو ته اړتیا نه لري.»
د نوموړي په وینا، بزګران بازارونو ته د لاسرسي، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ له لارې نړیوالو بازارونو ته د خپلو محصولاتو د رسولو، او همداراز سړکونو، د اوبو لګولو سیستمونو او د محصولاتو د زېرمه کولو اسانتیاوو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو دغه دفتر په ۲۰۲۵ کال کې اټکل کړی و چې د دې تګلارې پلي کول شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري. خو د اوک سري په وینا، د مرستندویانو او د طالبانو د حکومت له خوا د دې پیسو یوازې ۱۰ سلنه برابره شوې ده.
هغه زیاته کړې چې د دې تګلارې پلي کول وخت هم غواړي.
اوک سري ویلي: «تایلنډ د کوکنارو د له منځه وړلو له پیل مخکې ۱۵ کاله د عاید د بدیلو لارو په برابرولو پانګونه وکړه.»
د نوموړي په وینا، دا ستونزه یوازې په افغانستان پورې محدوده نه ده، بلکې نړیوال اړخ لري.
هغه ویلي: «دا په رښتیا هم یوه نړیواله ستونزه ده»، او څرګنده کړې یې ده چې د افغانستان نشهيي توکي د نړۍ په نورو وچو کې هم کارول کېږي.
د اروپايي ټولنې د نشهيي توکو د ادارې د معلوماتو له مخې، افغان تریاک په اروپايي ټولنه کې د هیروینو اصلي سرچینه ده. په ۲۰۲۴ کال کې په دغه ټولنه کې شاوخوا ۸۵۰ زره کسانو د تریاکو له ډلې نشهيي توکي کارول.
د ملګرو ملتونو استازي ټینګار کړی چې د دې ستونزې د حل لپاره نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ده.
اوک سري د نشهيي توکو د تقاضا د کمولو پر یوې داسې تګلارې هم ټینګار کړی چې نه یوازې په افغانستان، بلکې له افغانستان څخه بهر هم پلې شي.