جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهد مرگ شېبې او د مرگ استازی | لیکوال: حیات الله ژوند

د مرگ شېبې او د مرگ استازی | لیکوال: حیات الله ژوند

که مې څوک پښې په تبر وړې وړې کړي هم، پرې پوه به نه شم. ګڼ خلک مې سر، پښو، ښي او کيڼ اړخ ته ناست دي. نېږدې پنځلس منټه مخکې یوازې د پښو په ګوتو نه پوهېدم، مطلب بې حسه وې، خو ورو ورو دا حالت تر زنګنو او بیا تر ورنونو پورې پورته راغی. اوس مې په پښو هېڅ پوهېږم نه.

وړوکی ماشوم مې پر تلو ګوتې کش کاږي؛ خو زه نه تخنېږم.

ښه مې په یاد دي، پروسږ کال په مني کې څو همزولو کلک ونیولم او یو مې پښې کلکې ونيولې او دومره يې وتخنولم، چې په عذاب يې کړم او په زور مې له دوی ځان خلاص کړ، ترې منډه مې کړې؛ خو تر څو ګامه منډو وروسته مې یوه ستنه په پښه کې ننوته او له هغې سره بیا بې هوشه شوی هم وم.

یو وخت مې ګومان کاوه، چې د ژړا مې څوک نشته؛ خو دا ده اوس یوه بوډۍ چې نه پوهېږم، څوک ده او څه يې کېږم، اوښکې راباندې تويوي، دعا راته کوي، وايي: «خدایه نور يې مه ځوروه، همدومره عذاب يې بس دى، پور يې ورپرې کړه.»

زه په زړه کې «آمین» وایم، ځکه غواړم، له دې ګڼې ګوڼې وتښتم، په لسهاوو سترګې راکې ښخې دي، زه دومره له خپل نامعمول حالت نه وېرېږم، لکه اوس چې له دوی نه وېږېږم. یو دنګ هډور ځوان راته غاښونه چيچي او په څنګ جېب کې يې لاس ننه ایستی او وخت ناوخت یې چاړه د جېب له څوکې پړک وهي. زه نه پوهېدم، چې دی ولی داسې پېښې کوي، خو اوس مې رایادېږي، چې همدا نن شین سهار چې د دغه کلي په لور راروان وم، ده د جوارو په پټیو کې الوتونکو ته لومه غوړولې وه او زما له لاسه يې ښکار الوتی و، اوس پر ما سخت په غوسه دی او ان غواړي چې ما ښکار کړي؛ خو دی نه پوهېږي، چې له ما به څه بود کړي، هسې به ځان خوني کړي، ځکه د بوډۍ په وینا همدا اوس زما پور په پرې کېدو دی.

شاوخوا ګڼه ګوڼه یو دم غلې کېږي، چې ګویا په دغې اوږدې کوټې کې آدمي زاد نه سترګو کېږي. يو پلن خو ټيټکی سړی کوټې ته په راننوتو دی، اوږدې سپنې جامې يې اغوستی دی. څادر يې پر دواړو اوږو اچولى دى، اوږده ږيره يې ان تر ټټر پورى را ځوړنده برېښې، يوډول د گلابو عطر يې په ځان مښلي دي، سترگې يې هم نرۍ نرۍ تورې کړې دي. ما ته خو د مرگ استازې وبرېښيد، يقين مى نور هم زيات شو، خلکو لاره ورکړه او زما ښي اړخ ته کېناست، په لوړ غږ يې یو څه زمزمه کړل، له اوبو ډک ګیلاس راوړل شو، دی تر شونډو لاندې وغړمېد، بیا یې په ګیلاس کې لاړې تو کړې، پلن سورور سړي غوښتل، جام مې په خوله کې راتش کړي؛ خو بوډۍ ښځې يې جام له ګوتو ونيو او له جېبه يې مالوچ را واېستل او په جام کې يې ټيټ کړل، زما خوله يې راپرانيستله، څو څاڅکي اوبه يې زما په خوله کې راوڅڅولې. زه ټوخي اخیستی یم، په دومره لوړ غږ ټوخېږم، چې خلک ګومان کوي، زړه يې له خولې راوځي. له دې سره سم پلن سورور سړی په غوسه ناک انداز وايي: «چوپ، ټوخېږه مه، توبه وباسه!» زه ده ته څنګه ووایم، چې دوه کاره په یوه وخت کې څنګه وکړم او دی څه خبر دی، چې ښايي زه به همدا اوس په خپلو کړو پېښماني احساسوم او توبه به باسم. د پلن سورور سړي خبرې کرار کرار جگيږي او له خولې يې زګونه بادېږي، زما پر مخ يې لاړې رابادېږي. زه مې مخ پاکول غواړم، خو ګورم چې لاسونه مې شل دي، هېڅ نه خوځي. زه هک حیران یم، چې پر ما څه شوي. بوډۍ بیا راځي او له مخ مې د پلن سورور سړي لاړې پاکوي. زه له غرمې راهيسې همداسې ستونی ستاغ پروت یم، پلن سورور سړی وايي: «ځئ، ځنکدن يې خدای ورسخت کړی دی، لمر په ډوبېدو او د ماښام لمونځ په رارسېدو دی.»

اوس مې سر، پښو، ښي او چپ اړخ ته له بوډۍ ښځې پرته هېڅوک نشته، اوس د ګڼو خلکو سترګې راکې ښخې نه دي، دوه په دوه ناست یو، زه مې مخ وراړوم، بوډۍ ښځه اوښکې تويوي او خپله دعا تکراروي؛ زه نه پوهېږم، چې په رښتیا مې ځنکدن دی، که نه؟ خو پلن سورور سړى زما د سترگو له ليده همداسى پناه کيږي او ورکيږي، يوازې په خپلو خيالاتو کې بوډۍ وينم چې زما غم ورسره دى، نور هيڅ نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب