نن سبا ډېری خلک د وزن له زیاتوالي سره مخ دي او له مختلفو لارو هڅه کوي چې وزن کم او يا کنټرول کړي. د وزن زیاتوالی د وخت په تېرېدو سره انسان له ګڼو ناروغیو سره مخ کولی شي. کېدای شي د وزن د کمولو لپاره ډېرې لارې چارې شتون ولري او خلکو ترې ګټه هم اخیستې وي؛ خو بیا هم د وزن کمول ډېر وخت، سخت تمرین او رژیم ته اړتیا لري چې دغه چاره د هر چا د وس او حوصلې خبره نه ده. وروستیو څېړنو ثابته کړې ده چې له زنجبیل څخه ګټه اخیستل کولی شي په اسانۍ سره ستاسو وزن کم کړي. زنجبیل د غذا له هضم او جذب سره مرسته کوي. څېړونکي وایي زنجبیل خپله په معده کې یو ډول مواد ترشح کوي، چې هضم او جذب ګړندی کړي. دوی وایي زنجبیل چربي سوځونکی خاصیت لري که له خوړو سره یو ځای وکارول شي د وزن له کمولو سره مرسته کوي. ډاکټران وایي که غواړی وزن مو کنټرول کړی خپل غذایي رژیم ته زنجبیل ور زیات کړئ، ځکه زنجبیل په خوړو کې غوړین مواد او په بدن کې شته چربي له منځه وړي او د وزن د کمولو سبب کيږي.
زنجبيل د وزن له ژر کمېدو سره مرسته کوي/ ژباړه: حمیدالله حمیدي
خبریال: taand
0
1268
- Tags
- حمیدالله حمیدي
Previous article
نور تازه موضوعات
ادب
افغانستان هم پروین لري!
نقیب احمد قریشي
که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...