د جبار فراز (ورک سړي) ژباړې زما په شمول ډېرو کتابدوستو ته د دې کتاب د لوستنې تلوسه وراچولې وه، خو کله سړی خواشینی شي چې د پښتنو د کتابخوانو حوزه هم د سیاستوالو غوندې ده، کله یې هنګامه ګرمه او کله تر واورې سړه شي. ښایي د مطرحو لیکوالو د کتاب د کښښ او پلور یو دلیل دا هم وي چې دوی تر خپلو اثارو ډېر محبوب وي، تر چاپ وړاندې یې ډېر ښه او ډېر بد کتاب ته هم د لوستونکو تلوسه وي، امیر عشیري د همدې لیکوالو له ډلې دی. راځئ، اول د کتاب پر کیسې ځان خبر کړو، بیا به نورې خبرې کوو.
د دې کتاب ټوله کیسه د یوه قاچاقبر ریما (هیښنده دا چې د امیر عشیري یوه لور هم په دې نوم ده.) له قاچاقبري ژوند د څارګرۍ ژوند ته په راتګ او بیا ترې تر لاس اخیستنې راڅرخي. ددې پلاټ او کیسه د قاچاقبر په یوه نادر عادت باندې غځیږي چې وروسته یې وایم. کیسه، په یوه ټرېن کې د سپاره ایراني «ریما»، کشیش لودویک او ښایستوکې نجلۍ ایرما له ګډ سفره د جوړشوي پاکستان او هند له پولې پیلیږي. لودویک او ایرما په پخه شپه کې پر مطالعې بوخت وي چې ایرانی ریما یې په خبرو راولي. ریما ځان هند کې د نفتي ټرانسپورټ کارګر، جرمنی لودویک عیسوي کشیش او اترېشۍ ایرما ځان ګرځندویه معرفي کوي، خو دوی په پټه ددې کاروبار تر شا نور او اصلي کاروبارونه لري. ریما کټر قاچاقبر دی، لودویک د متفقینو ـ برېتانیې جاسوس او ایرما د محور-نازېزم جاسوسه وي. د کتاب کیسه نوکندي کلا (هغه وخت کویټې ښار ته نارسېدلې سیمه وه.) کې د دوی د ټرېن له درولو او د مخپټو وسلهوالو تر یرغملېدو پيل شي. دا د سفر درې ملګري د «شانیها» په نوم په ظاهره د یوه لاروهونکي له لوري یرغلمیږي چې له ایراني ریما سره پخوا په هند کې د قاچاقبري شریک و. ددې دریو ملګرو سفر نیمګړی شي او د کتاب په دولسم مخ کې ترې ښایستوکې نجلۍ(ایریما) ووژني، خو ایرما قاچاقبر ریما ته خپل شفري لاسي ساعت سپاري او تاکید پرې کوي چې دا ساعت باید د تهران لاله زار چوک کې د پارېس بوفې په نوم یوه دوکان کې یوه سړي ته وسپارې. دا سړی (وارنر نومی) په کیڼ لاس کې نسواري دسکله په لاس کړي وي او په همدې لاس کې یې سګرټ بل وي. دی په تکلیفونو او لودویک سره د ساعت پر سر تر ګواښ و ګیره تهران ته رسیږي، همدلته یې د قاچاقبرۍ نړۍ پاڼه اوړي او د یوه جاسوس په توګه راڅرګندیږي. دی په لنډ وخت کې د جرمن ـ نازیانو په څارګر سازمان کې مشهوریږي او پر باوري کس بدلیږي. د خپل کار په جریان کې د متفقینو لاس ته هم لوېږي چې خپل سازمان ته یې پر خدمت مجبوروي.
دې ناول کې د دوو ډلو او سازمانونو تر منځ پر یو بل د غالبېدو هڅه نه ده، بلکې د پردې تر شا هېوادونه او یا حتی بلاکونه سره په جګړو دي. دا ناول د ۱۹۳۰-۱۹۴۰ لسیزو داستان دی چې په همدې لسیزو کې د متفقینو او محور هېوادونو ترمنځ په منځني ختیځ کې پر یوه بل برلاسي ښیي. ناول کې د هغه مهال د څارګري ژوند، لارې چارې او له کارېدونکو توکو ګټه، د ایران او سیمې جغرافیا، د کلیو او ښارونو حال او نور ښه راښودل شوي. (ګومان کوم، دا مهال به د لیکوال عمر هم د ۱۰-۲۰ ترمنځ و. دا خبره ناول کې د شته سیمو د انځورونې له اټکل سړی کولی شي.) په جنایي ناولونو او فلمونو کې انسان د انسان عقل ته حیران شي. مګر یو شی شته چې څارګر سازمانونه کله ـ کله له یوې چینې اوبیږي، خو ملاتړو یې په پټو سترګو د یوه بل له سرونو کلهمنارونه جوړ کړي وي.
د ناول په نږدې پیل او منځ کې دوې پېښې ناول له تخنیکي پلوه تر پوښتنې لاندې راولي. تهران کې د قاچاقبر ریما او ساعت سپارونکي وارنر سره تر کتو وروسته دی په نیمه شپه د وارنر او انجیلا(د نازیانو څارګرانو) له کوره راوځي، په پخه شپه یوه ښایسته ښځه موټر کې یوازې ناسته وي، ده ته غږ کوي چې سګرټ لري خو لایټر(اور بلونکی) ترې پاتې دی. دی ورسره مخکې سېټ کې کیني، سګرټ وربلوي چې د شا لخوا دروند سوک وخوري او یو وخت چې را په سد کیږي، نو د یوې ښځې له مړه لاش سره پروت وي او د قتل په قضیه کې ونیول شي. ددې ترڅنګ چې قاچاقبر پوره څالاک، هوښیار او یو عالم سړې او تودې یې تېرې کړي، څنګه په نیمه شپه ترې یوه ښځه د سګرټ لایټر غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې دده د څارګري ژوند لومړۍ شپه وي. بله پېښه د لازده د تښتونې ده.(دا د ریما لومړی ماموریت هم وي چې ناکامیږي.) کورت(د نازي سازمان څارګر) سره د لازده(د متفقینو نامتو کس) د یرغملېدو پلان لري، خو په لاره کې یو ملنګ خو اصل کې د متفقینو جاسوس شله وي چې دوی سره به په همدې موټر کې ځي، باوجود ددې چې همده ملنګ د دوی موټر هم پنچر کړي وي. په لاره کې پرې توپانچه پرې راباسي، دوه ساعته یې معطلوي او یاد پلان ناکامیږي.
داستان په ټوله کې د تلوسې په ملتیا درومي، خو جنایي ناولونه د کتاب تر لوستو مخکې سړی پوهوي چې ددې ژانر منځپانګیزه دونیا جنایت دی، وژني دي، غلاوې دي، څارګري ده، خطرونه او… . انسان طبیعي د حقیقت له موندنو سره مینه لري، په جنایي ناولو کې د حقیقت موندلو تلوسه سړي سره لا ډېریږي. ته به وا، کومې معما سره مخ یې او حلول یې در له غاړي دي. وړاندې مې ویلي و چې دا ناول پر یو شي غځېدلی او هغه د قاچاقبر ریما پر پلټونکي حس ده. دی وایي چې زما له خطرونو او پېښو سره غریزوي جوړه وه. دې ناول کې هم دی تر هغې نه دریږي، تر څو یې د یوې وړې او غټې پېښې جرړه نه وي موندلي. په ټرېن کې له دوو نورو همسفرو سره د دې لټه هم کوي، چې کشیش لودویک په نیمه شپه د ایرما په سامان کې څه شی لټاوه؟ دا چې د کتاب نوم(سړی، چې هېڅ نه و.) له کوم ځایه اخیستل شوی، لوستونکو ته یې پرېږدم.
ددې ناول د لوستو پر وخت سوچ راولوېد چې امیر عشیري حتمي ددې او ورته پېښو مشاهده کړې.
وروسته مې ولوستل چې ده له زلمیتوبه له جنایي پېښو سره مینه وه او دې مینې د جنایي ناولونو لیکنې ته هڅولی و. ایراني ادبپوهان یې د دري ژبې د جنایي داستانونو بنسټګر او پلار بولي. ځیني دی غریزوي لیکوالۍ ته پيدا بولي. بده دا چې د سیمې ژبې یا ټوله کې ختیځ ادبیات په جنایي داستانونو کې په ځلونو له غربي ادبیاتو پاتې دي. ویل کیږي چې په انګریزي کې هر پینځم چاپېدونکی کتاب به جنایي داستان وي.
کتاب د پیل له دوو جملو پرته عالي او په روانه ژبه ژباړل شوی. د کتاب د پيل دوې، درې جملې چې ادبپوهه ملګري لولي، سړی زړهتنګی کوي چې ناول ټول په دغه ډول نه وي. ځای نیم ځای یې ژباړه کې مساله مالګه ورګډه کړې چې د ژباړې استادان او ماهرین به ووایي چې په موخنه ژبه کې تر کومې کچې اختیار لرو.
یو، دوې جملې یې:
پر خپل برخلیک او قسمت خندا راغله چې څه سپی پسات یې راوکړ.
یوازې یم، شین دیغت مې کړی.
او…