شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهبني آدم (لنډه کیسه) لیکواله: واجده تبسم

بني آدم (لنډه کیسه) لیکواله: واجده تبسم

ژباړه::نسیمه بارې- 

داسې ښکاریده لکه نوې واده سوې ناوې چې په خواږه خوب ویده وي،پر شونډانو يې هم هغسې مسکا وه، ویښتیان يې ځلیدل او پر تندي یې زلفان لکه تور ماران اوس هم هغسې پراته وه.

دا مرګ خو د هغې پر ګلابي او ښایسته رنګ هیڅ تاثیر نه وو پرییښی. مرګ څنګه ورته راغلی!، څو شیبې مخکې دوی دواړه په خندا او خوشحالۍ پر لار روان وو او څومره خوږ مجلس یې سره کاوه، د ځوان یوازيني زوی د واده خبرې يې کولې. ناببره د شا لخوا غټ موټر داسې په بې رحمۍ سره د دوی د موټر سره ټکر سو چې ټوله نړۍ مو د سترګو وګرځیدل. مراد چې کله په هوش کې سو نو د خلګو نه بې پروا وو او نارې يې کړې: لیرې سئ زما په میرمنې څه سوي؟

هغې وخته لا سا ورکړې وه خو مرګ هم د هغې د څیرې نه هغه مسکا ورکه نه کړه کومه چې د زوی د واده په خبرو سره د هغې پر خوله خپره وه. هغه اوس د څلویښت کلونو نه اوښتې وه خو د انجلۍ غوندې ځوانه معلومیده.

کله کله به یې خاوند ورته ویل:

ته هم په ځان کې عجبه ښکلا لرې او ته پوهیږې چې د پرون په میلمستیا کې ښاغلي بیګ څه راته وویل. هغې په خندا سره وپوښتل ښه!

څه یې ویل؟

ویل يې دا لور دې زده کړې خلاصې کړي که یا؟

اوس نو راسه زه یې ستا پلار کړم. میرمنې یې سمدستي په تلوار ورته وویل توبه وکاږه د خدای ج غضب به راباندې وسي، په دې خبره دې نکاح له منځه وړې که څنګه؟

کله چې به هغه د مراد میرمن لږ ناروغه سوه نود مراد به نفس ورسره ختۍ نو میرمنې به يې د مراد حالت ته په کتو ویل ته خو داسې ویریږې ته وا زه مرمه.

نه ګرانې نه داسې مه وایه، ستا لپاره به زه د رب سره هم په ضد سم. میرمنې يې ورغبرګه کړه توبه نعوذ بالله څوک دخدای (ج) سره زورنه سې کولاې، زه به مې له خدای ج دعاوې وغواړم چې ته تل زما سره زما په څنګ کې واوسې.

کلونه وړاندې کله چې د مراد مور د هغه لپاره انجلۍ کتلې وه نو داسې یی ویل، د انجلۍ نوم نه یوازې چې شاپیرۍ وه بلکه هغه شاپیری څیره درلودنکې هم وه. څنګه چې مې هغه ولیده نو ګمان مې سو چې د کوه قاف شاپیرۍ ده. مراد به په لوړ آواز وخندل او مور ته به يې ویل مورې ته خو اوس سمه شاعره سوې!

زویه! زه او شاعري سره لیري یو. بس تل به مې دا دعا کوله چې څومره مې زوی ښایسته او د لوړمقام درلودونکی دی، ښکلې ماڼۍ لري او ښه دنده هم لرې نو الله تعالی دې هم دومره لایقه او ښایسته ناوې ورته په نصیب کړي، داسې نه وي چې کله په څنګ کې ورسره ولاړه وي نو خلک هغه متل ووايي چې ښه انګور د چغال په نصیب کې وي. د مراد د مور خبره رښتیا وه، شاپیرۍ په رشتیا چې هم شاپیری وه، د مراد ژوند ډیر ارامه او د خوشحالۍ ډک وو او هغه به شاپیرۍ ته د نازه په زړګي ویل نو کله کله به شاپیرې ورته ویل چې ګوره ته ماته د خلګو مخ ته په دې نامه مه وایه چې بد کار دی نومراد به په ځواب کې ورغبرګه کړه چې زما یې په خلګو څه.

د وخت په تیریدو سره شاپیرۍ ته خدای ج د دې په شان ښکلۍ زوی ورکړ چې د هغه په پیدایښت سره

دا نوره هم ښایسته او ځوانه ښکاریده. کله چې به شاپیرۍ د زوی په کارونو مصروفه وه نو مراد به تر چوټې ونیوه او په مینه به یی ورته ویل!

تا خو د زوی د پیدایښت سره موږ هم هیر کړي يو. دا ته څنګه خبرې کوې، ته خو په حقیقت کې زما د زړه مراد يې نو ستا ځای کله څوک نیولای سې….

ښه نو دا فرهاد هم ؟ د مراد او شاپیرۍ د زوی نوم وو داسې لس فرهاده به هم ستا ځای ونه نیسې، د دې په ویلو سره د شاپیرۍ پر مخ د حیا سور رنګ وګرځیدی.

مراد به تل ورته ویل زه چې اوس څومره مینه درسره لرم او څه ډول یم تل به هم داسې یم، یعنې پر تا مین ، ستا عاشق او ستا مجنون. تا خو هیڅ وخت ماته داسې ونه ویل چې ماته د آسمان نه ستوري راوړه زه یې په پوړني کې ګنډم. زما دې په خدای (ج) قسم وي چې ستا د سترګو د رپیدو سره به مې سم ستوري درته راوړي وای……. نو میرمنې یې ورته وویل:

آیا ته به تل هم داسې مینه زما سره ولرې؟

هو، تل به زه درسره دومره مینه ولرم خو تر دې به لا زیاته مینه وي، بس نوم به مې د مینې په کیسواو کتابونو کې نه وي ځکه د مجنون په شان زه په صحراو کې نه ګرځم. ستا د زړه په کتاب کې به زما نوم تل ژوندی وي. بس هم دومره کفایت کوي چې ستا په زړه او سترګو کې زه تل اوسم نور نو زه د دنیا نه څه نه غواړم.

شاپیرۍ په خندا سوه او ورته ویل به يې:

مراده! ستا دا ټولې خبري که سره یو ځای کړو نو د فلم رومانوي کیسه به ترې جوړه سي. مراد به ورته ویل چې زه خو مخکې لا ستا په مینه کې شاعر او لیکوال سوی يم. شاپیرۍ به هغه وخت ډیره شرمیده کله چې به د دوستانو کور ته میلمانه وه او مراد به خپل عشق همداسې په رومانوي خبروښکاره کاوه. مراد د ډیر مردانه ښکلا او ښایست خاوند وو، ښه وظیفه او ښه ژوند خدای تعالی ورکړی وو نو خلګو به تل د دوی پر ژوند بحث کاوه او ویل به يې چې خدای ج څنګه د ژوند هره خوا پوره ورکړې ده. داسې د عزت وظیفه، ښایست او د خوشحالۍ ژوند خدای ج یو چا یو چا ته ورکوي چې د هغوی نه یو مراد هم وو.

کله چې به شاپیرۍ په یو کار اخته وه نو مراد به بیله کوم کار درلودلو هغه ځان ته متوجه کوله او کله به يې ویل زما د دفتر دوسيې دې چیرې ایښي او کله به يې ویل زما فلانی رنګ کالي نه معلومیږي اوشاپیرۍ چې پدې هر څه پوهیدله نو مغروره به سوه چې خاوند یې د واده څو کلونو په تیریدو سره لا دومره مینه ورسره لري.

کله کله به شاپیرۍ و مراد ته ویل: ما فکر کاوه چې د ځوانۍ او ښایست په وخت کې دومره مینه راسره لرې خو اوس پوهه سوم چې ستا مینه د ښایست او ځوانۍ محتاجه نه ده او ما ستا په مینه کې د واده شل کاله وروسته هم فرق او کموالي احساس نه کړه.

یوه ورځ شاپیرۍ، مراد، د شاپیری خواښې د لیوره د زوی په مرکه ولاړل نو انجلي د ټولو خوښه سوه او کله چې کور ته راتلل نو د انجلۍ ماما چې لا بې واده وو نو خور ته یې وویل چې د ده لپاره وشاپیرۍ ته مرکه وکي…..بس پدې خبره چې کله مراد او نور دوستان خبر سول نو څو څو ورځې دا خبره یادیدله او ددې خبرې په یادولو شاپیرۍ شرمیدله هم، خو د دې سره سره يې په ځان زړه هم ښه وو چې هغه تر اوسه داسې ځوانه ده چې خلګ پرې د پیغلې ګومان کوي. کله به مراد په ټوکو کې ورته ویل ګوره! زه ایله ستا لیونی نه یم ځکه خلګ تر اوسه پر تا د انجلۍ ګمان کوي نو شاپیرۍ به ویل:

خلګ که هر ډول فکر وکړي خو دا ستر حقیقت دی چې زه اوس د یو ځوان زوي مور یم.

خو نن هغه نه وه او داسې ځای ته تللې وه چیرې چې یو وار څوک ولاړ سي نو بیرته د راتلو تمه يې نه وي. مراد خو سم لیونی وو، هغه به سر د ځمکې ځمکې وهی او په چیغو چیغو به يې ژړل. د نشې او خوب ګولی هم پر هغه تاثیر نه کاوه او کله چې به ډاکټر د خوب پیچکارۍ لګولو لپاره هغه ته نږدې ورتلی نو مراد به په ژړا ورته ویل: آیا دا د خوب پیچکارۍ به هغه زما د زړه او فکرونو څخه وباسي؟

خو اوس به یوازې مرګ هغه زما د زړه نه باسي. د شاپیرۍ ملګرې نجمه هم د شاپیرۍ د مرګ په خبریدو د ډهلي نه راغلې وه او د هغې د لور ثمر سره د مراد د زوی فرهاد د کوزدې خبرې کیدې.

هغه د شاپیرۍ د ماشومتوب شیریکه وه او د دواړو یو یو اولادونه وه، دواړو دا پریکړه کړې وه چې دوی به د اولادونو د ژوند تړون سره کوي چې د دوی دا ملګري تل و اوسي. کله چې نجمه د شاپیرۍ په مرګ خبره سوه نو تر سترګو يې ځمکه او آسمان وګرځیده که څه هغه یې په غم کې مړه نه سوه خو د مړو په شان وه.

هغې ثمر هم د ځان سره راویستې وه، که څه هم د ماتم کور وو خو د ثمر راتګ د کور و انسانانو ته یوه روحیه ورکړې وه او بل دا چې خدای تعالی هغې ته ډیر ښایست ورکړی وو.

یوه ورځ فرهاد و ثمر ته وویل:

ته خو زما پلار ته د خوړلو لپاره یو څه وروړه ګوندې هغه ستا د لاس یو څه وخوري، زه؟…..زه يې څنګه وروړم هغه خو سر هم نه راپورته کوي، ثمر په بنده بنده ژبه وویل چې ولې ستا انا جانې ته به ووایم چې هغه یو څه وروړي. ستا پلار کله د چا په قول کوي چې یو څه به وخوري. ستا پلار؟؟؟؟؟

فرهاد د ثمر دا خبره تکرار کړه، ته زما پلار ته خپل پلار ولې نه وايې دا ستا پلار څه معنا؟

هغه داسې ده چې زما لومړی ځل دی نو ځکه ماته هم دا پر خوله راغلې…خیر اوس ورسه او زموږپلارته د خوراک یو شی وروړه کیدای سي ستا د لاس نه يې وخوري.

کله چې ثمر کوټې ته ورغله نو د مراد ببر ویښتیان، ژيړ مخ او وحشتناکو سترګو په لیدو يې ستونې دژړا ډک سو او په کراره کراره د کټ خوا ته ورغله او پر ږغ یې کړل… پلار جانه!

دومره ورځې وروسته نن مراد سر راپورته کړ ځکه آواز يې شناخته تر غوږو سو او په حیرانتیا یې ثمر ته رډ رډ وکتل.

ثمر په ریږدیدلي غږ ورغبرګه کړه:

تاسو یو څه وخورۍ….زه ثمر یم او تاسو ته مې ډوډۍ راوړې.

مراد په کراره د ځان سره وویل ثمر….ثمر بهشت…..ثمر یعنې د جنت میوه…هغه خپل سر په کټ واچوی او په فکر کې سو او د شاپیرۍ د مرګ ورځ يې په یاد سوه کله چې هغه سر د ځمکې ځمکې وهۍ او په ښځو کې یوې د بلې نه پوښتنه وکړه چې دا څوک دی کوم چې سر د ځمکې ځمکې وهي او په چیغو ژاړي!؟.

بس هم دغه خو د شاپیرۍ میړه دی.

ښه،دا خو بیخي ځوان دی.

نو شاپیرۍ خپله هم ډیره ځوانه او ښایسته وه.

ده ته خو ولا هر څوک خپله لور ورکړي ځکه داسې ښایسته ځوان دی.

دا خبرې دې بس که چې د مرګ کور دی، او ته دا څه وایې.

مراد بیا سر راپورته کړ او سترګې يې پر هینداره برابرې سوې، بیا يې ثمر ته وکتل او بیا یې په هینداره کې ځان ته وکتل او بیا یې و ثمر ته وکتل.

مور! مراد په کښته ږغ و مور ته ور ږغ کړ، شاپیرۍ او د مراد مور د لور او مور په شان وې. هغوی هیڅ وخت د خواښې او نږور غوندې سلوک یو د بل سره نه کاوه.هر چا به دا ګومان کاوه چې مور او لور دي. د شاپیرې خواښې هم د نږور په غم کې بی هوشه پرته وه.

مور!

مراد بیا ور ږغ کړ….مور يې په وچ زور ځان تر مراد پورې راورساوه. کله چې هغې مراد ولید نو ژړاورغله او د ځان سره يې وویل دواړه څنګه سره خوشحاله وه خو یو لکه مرغه والوته او بل یې یوازې کړ.

ژوند د همدغسې لوړو او ژورو نوم دی زویه! او خدای شاپیرۍ ته هم دومره ژوند ورکړی وو، زما لور ډیره خوش بخته وه چې میړه يې جنازي ته اوږه ورکړه او جنت ته يې وسپارله.

هغه د مور په اوږه لاس کښیږد او مور ته ئي حوصله ورکوله، ورته وې ویل مورې داسې کومه خبره نه ده.

ته تر اوسه ښه نه ئي زما ګران شهزاده زویه، د خوب پیچکارۍ ولګوه ځکه څوک د مړو سره نه مري.                  

مراد د مور اوږې نورې هم په کلکه سره ونیوې او په یوه ساه يې ورته وویل:

د فرهاد درس تر اوسه نه دی پوره او بل اوس د هغه د واده وخت لا لیرې دی. او بیا دومره ژر باید موږ د واده دروند بار دهغه پر اوږو کښې نه ږدو، نجمه شاید په دوو او درې ورځو کې بیرته ډهلي ته ولاړه سې نو د دوی د تګ مخکې ته د هغې سره د ثمر لپاره زما د واده خبره وکه.

نن د شاپیرۍ د مرګ شلمه ورځ وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب