پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبکره کتنهجلال امرخیل یو طبیعي شاعر

جلال امرخیل یو طبیعي شاعر

د محمدالله ارین احمدزي لیکنه

په هیواد کې نن سبا شاعران بیخي ډير شوي دي خو ډير یې تر ډيره ماته داسې فرمولي شاعران ښکاري او په شعرونو کې یې زړه راښکون او طبیعي ښکلا نه وي که لږ داسې بربنډه یې و وایم شاعري یې کړي وي خو ډيره په زور او یوازې د دې لپاره چې د شاعرانو په کتار کې کښیني او دی هم ګواکې شاعر وبلل شي. چې د دوی په دې ډول له زوره ډکو کړنو لوستي خو څه کوې ډير نا لوستي کسان هم نه پوهیږي. خو بیا ځينې داسې د ګوتو په شمار شاعران هم شته دي چې په شعر یې سړی قضاوت کولای شي او د شعر یې د ډيرو ښو شعرونو په کتار کې دریدی شي. چې د دوی په منځ کې یو هم نوی نوی راټوکیدلی جلال امرخیل دی چې له نن څخه ۲۱ کاله پخوا یې د ننګرهار ولایت د سره رود په ولسوالۍ او د شاهي کلا په یوه دینداره کورنۍ کې دې دنیا ته سترګې وغړولې او د ځواني په نوي پړاو کې د ۱۳ کلو به و چې شعر ته یې مخه کړه خو ډير ژر یې شعر دومره پوخ او په ډيرو ځایونو کې یې انګازه خپره او ډير مینه وال یې وموندل چې ما غوندې ډیرو نالیدلو به په جلال امرخیل باندې د یو سپين ږیري سړي فیصله کوه ځکه د شعر د پوخوالي او روان والي له امله په دومره تنکۍ ځوانې کې داسې شعر لیکل ډير کم تر سترګو کیږي، شعر او شاعري یې ډيره پخه وه او داسې ښکاریده چې کیدی شي د شاعر ژوند له ډيرو ناخوالو سره مخ شوی وي خو نه داسې نه وه ځکه جلال امرخیل لا تر دې دمه هم ځوان دی. ما چې کله په لومړي سر کې د انټرنیټ دنیا ته مخه کړه او بیا مې په خپل وار سره په هیواد کې له ګڼ شمیر چاپي رسنیو سره همکاري پيل کړه د جلال امرخیل شاعري مې دومره زیاته خوښیده چې زه یې په لیکنه کې اټکل هم نه شم کولای، په هر حال جلال امرخیل چې اوس مهال په بلجیم کې د مسافري شپې ورځې سبا کوي د مسافري او له هیواد څخه د لرې والي سره سره بیا هم له خپلې ژبې، ولس او فرهنګ سره دزیاتې مینې له امله داسې کره پوره او پاخه شعرونه لیکي چې له هیواد څخه د لرې والي سره سره ډيری د پاخه عمر لرونکي شاعران یې هم حیران کړي دي، د وزن او قافیې په تار کې ټکي او کلیمې داسې پيي چې هیڅ اټکل یې نه شي کیدی. ښاغلی امرخیل دوه شعري ټولګي لري چې یوه یې د (اوس دې هم هه شپه په خوب کې وینم نومیږي چې په ۲۰۰۷ کال کې چاپ شوې او یاده شوې ټولګه یې د مینه والو د زیاتې مینې او غوښتنې په ترڅ کې دوه ځلې بیا هم چاپ شوې او بله ټولګه یې چې بیخې نوې ده په تیر ۲۰۱۰ کال کې چاپ شوې چې دواړه یو د بل تصویر نومیږي.) چې د دوهمې ټولګې مینه وال یې هم دومره زیات دي چې زه په ډاډ ویلی شم چې دا به هم د تیرې هغې په څير څو ځلې د چاپ په ګاڼه وپسولل شي. د دې لپاره چې خبره راڅخه اوږده نه شي راځم د دې شاعر د شاعري څو اړخونو ته:
د شاعر په شعرونو کې طبیعي ښکلا:
مخکې تر دې چې د دې شاعري په شعر کې طبیعي ښکلاولټو د ده شعر یوه بیلګه راوړم چې وايي:
ښکلې ننداره دې ده په سترګو کې
لويه فلسفه دې ده په سترګو کې
ولې به د خيال دنيا ته نه راځې
کړې چې وعده دې ده په سترګو کې
زه دې د جنت لارې ته بوتلمه
مينه پښتنه دې ده په سترګو کې
کله کوي ( هو ) او کله ( نه ) کوي
دا کومه نخره دې ده په سترګو کې ؟
ښه دې کړم نشه نشه په يو نظر
ټوله ميکده دې ده په سترګو کې
جړک راباندې راشي چې دروګورم
سمه زلزله دې ده په سترګو کې
ګورمه تصوير د امرخېل په کې
روغه ائېنه دې ده په سترګو کې
راځۍ د دې شاعر په شعرونو کې په ځينو طبیعي ښکلاو باندې لږ څه مکث وکړو، له دې سره سره چې کیدی شي د ده په شعرونو کې ډير داسې څه وي چې په اسانه د سړي اند ورته ونه رسیږي خو تر هغه چې زمونږ د پوهې وس وي څه ناڅه رڼا به پرې واچوم،
شاعر په پاسني غزل کې وايي:
کله کوي ( هو ) او کله ( نه ) کوي
دا کومه نخره دې ده په سترګو کې ؟
دلته که چیرې په دې شعر کې یوې ښکلې پښتني او کلیوال انځور ته وګورو شاعر دلته ډيره یوه نادره خبره کړې هغه داچې له خپلې مینې سره مخ کیدل دوه څيزه له ځانه لري چې یو یې هو او بل یې نه دی، ځکه ډير ځلې مین خپلې مینې ته او یا مینه خپل مین ته په ډيرو ځایونو کې د ټولنې د دود سره سم په کله هو کړي کله نه او د دې کارول ټول په سترګو کې وي ځکه د پښتنې مینې هو او نه نو داسې نه وي لکه د نورو ټولنو ځکه د پښتنې مینې هر راز په سترګو کې وي او ډير څه په سترګو کې له ځانه سره لري چې دلته به هغه لنډۍ هم بیځایه نه وي او د امرخیل شعر به پوره تبصیر کړي چې وايي:
په جینکو کې دا عادت دی
لوګی بانه کړي ژړا يار پسې کوینه
او یا داچې وايي:
ښه دې کړم نشه نشه په يو نظر
ټوله ميکده دې ده په سترګو کې
د شاعر شاعري چې څومره ما لوستې د ده شاعري تر ډيره پښتنه شاعري ده او په پښتو تیر ادب کې یې ډيرې بیلګې او ورته ټکي لیدل کیږي.دلته د یو چا سترګو ته کتل که په ریښتونې توګه وګورو کیدی شي د میو یا شرابو او د سترګو د نشې ډير توپير وي خو که اصل ته راشو بیا دواړه نشې یو شی دي ځکه دواړه عقل له منځه وړي نو دلته هم د ده د شعر د تبصر لپاره بیا هم په یوه ټپه یا لنډۍ بسنه کوم چې وايي:
دا ستا په سترګو کې پيریان دي
چې په تا راشي غوټې ماته را کوینه
او یا هم داچې:
ګورمه تصوير د امرخېل په کې
روغه ائېنه دې ده په سترګو کې
په سترګو کې د تصویر کتل دا نو داسې تشبیه ده چې ډيره نادره یې بللی شو او ډيره کمه کارول شوې خو ده په آینه او سترګو کې د تصویر لیدل داسې انځور کړي دي چې تر ډيره دا بیا هم د ده د شاعري او نازکخیالي ښودنه کوي. د شاعر په شاعري کې که چیرې ځير وکتل شي ډيرې داسې بیلګې چې پکې نازکخیالي، طبیعي ښکلا او پښتانه دودونه پکې انځور شوي دي.
د شاعر په شاعري کې مسافر خیالونه:
د شاعر په شاعري کې مسافرانه احساسات ځکه ډير دي چې دی په خپله د ژوند خوږې شیبې تر دې دمه په مسافري کې تیره وي او تر ډيرو ډير یې پکې د زړه درد ډير ښه انځور کړی دی، چې زه به یې د بیلګې په ډول یو غزل راوړم چې وايي:
غزل
د دردونو سلسله ده ؛خو خوږه ده
د ژوندون ميوه ترخه ده ؛خو خوږه ده
ستا نامه په احترام اخلي ، ښه لګي
د رقيب د خولې کيسه ده ؛خو خوږه ده
زه روان يم ، رخصتېږم ته ژړېږې
څه د غم ډکه صحنه ده ؛خو خوږه ده
زما سترګو کې ګيله ده خو ترخه ده
ستا پر شونډو بهانه ده ؛خو خوږه ده
ستا بېلتون دی ، ستا يادونه راسره دي
رانه تاوه سره لمبه ده ؛خو خوږه ده
د يارۍ نه ده جلاله ! ښه پوهېږم..
چې جلۍ لږه وړه ده ؛خو خوږه ده
دلته د شاعر په دې غزله کې له دې سره سره چې ګڼې مینه ناکې خبرې له لرې ښکاري خو په دې غزل کې یې مسافرانه احساسات ډير ښه انځور شوي دي چې وايي:
زه روان يم ، رخصتېږم ته ژړېږې
څه د غم ډکه صحنه ده ؛خو خوږه ده
دلته له کوره د یو مسافر وتل او بیا په کور کې د کورنۍ د غړو له اوښکو ډکې سترګې په ریښتونې توګه چې یوه ښکلې تشبیه او له غمه ډکه صحنه بللی شو چې شاعر په خپل دې بیت کې په شاعرانه قوي انداز سره ویلې ده، چې د شاعر د دې دوه بیتونو انځورونه او تشبیه بیا کیدی شي د کورنۍ له ډيرو غړو سره وشي.
یا هم دا چې وايي:
ستا بېلتون دی ، ستا يادونه راسره دي
رانه تاوه سره لمبه ده ؛خو خوږه ده
او یا هم د بیګې په ډول په طبیعي ښکلاو او تشبیه ګانو پسولل شوی یو بل غزل ستاسو مخې ته زدم چې وايي:
غزل
ژبورې ، جنګيرکې ، جنګيرکې !
زړه مې څه له خورې ؟ شيشکې ،جنګيرکې !
بس کړه ، بس کړه له ناندرو نه دې لوګی شم
رقيبان وهي چکچکې ، جنګيرکې !
ژاړه مه ، راشه ، خوړلې خو مې نه يې
درواپس به کړم مچکې ، جنګيرکې !
زما سترګې اباسين د سرو ګونګريو
ته تصوير شه د بطکې ، جنګيرکې !
د سرو شونډو د کنځا بلا دې واخلم
ګل شي وسپړي غونچکې ، جنګيرکې !
زړه هلمند ، ارمان طالب او دا ستا سترګې
بې پيلوټه الوتکې ، جنګيرکې !
ته وا ستا نو د حمزه بابا غزل دی ؟
چې په ما کوې نيوکې جنګيرکې !
زه یې یوازې په دې شعر یو څو خبرې کوم چې وايي:
زړه هلمند ، ارمان طالب او دا ستا سترګې
بې پيلوټه الوتکې ، جنګيرکې !
زړه هلمندد زړه دا ځمکه چې شاعر له هلمند سره تشبیه کړې پکې ډير شاعرانه زور لیدل کیږي دا بیت هرڅوک هرې خواته تعبیر کولی شي د بیلګې په ډول مین خپل زړه کیدی شي د خپلې مینې د ډيرې جفا له امله په ظالمو راکټونو ویشتل شوې هلمندي ځکمه وبولي او یایې یو بل کس چې د ژوند په نورو برخو کې یې ماته خوړلې وي هم همداسې یوه تشبیه ورکړي.
بې پيلوټه الوتکې: دا یوه بیخي نوې پدیده ده چې نوې نوې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره کارول شوې او ښاغلي شاعر بیا د خپلې مینې سترګې داسې تشبیه کړي دي چې کیدی شي د وخت اړتیا وي ځکه وړاندې هم ډير شعرونه د وخت اړتیا او دوخت د پدیدو سره سم ویل شوي دي یوه لنډۍ ده چې د وخت له اړتیا سره سم پکې هلیکوپتر انځور شوی دی او ښاغلي جلال بیا پکې بې پيلوټه الوتکه چې کیدی شي دا لومړی کس وبولو په اوسنیو کې داسې نوې جوړونه دې د وخت له حالاتو سره کړې وي هغه لنډۍ داسې ده چې وايي:
د هلیکوپتر په شان کږه شوه
زما پر زړه باندې یې وکړل ګذارونه
د تنکي، ځوان او تاند شاعر جلال امرخیل سیاسي لیدلوری:
له دې سره سره چې جلال تر ډيره ډیر د مینې شاعر بولي خو دی د هیواد سیاسي لوري ته هم ډير ښه ځير دی او د هیواد روانو حالاتو د ده په شاعري هم څه ناڅه اغیز ښیندلی دی خو په شاعري کې یې یو کمال شته دی هغه داچې شعر یې د شعار په څير نه دی چې زوړ به شي او یا به د یوې سیاسي ډلې د سیاسي واک له پای ته رسیدو سره سم پای ته ورسیږي، په هر حال د ده شاعري تر ډيره ژوندی ده او هرڅوک کولای شي چې په شاعري یې د پښتو د وتلي شاعر لوی خوشال بابا غوندې ډير وروسته هم سړی قضاوت وکړي او پکې د زړه درد وګوري، چې زه دلته د بیلګې په ډول د ده دا شعر چې څه موده وړاندې یې د ښاغلي استاد یون په ځواب کې لیکلی و ښاغلي یون هم خپل غزل د مخالف تر عنوان لاندې لیکلی و او امرخیل صیب هم ورته مخالفت نوم ورکړی و خو داسې مخالفت چې د یون صیب د مخالفت غزل یې ډير ښه نقد کړی و، او زه د ده دا شعر نه یوازې د اوسني حالاتو بلکه سل وړاندې او سل کاله وروسته لپاره هم د کاڼي کرښه بولم چې وايی:
مخالفت
په پټه پټه نه كېږي اشنا مخالفت
په كار دى د سقاو ښه برالا مخالفت
دربار و او سركار و، خو ناتار يې په قام
اعلان كړ د مغول چې خوشالا مخالفت
سبا مې په سل واره بدترېږي تر پرون
كووم ځكه د دور د بقا مخالفت
چې هم يې د سر خير غواړې او هم د سر بلا
په دې ډول خو نه كېږي د چا مخالفت
ځه خير! زه يې منم خو عجيبه خبره نه ده؟
نظام ته تبليغات او د پاچا مخالفت
جګړې د ارزښتونو زموږ لارې كړې جدا
په سرو سپينو خو نه و زما او ستا مخالفت
راځۍ د دې شعر په څو بیتونو هم څه ناڅه مکث وکړو:
په پټه پټه نه كېږي اشنا مخالفت
په كار دى د سقاو ښه برالا مخالفت
دربار و او سركار و، خو ناتار يې په قام
اعلان كړ د مغول چې خوشالا مخالفت
سبا مې په سل واره بدترېږي تر پرون
كووم ځكه د دور د بقا مخالفت
په دې شعر کې یو لوري ته اوسني حالات او بل لوري ته دوه تاریخي پيښې چې یوه یې د سقاوي دورې تاړاک او ظلم دی او بل یې هم د مغلو نادودې او ناتار دی چې لوی خوشال یې پيړۍ وړاندې د خپل قوم د ژغورنې په موخه څه ډول مخالفت وکړ نو ښاغلي امرخیل هم دا ټکي په داسې الفاظو کې انځور کړل که سلګونه کلونه وروسته هم کوم داسې نظام راځي چې خدای مه کړه پښتانه ځپي نو د خوشال بابا د دې بیت ترڅنګ به چې ویلي یې دي
لا تر اوسه یې ماغزه په کرار نه دي
چاچې کاسره وهلی سر په سنګ دی
ډير د امرخیل د مخالفت غزل هم زمزمه کړي او د زړه سود به پرې وکړي، ځکه له اوسني حالت راتلونکي ښه تعیبر کولی شي.او یا یې هم دا لاندې یو ښکلی نظم چې وايي:
كابل پښتون كړئ، پردى كېږي چې پښتون نشي
په سوداګرو به خرڅېږي چې پښتون نشي
وران شو او لاپسې ورانېږي چې پښتون نشي
په رغېدو خو نه رغېږي چې پښتون نشي
د زړه پرهر به يې شړېږي چې پښتون نشي
په وينو سترګو په ژړېږي چې پښتون نشي
لكه د ګل به ورژېږي چې پښتون نشي
بس خو وجود يې محوه كېږي چې پښتون نشي
ورځ يې له بلې بدترېږي چې پښتون نشي
او تر هغې نه ابادېږي چې پښتون نشي
او یا هم داچې وايي:
ژوند له ژوند نه د منكرو لاس ته غورځي
ارزښتونه د كافرو لاس ته غورځي
زولنې د مخورو لاس ته غورځي
فيصلې د جوارګرو لاس ته غورځي
د كابل په حورو بيا تبه خوره ده
بيا ناهيد د لنډه غرو لاس ته غورځي
د خپل سر بيه ټاكل به غنيمت وي
ښاريه د سوداګرو لاس ته غورځي
دا ياران مې د دربار پښو ته ټيټ شول؟
كه دربار مې د ملګرو لاس ته غورځي؟
د پاچا له بېوسۍ نه معلومېږي
چې حالات د څڼورو لاس ته غورځي
دلته په دې نظم کې هم څو پیښې راغلي دي چې یوه یې د څو لسیزو وړاندې په کابل کې پر یو معصومې نجیلی ناهید باندې د وخت د سخت زړه لرونکو کسانو تیری او په مقابل کې د دې قرباني او بل هم اوسني حالات دي چې شاعر ډيره ښکلې او بیخي نوې تشبیه کړې چې وايي:
د پاچا له بېوسۍ نه معلومېږي
چې حالات د څڼورو لاس ته غورځي
زه که د دې بیت په اړه شخصي و وایم یو ځلې نه څه شل ځلې به مې ویلی وي او په ډيرو مجلسونو کې مې ویلي دي او ډيرو استادانو د دې شعر په اوریدو غوږونه څک کړي دي چې دا د چا دی دلته د پاچا بیوسي او بیا له څڼورو سره( طالبان) تشبیه بیخي د د شاعر د لوړ او شاعرانه استعداد او غرور ښودنه کولای شي. د ښاغلي جلال په شاعري چې هر څومره وغږیږو هیڅکله نه شو ویلی چې د ده د شاعري ټول اړخونه مې وڅيړل او یا به هم داسې کسان پیدا نه شي چې د جلال امرخیل د شاعري ټول اړخونه وڅيړي په هر حال د شاعر د شاعرانه خیال دې لا هم تاند وي او قلم دې روان وي د ده د څو غزلو په راوړلو نور نو د خپلې لیکنې لمن را نغاړم او ګران امرخیل ته له خدایه د اوږده ژوند هیله کوم چې تر ‌ډيره دې ژوندی وي چې مونږ یې په شعرونه تل مینه ماته کړو او دی راته تل داسې ښکلې او له نویو نوښتونو ډکې غزلې ولیکي چې ډيرو نورو ته هم لاره وښيي چې شاعري او غزل لیکل یانې څه؟ خو زه خپل دې خوږ ملګري او وتلي شاعر جلال امرخیل ته د لا بریا وو غوښتنه کوم او خدای ته خپل لاسونه د دعا لپاره لپه کوم او دعا کوم چې د دنیا ټولې خوښي او سرلوړي دې د ښاغلي جلال امرخیل په برخه وي.
غزل
شد لري مد لري ، که نه يې لري ؟
ظلم سرحد لري ، که نه يې لري ؟
زه که هېڅ هم نه يم يو څه خو به يم
صفر عدد لري ، که نه يې لري ؟
مينه په څه ده له انسانه سېوا ؟
ښه لري ، بد لري ، که نه يې لري ؟
د پښتنو سترګو ، هندي جادو دې
ووايه رد لري ، که نه يې لري
درده پر ټول وجود مې مه خورېږه
هر شی خپل حد لري ، که نه يې لري ؟
ساه د جلال ضرورت ستا دعا ته
اشد اشد لري ، که نه يې لري ؟

غزل
د جفا خبرې مه کوه جانانه
ناروا خبرې مه کوه جانانه
پام دې نيسه لږ د زړونو ماتېدو ته
بې پروا خبرې مه کوه جانانه
مخامخ وايه چې هر څه دې په زړه وي
پس شا خبرې مه کوه جانانه
اوس نو ما ته ګوته مه نيسه ،چې راغله
اوس نو دا خبرې مه کوه جانانه
ای د کوم يو ، کوم يو لفظ بلا دې واخلم
وارخطا خبرې مه کوه جانانه
دښمنۍ ته دې که زړه نه وي جلاله
نو رښتيا خبرې مه کوه جانانه
غزل
دغه د ستړي خوب تعبير درسره
غواړم چې ژوند مې کړم تفسير درسره
ته چې په کومه لاره ځې ګل مخيه
ځي د نشه وږمو بهير درسره
لاړ وم چې ستا خوشالي ستا وه تنها
راغلم چې وژاړم ستا وير درسره
طالب ور مه شه د کاپرو په لاس
د چا زړګی مه شه اسير درسره
په سپينه خوله چې شوې امير جلاله
وي به دعا د کوم فقير درسره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب