شنبه, جولای 20, 2024
Home+مينه (لنډه کیسه) نصیر احمد احمدي

مينه (لنډه کیسه) نصیر احمد احمدي

نجلۍ د کړکۍ پرده چوله کړه، د سهارني لمر ژيړې وړانګي يې پرسپين مخ ولګيدې، له ويښتو يې سره بخونده رڼا پورته شوه. يوه شيبه يې له پورته انګړ ته وکتل. غريو واخيسته، ځان يې پړمخې پر کټ وغورځاوه.
يو ورو غږ يې واوريد
ــ ته ليونۍ يې ليونۍ!
نجلۍ هماغسې اوږده غزيدلې وه، تورې څڼې يې د ښۍ اوږې له پاسه په سپين بالښت غونچه پرتې وې، ورو ورو سونګيدله…. وروسته پر اړخ را واوښته، د لويو سترګو سپين يې د ګوچنيو نريو رګونو له لاسه سور بخوند ښکاريدل. پرمخامخ کټ ناستې چاغې نجلۍ ته يې وکتل ، سره راټولې ډکې شوندېي وخوځيدې.
ــ زما ساده ترورزئ، ته څه خبره يې؟
چاغه نجلۍ ولاړه شوه، د پردې يوه څنډه يې په ګوتو کې ونيوله، لاندې انګړ ته يې کتل، ويې ويل:
ــ ليونتوب مه کوه، ته ورته وګوره، څه بلا ده ؟! يو وحشي کليوال.
پرده يې پريښوده او د غزيدلې نجلې تر څنګ کيناسته، ورو يې وويل:
ــ له زړه يې لرې که. هيسته يې وغورزوه، زړه دې داسې چا ته ورکه چې ستا وړتيا ولري.. ته ښکلې يې، لوستې يې، دشتو مو شمير نشته، کورنۍ مو په عزت ياديږي، خو ستا خپل مزدور خوښ شوى دى.
نجلۍ په خوابدې غږ وويل:
ــ ته په دې شيانو نه پوهيږې، مينه داسې څه نه ده چې يو څوک يې پخپله وغواړي، او يا بيه پرې ورکړي. مينه پخپله راځي او د انسان له خوښې پرته د هغه زړه نيسي. هغوئ چې غواړي په زور ځان مين کړي او په مينه پسې ګرځي، دا مينه نه بلکې د نفس او شهوت غلامي ده. مينه د سهارنۍ وږمې په څير پاکه او زړه راکښونکې ده.
چاغې نجلۍ ته خندا ورغله ، تنګې سترګې يې لا پسې تنګې شوې، په ملنډو يې وويل.:
ــ دا د کتابونو خبرې پريږده.
ــ تا ته به خود د کتابونو خبرې ښکاري. ځکه تا مينه نه ده کړې، ته د مينې په راز نه پوهيږې، ته….
چاغې نجلۍ د خبرو وار ورڅخه واخيست:
خو کاشکې په يوه سم شي مينه وائ. له رنګه تور، ببر ويښته او خيرنې جامې.
نجلۍ يو سوړ اسويلئ ويست. ولاړه شوه، پرده يې چوله کړه، ويې ويل:
ــ ته به يې بدرنګه بولې، خو ما ته د طاووس تر بڼکې ښايسته دى. دوه مياشې وشوې چې هر سهار تر لمر ختو مخکې راويښيږم کله چې د لمر وړانګې د پردې پر پاسنۍ برخې ولګيږي، همغه مهال دى هم راځي. يو -يونيم ساعت د انګړ په ګلانو او چمن کې کار کوي او بيرته پخپله مخه ځي. زه په دې موده کې دلته ولاړه يم. هر سهار مې همدا حال وي، ورته ګورم او ژاړم.
نجلۍ سوړ اسويلى ويست. يوه شيبه غلې شوه، بيرته په خبرو راغله.
ــ په لومړي ځل مې په همداسې يو ژيړ سهار کې وليد، له خوبه را پورته شوم، سترګې مې وموښلې او له همدې کړکۍمې لاندې انګړته وکتل، يو نرى خو خيرن ځوان ولاړ و، په پايپ يې د انګړ د منځ سړکونه پرېمنځل…له کوټې ووتم، په زينو ښکته شوم. په سالون کې مې پلار، مور او کوچنى ورو سهارنۍ ته ناست وو، پلار ته مې مخ ور واړوه:
ــ دا پردى سړى څوک دى؟
هغه خپلې عينکې په سترګو سمې کړې. د ميز پر سر له ايښي غاب څخه يې د کيک يوه ټوټه ورپورته کړه، په ډکه خوله يې وويل:
ــ مزدور دى ، سهار سهار به يوه ګړۍ راځي او انګړ به پاکوي.
زه د تل په څير له يوې پراخې زيرپيراني سره سر تور سر دب اندې ووتم. د عادت له مخي به هر سهار يوه شيبه د تاکونو تر چليې لاندې په ايښي څوکۍ کيناستم او د انګړ له ازادې هوا، سرو ګلانو او شنو وښو څخه به مې خوند اخيست، لاړم په څوکۍ ايښى کتاب مې را واخيست، دا يو عشقي ناول و چې ما به يې هر سهار څو پاڼې لوستلې، ځوان ته مې پام شو، د تاکونو تر منځ له يوې لويې چولې څخه ښکاريده. د هغه راته شاه وه، خړ کميس يې د وليو په برخه کې په خولو لوند و او په کوچني لور يې د انګړ واښه رېبل.
دکتاب په لوستلو بوخته شوم… د پاڼې د را اړولو په وخت مې سر پور ته کړ، ځوان خپل پخوانى ځاى پريښى و او د انګړ په بل سر کې يې په ځړيدلي سر واښه ريبل.
په بل سهار چې کله تر چليې لاندې کيناستم، د دوو ولاړو تاکونو د تنو تر مينځ لويه چوله سرو ګلانو نيولې وه، ځکه درې لويې ګلدانۍ څنګ په څنګ ايښودل شوې وې، دا يواځنۍ لويه چوله وه چې زما د ناستې له ځايه به د انګړ ډيره برخه ترې ښکاريده، ځکه د تاکونو له تنو سره د مرسل د ګلانو يو مترى بوټى ولاړ وو. له پورته د تاکونو ګڼې پاڼې له چليې څخه را ځوړندې وې، او د ګلانو او پاڼو تر منځ له کوچنيو سوړو پر ته بل څه نه ښکارېدل.
خداى شته چې يو څخه خوشکه راغله . له خولې مې چېغې ته ورته ناره ووته:
ــ اې، تا ته وايم، دلته راشه.
ځوان خپل لور په چمن پريښود، راغى او په زړيدلي سر دوه درې ګامه لرې رانه ودرېد، د هغه په غنم رنګه تندي ډومبک ډومبک خوله پرته وه.
هڅه مې کوله چې خپل ځان آرام وښيم،خو لاسونه مې له خوشکي لړزيدل. ورو مې وويل:
ــ دا ګلدانۍ دې د څه لپاره دلته ايښي دي؟
بې له دې چې سر پورته کړي، خړې شونډې يې وخوځيدې؟
ــ ښه ښکاري.
د هغه په دې خبره کې يو رنګه ويره راته ښکاريه شوه.
ما ځان آرام کړ.
ــ نه پخپل پخواني ځاى ښه ښکاري، بېرته يې يوسه!
هغه تريوې ګلدانۍ لاندې ووت، خو بېرته يې پخپل ځاى کيښوده . ورو يې وويل:
ــ که يې سبا ته يوسم. پروا خو به نه کوي؟
بې له دې چې له کتاب څخه سترګې واړوم ومې ويل:
ــ ولې، درنې دي؟
ــ نه، خو ما ويل چې دغه نږدې چمن به را ورېبم.
په حيرانتيا مې وپوښتل:
ــ ولې، د ګلدانيو يې د چمن له رېبلو سره څه؟
هغه يوه شېبه غلى و، وروسته يې لنډ ځواب راکړ.
ــ هيڅ.
شيبه وروسته چې مې سر پورته کړ، د پخوا په څير مې د انګړ ډيره برخه
ليداى شواى. ځوان په پخواني ځاى کې واښه ريبل.
په درېيم سهار د حويلي ټول چمن د غالۍ غوندې يو حال اوښکلې ښکاريده، خو چولې ته نږدې واښه لا د پخوا غوندې رسيدلي او څڼيور وو.
د ځوان بياتي په لاس کې وه او د ګلانو په مينځ کې ولاړ و.
هغه ته مې ور غږ کړ، راغى او به زړيدلي سر زما مخې ته ودريد.
ما وويل:
ــ د چمن دا ځاى هم ورېبه، وروسته بيا کولاى شې چې ګلان جوړکې.
ــ ښه، نن به يې ورېبم.
ــ خو همدا اوس لور را واخله!!
د هغه تندى تريو شو، بې له دې چې څه ووايي چټک ګامونه يې واخستل، د چمن پر سر ايښي خيرن څادر يې ور پورته کړ او له انګړه ووت.
په زړه کې راتېره شوه، لکه چې کار يې پريښود. له ځان سره مې وويل، بلا مې ورپسې.
خو په هغه غرمه چې له پوهنتونه راغلم، ټول چمن په يوه حال و.
نجلۍ غلې شوه پرده يې پرېښوده، کټ ته نږدې د ميز په سر ايښی ګيلاس يې د جګ له اوبو ډک کړ، په سريې واړاوه. د خپلې ترورزئ تر څنګ کيناسته.
چاغې نجلۍ د هغې تر اوږدې غاړې خپل لاس را وګرځاوه، ورو يې ړنګه کړه.د هغې سر يې پخپل ځنګانه کيښود او د تندي لخوا يې د خپل لاس ګوتې د هغې په تورو ويښتو کې تيرې کړي.
نجلۍ په مخامخ ديوال راځړيدلي انځور ته وکتل په انځور کې دوه د غاټولو سره ګلان ښکاريدل، بې له دې چې بلې خوا ته وګوري په مړاوې غږ يې خپلو خپرو ته دوام ورکړ.
ــ د مور له خولې خبره شوم چې هغه ټکنده غرمه راغلى و او چمن يېريبلى و، ذهن مې له پوښتنو ډک شو. په سبا چې دباندې ووتم، دى د سړک په جارو کولو بوخت و، يوه شيبه مې کتاب وکوت، بيا ولاړه شوم، څو ګامه مې واخستل د هغه تر څنګ ودريدم. ورو مې وويل:
ــ ولې دې د سهار لخوا چمن نه ريبه؟
هغه په جارو را ټولې شوې پاڼې او خزلې په پلاستيکي ستل کېاچولې ويې ويل:
ــ څه فرق کوي؟
ــ خو تا نن سهار هم چمن ريبلى شو. د څه لپاره ټکنده غرمه راغلې؟
هغه ځواب رانه کړ، لاړ او دوه درې ګامه لرې يې دنل خولې ته پلاستيکي پيپ ور واغوست زه هم ځيل واخستم چې دا خبره به هرو مرو مالومومه، په خشکه مې وويل:
ــ تا ته وايم، کوڼ يې که څنګه؟!
د لومړي ځل لپاره يې نيغ راته وکتل، په سترګو کې يېشرم،معصوميت، او قهر سره ګډ شوي وو، خو غږ يې پوست و.
ــ ولې مې زوروې، چمن و ورېبل شو، څه سهار څه غرمه، اوس مېپرېږده چې دا سړکونه پريمنځم.
دايې وويل او د غزيدلي اوږده پيپ په څوکه پسې لاړ.
آه! ما په لومړي ځل ماته وخوړه، خپل ښايست او غرور مې تر پښو لاندې ليد. خپل ټولګيوال مې سترګو ته ودريدل، هغوئ چې له ما سره د خبرو لپاره به يې زده پوښتنې را څخه پوښتلې او يا به يېزما د نوټ د کتابچو وړلو ته پلمې پيدا کولې خو اوس د لومړي ځل لپاره يو نالوستي او خيرن کليوال زما له خبرو څخه ستړى شوى و. دا نو ما ته د زغملو وړ نه وه.
ګړندي ګامونه مې واخيستل، ورغلم او په خشکه مې ورته وويل:
_ ته بايد د خبرو ادب زده کړې.
هغه وخندل.
خو ما هيڅکله په تورو شونډو کې دا ډول خوږه خندا نه وه ليدلې. هغه يواځې د پيپ اوبو ته کتل چې په رغړيدو يې د سړک خړه ورسره ټولوله.
ومې ويل:
ــ نور نو تآ ته ضرورت نه لرو.
ــ ډير ښه، خو دا خبره دې بايد د پلار له خولې راته راووځي نه ستا،ځکه زه هغه راوستى يم، د هغه په خوله به لدې ځايه ځم.
لړمون مې اور واخيست؟
ــ ته يو احمق او بې سواده کليوال يې.
ــ او ته يوه لوستې خو کم عقله نجلۍ.
ما ته يواځې ژړا راپاتې وه، بې اختياره مې له خولې يوه چيغه ووته، هغه پيپ وغورزاو. زما مخې ته ودريد وارخطايي د کور خوا ته وکتل، په دواړو لاسو يې خپله لمن ونيوله او په وارخطا غږ يېوويل:
ــ دا لمن قران ومنه، مو راو پلار به دې څه فکر کوي؟ په ګلانو مېځکه چوله بنده کړه چې تا ونه وينم، چمن مې ځکه د سهار لخوا ونه ريبه چې ته هلته ناسته يې، ما ويل چې سترګې مې در وانه وړي، پردې ناموس يې.
ژړا مې په ستونې کې بنده شوه، يوه شيبه مې ورته وکتل، د هغه په سترګو کې ويره او وحشت سره راټول وو په خوا ره خوله يېوويل.
ــ ځم، چې دا سړک پرينمځم ځم.
نجلۍ غلې شوه، وښوريده او ستونې ستغ پريوته، چاغې نجلۍخپل ځنګون ته وکتل په ځنګانه باندې يې د کميس پرته لمن په اوښکو لنده وه، د نجلۍ غږ يې واوريد:
په سبا چې دباندې ووتم، په چمن کې هيڅوک نه و، نه پوهيږم چېولې مې زړه نيولى راته ويسيد، داسې وم لکه کومه ورکه چې مې شوي وي، بې له دې چې د کتاب پاڼې را واړوم بيرته مې پخپل ځاى کيښود، په چمن کې مې قدم وهل غوره وګڼل خو کله نا کله به مېبې اختياره د انګړد دروازې په لور مغزى کوږ شو.
ټوله ورځ مې چرت خټه و، ټيکه نه راتله، ما ته کله پخوا داسېاحساس نه و پيدا شوى، د شپې مې هم سر درد کاوه او تر ډيره خوب نه راته.
سهار يو څه ناوخته له خوبه راپاڅيدم، له پاسه مې انګړ ته وکتل نه پوهيږم چې ولې مې د خوښئ احساس وکړ، ټکري ته مې لاس وروغزاوه او په لومړي ځل په پټ سر انګړ ته ووتم، هغه د مڼو د ونېسيوري ته ناست و او سهارنۍ يې خوړه له خولې مې بې اختياره ووتل:
بخښنه غواړم.
ويې ويل:
پروا نه کوي.
يوه شېبه دواړه غلي و. ده له ډوډۍ څخه غټه ګوله جوړه کړه، بيا يې د چايو سور ورپسې وکړ او په ډکه خوله يې وويل:
ــ چاى اوډوډۍ دې مور راته راوړه، هغه ډېره مهربانه ده.
ــ ستا مور به هم مهربانه وي.
ــ وه.
ــ څه مانا؟
ــ هغه مړه ده.
ــ اوف، وبخښه.
ــ پروا نه کوي.
هغه پياله له چايو ورډکه کړه او بې له دې چې راته وګوري وېويل.
ــ مور نلرم، پلار مې هم پور پرې کړى، دوه کوچنۍ خويندېراترغاړې دي.
ــ هغوئ له تا سره اوسي؟
ــ نه، په کلي کې دي، له خپل انا سره، خو زه د هغوئ لپاره کار کوم، سهار دلته راځم اونوره ورځ په ريړۍ کې ميوه خرڅوم.
په خوشالي مې وويل:
ــ ښه ، نو چې داسې ده، له خپلې ريړې څخه زموږ کورته هم ميوه راوړه.
ده وخندل.
ــ سمه ده له دې هيسته په هر سهار ميوه درته راوړم.
ده رښتياه ويل، په سهار د څوکۍ تر څنګ د ميوې کڅوړه ايښې وه او دى د ګلانو په پرې کولو بوخت و.
پورته کوټې ته وختم د غاړې له بکس څخه مې دوه سلګونه را واخستل، انګړ ته لاړم او پيسې مې ورته ونيولې.
خو ده يو سلګون ورواخيست، جيب ته يې لاس کړ او څه ماتېروپۍ يې راته ونيولې.
ما وويل:
پروا نه کوي..
خو دى په خبره کې راولويد.
نه، ما خپل حق راوګرځاوه، يواځې لس روپۍ مې ګټه درباندېکړې ده.
د ميوې راوړل راته ښه و ځکه د پيسو د ورکولو په مهال به له هغه سره د خپرو پلمه راته جوړيدله، د هغه خبرو خوند را کاوه، خندا يېبه زړه پورې وه خو دى به ډير نه غږيده.
په کوم سهار چې به رانه غى نو ټوله ورځ به مې د خولې خوند بد و .
نجلۍ يوه شيبه غلې شوه، د ښۍ سترګې له کونج څخه يې يوه اوښکه ورغړيده او د غوږ له پاسه يې په ګنو ويښتو کې پټه شوه ورو يې وويل: پوهيږې، زه مينه شوې يم.
هغې يو سوړ اسويلى ويست او زياته يې کړه.:
يو سهار مې ورته وويل:
-ولې واده نه کوې،
وې خندل:
-ولور غواړي، زه يې وسه نه لرم.
په خندا مې وويل:
-خو ښاري نجلۍ وکه.
بې له دې چې راته وګوري شونډې يې موسکۍ شوې.
-ښاري نجلۍ؟
په بيړه مې وويل:
-زه يوه داسې نجلۍ پيژنم چې هم لوستې ده، هم شتمنه او هم د ښې کورنۍ، غواړي چې له تا سره واده وکي.
ده وخندل، ټيټ شو او د ګل د بوټي يوه ماته لښته يې په بياتي غوڅه کړه، په خندا يې وويل:
ــ دا ليونۍ څوک ده؟
ــ ولې به ليونۍ وي؟
ــ ليونۍ يې توره وي که سپينه.
ــ ټوکې نه کوم رښتيا وايم.
زه پوه شوه چې وروستى ټکى مې په دير جديت سره له خولېراووت، ځکه هغه راته کتل او څيره يې نيولي غوندې وه.
يو شيبه غلى و او وروسته يې په حيرانتيا وپوښتل:
ــ زه يې ليدلى يم؟
ــ هو ستا له ژوند څخه هم خبره ده.
حيرانتيا يې دوه چنده شوه.
ــ ولې غواړې چې له ماسره واده وکړي.
ــ د دې خبرې ځواب نه شم در کولاى.
ــ يو دليل خو به لري.
بې اختياره مې وويل:
ــ شايد درباندې مينه وي.
خندا ورغله، ښه شيبه يې وخندل او په خندا کې يې وويل:
-په ليونۍ مې اړوې که څنګه؟ تا وويل چې هغه زما له ژوند څخه خبره ده، په دې به هم پوهيږي چې زه له نيستۍ سره غرمه را جګيږم يو بيسواده او کليوال سړى يم…
په خبرو کې يې ور ولويدم.
-خو ته يې خوښيږې.
هماغسې په خندا کې يې وويل:
ــ لېونۍ ده، لېونۍ، زه هغه نه شم خوشحاله کولى، او بله.
نا څاپه غلى شو.
په بېړه مې وپوښتل.
ــ اوبل څه؟
هغه يو سوړ اسويلى ويست، يو داسې اسويلى چې ما ويل د ونې له را ځړيدلو پاڼو څخه به لوګى پورته کړي يوه خبره يې له خولې راووته.
د هغه دې خبرې زما په زړه کې نرۍ څړيکه تيره کړه. شونډې يې خوځيدلې خو ما څه نه اوريدل. نه پوهيږم چې څه به مې ويلي وي که نه، څنګه به له هغه ځايه راولاړه شوې يم، خو چې يو وخت مې ځانته پام شو، په همدې کت پړمخې پرته وم او په اوښکو مې د بالښت پوښ لوند و.
نجلۍ غلې شوه، خپلې پښې يې ورټولې کړې، کيناسته، د هغې د سترګو اوږده باڼه د ډيرو اوښکو له لاسه سره سريښ وو.
يو ځل بيا د پردې تر څنګ ودريده، او په داسې حال کې چې دباندې يې کتل شونډې يې ورپيدې.
ــ له هغې ورځې راهيسته بيا نه يم ورکښته شوې، يواځې ورته ګورم او د غم پيټى درنوم، آه! مينه څومره ظالم نوم.!!!
نجلۍ خپلو لاسونو ته وکتل د ښي لاس طلايي بنګړى يې پورته کش کړ، بنګړى يې څنګلې ته نږدې ونښت ورو يې وويل:
ــ مينې داسې خواره کړم، خندا يې راڅخه واخيسته، ملګري راڅخه خوا بدي شول. درسونه مې هېر کړل، خوب او خوراک يې راباندې حرام کړ، مور او پلار مې خوابدي کړل، آن خپل کوچنى ورو مې چې تر ځان راباندې ګران دی په څپېړه وواهه.
نجلۍ يو ځل بيا غلې شوه، شونډې يې سره سريښ وې، خو په اننګو يې يوې اوښکې په بلې پسې منډې وهلې. د پخوا په څېر يې انګړ ته کتل، ورو يې وويل:
-څه وکړم، په زيارتونو وګرځيدم، تاويذونه مې په غاړه کړل، خداى ته مې وژړل، خو هيڅ ګته يې ونه کړه. هغه زما له زړه څخه ونه وت، آه! زه حاضره يم چې پخپله هستي نيستي خپل پخوانی ژوندواخلم، خو نه يې شم تر لاسه کولاى،
ته پوهيږې د هغه وروستۍ خبره څه وه؟
دى مين دى پخپلې يوې کليوالې يې زړه بايللى.
چاغې نجلۍ وازه خوله نيولې وه، په سترګو کې يې اوښکې رغړيدلې، خو څه يې ونه ويل.
د نجلۍ شونډې وخوځيدې:
ــ منى را روان دى، دى به لاړ شي.چمن به ژېړ شي، پاڼې به تويې شي، خو زه نه پوهيږم چې زما د ژوند پاڼه به په خپل ځاى پاتې شي که نه؟
پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب