نیټه : ۲۰۲۳/۱۱/۱۲
وړندي کوونکې:عادله ستانکزۍ
راپور لیکوونکې:لیمه غزیز
ځای:انلاین
ګډون والو شمیر: ۱۷
یو ځل بیا غونډه پر وخت یعنې د کابل د ماخوستن نهه بجې پیل شوه. د معمول پر خلاف مو دې غونډه کې څو موضوعات وسپړل او یو لوی زیری هم و.
د غونډې په پیل کې ډاکټر شریفې شریف له ګډونوالو سره دا ښه خبر شریک کړ چې هغه مقالې او نقدونه چې د «چا و چا ویل» د مخکتنې د غونډې لپاره لیکل شوې وې، چمتو ده چاپ یې کړي او مالي لګښت یې هم ورکړي. دې دا هم زیاته کړه چې د دې کتاب چاپول به د بهیر ګډ کار وي او چمتو ده له انګریزي د سریزې په توګه یو څه ورته را وژباړي.
هیلې پسرلی زیاته کړه چې لا به ښه شي که له لیکنو سره هغه کیسې هم چاپې شي چې کره کتنه پرې شوې ده او اوس چې لیکنې چاپېږي نو غوره ده بهیروالې یو ځل بیا له سره خپلې لیکنې وګوري.ډاکټر شریفې په دې هم تاکید وکړ چې د کتاب د چاپ ته دې انتقادونه هم ورزیات کړي. دې وویل چې په اثر انتقاد هېڅکله شخصي نه ګڼي او څوک باید ځان سانسور نه کړي، بلکې د کیسو هر اړخ را وسپړي.
د شفیقې خپلواک وړاندیز دا و چې په دې کتاب کې دې د احمدي صاحب د غونډې لیکنې هم چاپ شي. هم به د دواړو غونډو مقالې خوندي شوې وي او هم به د کتاب حجم لوی شوی وي. میمونې کامران او ځینو نورو بهیروالو د متن د ایډیټ او راټولولو په برخه کې د همکاري ټټر وواهه.
په اجنډا کې د غونډې دوهمه برخه د اغلې تقوا برهان شکوري د غزل کره کتنې ته ځانګړې شوې وه. د انټرنیټ د تخنیکي ستونزې له امله اغلې تقوا غونډې ته په ځنډ راغله، نو دا برخه د کتاب پر مطالعې او بخصوص د کلاسیکو شاعرانو د مطالعې بحث ته ځانګړې شوه. دا چې څرنګ ډېره او موثره مطالعه کولی شو؟ او څومره اړینه ده چې کلاسیک شاعران ولولو؟
د بحث پیل اغلې وږمې سبا عامر وکړ او وې ویل چې مطالعه لکه اکسیجن انسان دومره اړتیا ورته لري. دې وویل چې هر څوک باید د خپلې خوښې کتاب ولولي، او د ښې مطالعې لپاره مهال ویش اړین دی. د مثال په ډول که هر ورځ یوازې ۱۵ دقیقې مطالعې ته ځانګړې کړو، او دوامدار یې ولولو نو ډېر اغیز به پرېږدي.
د غونډې وړاندې کوونکې عادلې ستانکزي وویل چې هر انسان چې څه وغواړي هغه ته رسیدلی شي. مطالعه هم که څوک وغواړي عادت یې وګرځوي کولی یې شي، ښايي په لومړیو کې یې کمه وکړي خو د وخت په تېرېدو به جالبه شي او د ژوند یوه مهمه برخه به وګرځي.
د پخوانیو شاعرانو د لوستو په اړه شفیقې خپلواک وویل چې زموږ ټولو ستونزه دا ده چې لیکل ډېر کوو او مطالعه کمه. که څوک یو شعر لیکي د هغه لپاره باید شل نور بېلابېل شعرونه ولولي. که څوک یو کیسه لیکي باید لس نورې کیسې ولولي. که څوک غواړي د شعر ژبه یې غني شي نو د کلاسیکو شاعرانو بخصوص خوشحال بابا او اوسنیو کې د استاد پسرلي د شاعري لوستل اړین دي. که څوک غواړيله ناهیلي راووځي، نوې موضوع ولولي او روحیه تر لاسه کړي کاظم خان شیدا یې بهترین انتخاب دی. دې وویل چې ښه شعر لیکل پرته د کلاسیکو شاعرانو له لوستلو ناممکنه ده. کله، کله انسان احساسوي چې د سړک په منځ کې ولاړ وي که یو وار شاته وګوريچې دې خلکو څرنګ لار وهلې، او تر کومه راغلي دا لوی کومک دی. او د کلاسیکو او په ټولو کې د نورو د شاعري لوستل له انسان سره کمک کوي چې د تکرار موضوعاتو له لیکلو مخنیوی وکړي.
عادلې ستانکزۍ هم دا خبرې ورغبرګې کړې او وویل چې د کلاسیکو شاعرانو تخیل ډېر قوي و.
ورپسې د اغلې تقوا په دې غزل کره کتنه وشوه:
غزل
هوښيار ونه ليدی، او مست پر صراحي باندي پروت
پلونو يي خاوري کړي کيميا ، ژوند پر غمي باندي پروت
خير که هر څومره يي ګوښه، برېښې له هره ځايه
ته لکه خال د يوي ناوي ، پر تندي باندي پروت
لږ يې را ټول که ، د دې پاش پاشو وړانګو په خاطر
زلفي وليل دي، شب قدر پر پيکي باندي پروت
د سرو وني يې په شوق د بڼو قد کړ دراز
رنګ د لبانو يې پر ګل ، او پر اغزي باندي پروت
څه چي شغال دي ، خو په باب يي د يوسف مه پوښته
فساد يعقوبه، د آدم پر خود خواهي باندې پروت
که ته مالک يې د دوزخ، تر ناره ځم په رضا
که رضوان نه يي، زه جنت کي يم لوګي باندي پروت.
چيري مي وموندې، او څنګه ځان سيوا کړم لتا
دا ولي ومنم چي يې عرش و کرسي باندي پروت؟
عاشقان ناست په انتظار، زاهدان دي صابران
رندان دي غواړي،که وي هست او که نيستي باندي پروت
د اسرافيل شپېلۍ ته ورته دی، ږغ ستا د قدم
او که محشر ستا د قدم، په موسيقي باندي پروت
سته عجيبه برهان تر منځ د ميکدې او تقوا
ويران ودان دواړه يو ځای، يوه شرنګي باندي پروت
د کره کتنې پیل اغلې ډاکټر شریفې شریف وکړ. د دې له نظره دا شعر ډېر ښایسته انځورونه لري، مثلا «ته لکه خال د يوي ناوي ، پر تندي باندي پروت» په مصرعه کې د تضادونو ښه او بد مقابله ده دا زما په نظر عالي او ډیره ژوره فلسفي خبره ده. یو شي چې شعر ښایسته کوي د تضاد او تقابل شتون دی. لکه ښه او بد هوښیار او مست په غزل کې زیات دي. دا اخیر بیت مې ډیره خوښ شو«د میکدې او تقوا ویران ودان دواړه یوځای» خو زه فکر کوم چې د شعر په عمومي او واحدې کیسې پوه نشوم. ښايي شاعره یې لا ښه راته واضح کړي.
ورپسې اغلې تقوا. خپلې شاعري په اړه خبرې وکړې، او دا فلسفي او عرفاني غزل یې تشریح کړ. دې وویل: «زه ۱۰ صنف کي وم د دري ساعت وو ، ښوونکي يو بيت ولوست او وروسته يې موږ ته وويل چي د دي بيت معنا به ستاسو له نظره څه وي،هري شاګردې خپل نظر وړانکړې کړ.وروسته ښوونکي ډيري ښه نقطې ته اشاره وکړل چي د هر بیت او هر شعر یوه نږدې معنی وي او یوه لیرې معنی وي.»
دې وویل چې د دې دا غزل هم نږدې او لیرې معنی لري. اغلې تقوا یادونه وکړه چې دا ډېر شعرونه په خوب کې جوړوي، او شاعري یې عرفاني اړخ لري. دې یادونه وکړه چې عطايي ملا یې شاعري ستایلې وه او ورته ویلي یې و چې په کتاب به یې هم سریزه لیکي خو هغوی بیا ناروغ شول. هیلې پسرلی یادونه وکړه چې د اغلې تقوا د شاعري کمال دا دی چې په عرفاني او صوفیانه شاعري کې یې هم ښځینه غږ او تخیل ژوندی ساتلی دی. او دا د دې ډېر شعر ځانګړی کوي.
اغلې عادله ستانکزۍ وویل: «په پیل کې بايد دا ووايم، چې د تقوا جانې ډېره ښايسته او بريالۍ هڅه ده او ورته مبارکي هم وايم.
که د شعر معنا او مفهوم ته راشو نو ؛ مفهوم يې اسانه نه دی او شايد زياتره لوستونکي د دغه شعر په هدف اخيستلو کې پاتې راشي خو د الفاظو په کارولو کې شاعره ډېره بريالۍ پريوتې ده او داسې الفاظ يې سره پيلي چې لوستونکى دې ته هڅوي چې څو ځلې دا شعر ولولي او د الفاظو له اهنګ څخه يې خوند واخلي.
د دې شعر په لوستلو ماته د جهاني صاحب يوه ليکنه راياد شوه چې ليکلي يې وه : ځينې شاعران مرموزه شاعري کوي او داسې مهارت لري چې، د ښايسته او وزنينو کلماتو په کارولو سره د ويونکي تنده خړوبوي.
د تقوا جانې شاعري هم شايد داسې اړخ ولري؛ نو د نورو ښکلي شعرونه د ليکلو هيله ورته لرم ، تل دې ښاده او اباده وي.»
د غونډي په وروستۍ برخه کې مشاعره تر سره شوه. عادلې ستانکزۍ نظم ولوست آمنه فنا، تقوا برهان شکوري غزل ولوستل معصومې عرنۍ شعر او ځولۍ لمن اومیمونې کامران لنډۍ ولوستې.
پای