Homeخبرونهد افغانانو د کډوالۍ ناورین؛ ملګري ملتونه: نیږدې ۹ میلیونه په کور...

د افغانانو د کډوالۍ ناورین؛ ملګري ملتونه: نیږدې ۹ میلیونه په کور دننه او بهر کډوال دي

تاند (پنجشنبه، د قوس ۱۶ مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه تازه راپور کې ویلي چې نیږدې درې نیم میلیونه افغانان په هېواد دننه او نیږدې ۵ نیم میلیونه نور لا هم په بهرنیو هېوادونو کې کډوال دي.

دغې ادارې په نوي راپور کې د داخلي بې ځایه شویو احتمالي شمېر ۳،۲۵ میلیونه او له هېواده د بهرو کډوالو شمېر ۵،۵۳ میلیونه تنه ښودلی.

یاده کمېشنري په هرات کې وروستۍ زلزلې اوله پاکستانه د سلګونه زرو افغان کډوالو ډله ییز ایستل په دغه هېواد کې د بشري او اقتصادي ناورین د زیاتیدو لامل ګڼلی او اړمنو سره یې د عاجلې مرستې غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنیدو او په کلیوالي سیمو کې د دوی د جګړې له پای ته رسېدو سره یوه لویه برخه خلک هم د سیمو د امنیت له امله یې او هم په ښارونو کې د ژوند د دوام د وس نه لرلو له امله خپلو اصلي سیمو ته ستانه شوي.

طالب چارواکي د کډوالۍ او بشري ناورین دواړو په اړه ضدو ونقیضې خبرې کوي چې د څارونکو په باور، د دې ستونزو د اساسي حل پر وړاندې خنډ شوي.

د طالبانو د کډوالو وزیر خلیل الرحمان حقاني روانه اوونۍ ننګرهار ته د سفر پر مهال پرته له دې چې په هېواد کې اقتصادي او بشري ناورین رد یا تایید کړي، د دې ناورین پر بحث کوونکو د نیوکې په ډول وویل چې په افغانستان کې د بشري ناورین یادونه کوي.

ایران، پاکستان، ترکیه د ډېره برخه بهر مېشتو افغان کډوالو کوربانه هېوادونه دي چې ډېر ځله یې دغو کډوالو سره د ناوړه چلند خبرونه هم خپریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...