جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د لوی درستیز ادعا؛ افغان کډوال په ډېر درنښت وباسو

د پاکستان د لوی درستیز ادعا؛ افغان کډوال په ډېر درنښت وباسو

تاند (پنجشنبه، د قوس ۱۶ مه) له ناوړه چلند سره، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستو د راپورونو په غبرګون کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر له دغه چلنده په دفاع ویلي چې دوی په ډېر درنښت افغان او نور ناقانونه کډوال له خپل هېواده وباسي.

جنرال منیر د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو په اړه د موقت حکومت د پرېکړې د ملاتړ په ترڅ کې ویلي چې دا فیصله د پاکستان ګټو ته په پام شوې ده.

د پاکستان د پوځ مشر په یوه وینا کې ټینګار وکړ چې بهرنیان د پاکستان امنیت او اقتصاد په جدي ډول اغېزمنوي.

بل لورته ته: افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی ویلي، د اکتوبر له پیله تراوسه پورې نژدې څلور نیم لکه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

ده په عین حال کې وویل چې په پاکستان کې ۲ میلیونه او ۲۰۰ زره اسناد لرونکي افغانان اوسي چې یو میلیون او ۴۰۰ زره یې کډوال دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په شمول ځینو چارواکو ویلي چې په بل پړاو کې به اسناد لرونکي کډوال هم له خپلې خاورې وباسي.

د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان چلند او په ناڅاپي ډول یې د ویستو پریکړه په پراخه کچه نیوکو سره مخ شوې، خو پاکستان د خپلې دې پریکړې په تطبیق ټینګار لري.

1 COMMENT

  1. ریچارډ بینیټ پاکستان کې له افغان کډوالو سره چلند د اندېښنې وړ بللی
    د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو پر چلند اندېښنه څرګنده کړې ده. بینیټ پرون په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دی او نور کارپوهان له پاکستانه غواړي چې د افغان کډوالو د ساتنې لپاره حیاتي ملاتړ ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې، دوی له افغان کډوالو سره د پاکستان اوسني چلند او د استولو اړوند ستونزو ته اندېښمن دي. بینیټ دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې پرون یې په جنیواکې د ملګروملتونو له یو شمېر نورو کارپوهانو او ځانګړو راپور ورکونکو سره په غونډه کې برخه درلوده او له پاکستانه یې په زوره د افغان کډوالو د ایستلو پر مسلې خبرې وکړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب