چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+د پښتو کتابونو د برېښنايي کولو ګټې | کامه وال

د پښتو کتابونو د برېښنايي کولو ګټې | کامه وال

‏یویشتمه پېړۍ د نورو پرمختګونو تر څنګ د انټرنیټ او برېښنايي پرمختګونو زمانه ده. ټول کارونه په انټرنيټ باندې روان دي او نړۍ یې پر یوه نړیوال کلي بدله کړې ده. انټرنيټ د نورو چارو تر څنګ په کتابلوست هم لوی اغېز کړی دی. په پخوا وختونو کې به پوهان په یوه ماخذ پسې له یوه هېواده بل هېواد ته تلل خو د انټرنیټ پر مټ دا چاره ډېره اسانه شوه. اوس نو بې له دې چې په یوه کتاب اثر یا ماخذ پسې کوم بل هېواد ته ولاړ شې؛ یواځې د خپل موبایل ډېټا خلاصه کړه او له برېښنايي کتابتون څخه هغه کتاب په خپل کور کې تر لاسه کړه.

‏په دې مقاله کې غواړم د پښتو کتابونو پر غږیز کولو وغږېږم؛ که څه هم د ټولې نړۍ د کتابونو د برېښنايي کولو چارې په ډېرو برخو کې یو ډول اغېز لري؛ خو په ډېرو برخو کې ښايي د ځینو ژبو چارې له نورو سره توپیر وکړي. د نورې نړۍ په څېر په وروستیو کې د پښتو ژبې د کتابونو د برېښنايي کولو لپاره هم هڅې روانې دي. ګڼ اپلیکېشنونه، سافټوېرونه، برېښنايي کتابتونونه او نورې برېښنايي او انټرنيټي سرچینې شته، چې پر مټ یې د پښتو کتابونو غږیز کول روان دي. دا چې ګټې یې څه ده لاندې به یوه یوه روښانه کړو:

‏پښتو کتاب ته په لرې فاصله کې لاسرسی

‏موږ پورته په پخوا وختونو کې د ماخذ پیدا کولو د لارو چارو یادونه وکړه؛ خو په پښتو ژبه کې د ماخذ پیدا کول تر دې هم ګران کار و، ځکه په ټولو پښتون مېشتو سیمو کې د مطبعو او چاپي خپرونو شتون په نشت حساب و، کتابونه په حساب په یو څو ځایونو کې چاپېدل، چې بیا هم زیاتره پښتنو ورته لاسرسی نه درلود. اوس د دې تر څنګ چې په پښتو کې د کتابونو د چاپ مرکزونه د پام وړ ډېر شوي، پښتو کتابونه برېښنايي شوي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې پښتو ژبي او د پښتو ژبې نور څېړونکي لولي. په وروستیو کې د نورو هېوادونو د وګړیو په څېر افغانان د نړۍ ګوټ، ګوټ ته ستانه شوي. هغو سیمو ته د پښتو کتابونو هارډ بڼه رسول به ستونزمن کار وي؛ که پښتو کتابونه برېښنايي شي په لرې فاصله کې به ورته لاسرسی ممکن شي.

‏پښتو کتابونو ته د بهرنیو څېړونکو او زده‌کوونکو لاسرسی

‏پښتو ژبه په سیمه کې یو له هغو ژبو څخه ده، چې په وروستیو کې یې ګڼ مینوال او لوستونکي پیدا کړي دي. دا لوستونکي زیاتره د نورو هېوادونو او بهرنیان دي؛ نو که موږ فکر وکړو، ښايي دا ستونزمنه وي، چې د اړتیا په وخت کې دوی د پښتو کتابونه په چاپي بڼه تر لاسه کړي؛ خو که کتابونه برېښنايي وي؛ دوی په اسانه کولای شي دا کتابونه تر لاسه کړي او ګټه ترې واخلي. همدا راز که بیا دوی د پښتو ژبې په اړه څېړنې کوي هم کولای شي په اسانه یې له نورو هغو لوستونکو او زده‌کوونکو سره شریکې کړي، چې د پښتو ژبې په اړه څېړنې کوي او یا هم غواړي، چې پښتو ژبه زده‌کړي.

‏د پښتو کتابونو او اثارو خوندیتوب

‏د پښتو ژبې د څېړونکو، پوهانو، فرهنګیانو او نورو له وروستیو توندو او تېزو هڅو څخه معلومېږي، چې پښتنو د تاریخ په اوږدو کې هم خپل فرهنګ او کلتور ته ډېر کار کړی دی. دوی که څه هم د وخت تاړاک ځپلي؛ خو تر څنګ یې خپله ژبه، علم، فرهنګ او مدنیت پاللی او ښکاره خبره ده، چې په کتابي بڼه به یې دا هر څه خوندي کړي وو؛ خو د وخت جنګونو یې اثار هم له ځان سره وړي او اوس خوندي اثار نشته. که موږ د پښتو ژبې کتابونه په برېښنايي بڼه خوندي کړو؛ نو د بیا ورانولو، سوځولو او له منځه تللو امکان یې ډېر کم دی.

‏په کم وخت کې ډېره مطالعه

‏که موږ یو کتاب په چاپي بڼه مطالعه کوو؛ دا ښايي زموږ د نورو کارونو مخه ونیسي او باید ځانګړی وخت ورته وټاکو؛ خو که دا کتاب په غږیزه بڼه ثبت وي؛ موږ کولای شو، د نورو کارونو تر څنګ د موبایل غوږۍ په غوږونو کې کېږدو او ټول کتاب په غږیزه بڼه واورو. که د پښتو ژبې کتابونه غږیز شي؛ نو معلومه خبره ده، چې د نورو ښېګڼو تر څنګ به په پښتو ژبه کې د کتابونو د اورېدو او پر هغوی د پوهېدو مینوال ډېر شي.

‏نالوستی پوړ به هم کتابونه واوري

‏دا باید ومنو چې وروستیو بدلونونو ګڼ پښتانه له زده‌کړو او سواد څخه محروم کړل؛ دوی حتا نه شي کولای څه ولولي؛ خو اوس په دې اړه هم اندېښنه نه ده په کار. ټول نالوستي کولای شي، کتابونه په غږیزه بڼه واوري او ورڅخه برخمن شي. دوی که په هر پوړ کې وي؛ خو په اسانه کولای شي، چې کتابونه واوري او ګټه ترې واخلي، چې دا د کتابونو د برېښنايي کولو یوه ډېره لویه ګټه ده.

‏د کتابونو لېږدول اسان دي

‏تاسو ته به یا معلومات وي یا نه؛ خو ډېرو ځایونو ته په هارډ یا چاپي بڼه د کتابونو وړل منع دي. موږ نه شو کولای چې ویې لېږدوو؛ خو د برېښنايي کتابونو فزیکي وزن نشته. هر ځای ته چې وغواړې لېږدولای یې شي. دا چې د پښتو ژبې زیاتره لوستونکي په ټوله نړۍ کې خواره دي او تګ راتګ کوي د برېښنايي کتابونو کارول ورته اسانېږي.

‏په ټولو شرایطو کې د پښتو کتابلوست اسانېږي

‏پښتانه په داسې سیمو کې مېشت دي، چې د ژوند ډېری لومړنۍ اړتیاوې هم پکې نشته؛ خو اوس د نوې ټیکنالوژۍ پر مټ دې زیاترو سیمو ته موبایل، انټرنیټ او نور برېښنايي وسایل رسېدلي؛ نو که موږ وګورو د چاپي یا هارډ کتاب لوستنه ځانګړي شرایط غواړي. د بېلګې په توګه ته باید د چاپي کتاب د لوستو پر وخت په کوټه کې ګروپ یا څراغ روښانه کړې او یا باید کومه بله داسې وسیله ولرې، چې پر مټ یې ته وکولای شې کتاب ولولې؛ خو د کتابونو برېښنايي کولو کې دې یوه شي ته هم اړتیا نشته، یا غوږۍ په غوږو کې کېږدو او یا هم خپل موبایل روښانه کړه. یا هم په وروستیو کې ځينو سیمه‌ییزې راډيوګانو داسې خپرونې پیل کړې، چې کتاب په غږیزه بڼه خپروي او د لرې پرتو سیمو زیاتره خلک راډیو اوري؛ نو دوی کولای شي په اسانه له کتابونو برخمن شي.

‏که شلمه او یویشتمه پیړۍ د کتاب د چاپ، پلور او لوست پیر وگڼو نو مبالغه به نه وي، خو یوېشتمه پیړۍ کې دې نهضت لا گړندې گامونه واخیستل، د نوې ټکنالوژۍ پر مټ یی، د کتاب لوستونکو لپاره، د چاپي بڼې ترڅنگ په بریښنایی بڼه د کتاب رسولو او لوستلو اسانتیا هم برابره کړه، په بریښنایی بڼې د کتاب وړاندې کولو لویه گټه دا ده، چې کتاب د لوستونکو تر کوره ورسیدو، د کتاب نوې بڼې نړۍ کې، د لوستلو او لوستونکو برخه کې، لوی بدلون راوستو او په ټوله کې نړۍ ورځ تر بله د پرمختګ په حال کې ده، ورو ورو ټولې چارې برېښنايي کېږي، چې دې چار د کتابونو پر لوست هم خورا سیوری غوړولی دی. د پښتو کتابونو او د پښتو ژبې مینوال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خواره شوي دي. بهرني زده‌کوونکي او څېړونکي هم ورځ تر بلې د پښتو په اړه خپلې مطالعې پراخوي؛ نو ځکه د پښتو کتابونو غږیز کولو په ډېرو برخو کې ګټور دي، چې ځینو ته یې موږ پورته اشاره وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب