جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبکره کتنهنجلۍ خپل مخ ووینځه | نرګس تره کې

نجلۍ خپل مخ ووینځه | نرګس تره کې

د 2018 کال د امازون او نیویارک ټایمز ترټولو ډیر پلورل شوی کتاب دی، همدارنګه د 2018 کال دویم غوره کتاب نومول شوي.


دې کتاب لوستل له نجونو سره مرسته کوي چې د ټولنې خبرې د دوی څیرې، استعداد او ژوند په اړه ونه منئ او څرنګه چې دي پرځان باور وکړي.


ددې کتاب لیکواله ریچل هالیس ده چې خپل کتاب لپاره یې ترټولو غوره نوم ټاکلي، داسی یو جمله چی هیڅکله هم یوې افغاني نجلي ته نده ویل شوي. تل مو افغانې نجوني په ژړا لیدلي، خو هیچا تراوسه ورته ندي ویلي چې پاڅه خپل مخ ووینځه او اوښکي دې پاکي کړه. ددې کتاب په لوستلو سره به هره نجلۍ دا ځواک پیدا کړي چې خپل مخ وو��نځي او له سره پیل کړي.

ریچل هالیس


ریچل هالیس د عیسوي کشیش لور چې مذهبي کورنۍ کې زیږیدلی او رالویه شوي. کورنۍ یې د مالوچو د کرلو له لارې ژوند تیراوو. ریچل د پوهنتون څخه وروسته د میرامکس کمپنې کې کار کول پیلوی چې هملته خپل خاوند دیوید هالیس سره پیژني.


ریچل لیکواله، ویناواله او د نامتو سایټ thechicsite.com وبلاک لیکونکي ده. دې لپاره چې د ریچل شخصیت ډیر وپیژنی سایټ یې وګوري. ریچل د ډیرې انرژې او انګیزې لرلو لامله د ښځو د انتوني رابینز په نامه پیژندل شوي.
ریچل هالیس اوس شپږدیرش کلنه ده او دری زامن او یوه لور لري. او ژوند کې د څو ځلي څو نجوني په لورګلوۍ منلي او روزلي دی.

د کتاب پیژندنه


نجلۍ خپل مخ ووینځه یا (Girl Wash Your Face) شل څپرکي لري او هرڅپرکۍ کې د نجونو ژوند اړوند یو درواغ بیان شوي.


دا کتاب په یو سرخلاصي لیک چی نجونو ته ځانګړی پیغام لري پیل شوي. د کتاب اصلی موضوع د ژوند د ډیرو درواغو او یو حقیقت بیانول دی، دا حقیقت چې د ژوند کنترل تاسو په لاس کی ده او یوازي او یوازي تاسو د خپل ژوند د خوښۍ او خپګان مسول یاست. کتاب یې هم په همدی جملې پیلیږي چې د “تاسو په اړه وییل شوی درواغو باندي باور کول پریږدي ترڅو په هغه چا بدل شي چې واقعا یاست”.


(یوبل څه به ما خوشاله کړي، له سبا یې پیلوم، زه په کافي اندازه ښه نه یمه، زه ترتا ښه یمه، د هغه ګرانښت ماته هرڅه ده، “نه” نهایی ځواب ده، زه شخصي اړیکو که د ژوند له شریک سره ښه سلوک نلرمه، مورتوب مې نده زده، زه ښه مور نه یمه، اوس باید تراوسنۍ حالت ډیر مخکي وای، د نورو ماشومان ډیر پاک او منظم دي، باید لږ ځان وړوکی کړم، غواړم له مت ډیمون سره واده وکړم، زه ناکاره لیکواله یمه، هیڅکله نشم کولي لدي پړاوه تیره شمه، زه رښتیا نشم ویلی، زما وزن زما شخصیت بیانوي، زه بیخیالۍ ته اړتیا لرمه، د ژوند کولو لپاره یوازي یوه لار شته، زه یو اتل ته اړتیا لرمه.)
دا هغه شل درواغه دي چې د کتاب په شلو څپرکو کې پری بحث شوي او ریچل د خپل ژوند د روایاتو پر بنسټ هریو تشریح کړی.


د کتاب متن ډیر روان او هڅونکی ده. ویونکی د یوڅپرکي په لوستلو سره د ټول کتاب لوستلو ته لیواله کوي. د لیکوالي لپاره د خپل شخصی ژوند او له خاوند سره یې ددې د اړیکو نقلول لږ ستونزمن کار وو ځکه شخصی ژوند اړوند هرڅپرکۍ کې یې همدا خبره یاده کړه: “که څه هم ماته دا ستونزمنه ده چې پدی اړه وغږیږم خو له “دیوید” څخه مننه کوم چې ویې هڅولم چې پدی اړه ولیکم.”

د کتاب هڅونکي برخې

یوازیني کس چې باید له هغې غوره واوسي هغه څوک ده چې پرون وي .
….
د نورو ټیټول تا نه لوړوي.
……
که ځان ته ارزښت ورنکړی هیڅوک به تاته  ارزښت درنکړی.
…..
خلګ تر هغې کچې تاسو ته درناوي کوي چې تاسو ورته اجازه ورکوي.
….
هغه وړی نجلۍ ته مې زړه سوځي په تشویش یې یمه، ځکه تراوسه چا ژوند کولو ته نده اماده کړی او هغې ته یې ندي زده کړی چې اول ځان سره مینه وکړي. که داسی کیدای نو اوس به یې په دومره بدمرغۍ سره له بل چا د مینې او ګرانښت غوښته نه کوله.
….
دویم ګام دا دې چې پوه شي په هغه څه چې تاسو باور لري. ضرور نده چې نور هم باور ولري.
…..
هرکله چې د ښځو یو ټولنه پسي ګرځی هغسي ښځې ومومه چې د یوبل پرمختګ غواړي نه هغسی چې د یوبل په ژړولو پسي وي.
….
لوړې هیلې د انقضا نیټه نلري، ترکله چې د خپلو هیلو لاسته راوړلو لپاره هڅه کوي نور مهمه نده چی یو میاشت وخت نیسی که لسیزې .
…..
ما ځان ته پام کړی چې څومره نورو ته مې د کړو وعدو پوره کولو هڅه کوم. خو کله چې خپل ځان ته د وعدو وار رارسی هغه ترپښو لاندي کوم.
…….
نجلۍ د ژوند واک دې په خپل لاس کې واخله. درمل پریږده، ډار پریږده، د بل لپاره زړه مه خوره(د نورو لپاره د خپل وجود د غړو قرباني کول پریږده)، د “نشم کولی” ویل پریږده، ځان سره منفی خبري کول پریږده، د خپل کار ځنډول سبا او پیلنۍ ته پریښودل پریږده، د شوي کار لپاره ژړا پریږده، پدې فکر وکړه چې لدې وروسته به څه کیږي. پاڅیږه! همدا اوس، له خپله ځایه پاڅه. د پرون د درد اوښکې دې پاکې کړه، بیا یې پیل کړه…. نجلۍ خپل مخ ووینځه.!
…………..
ما 52 ګړۍ د زیږون درد وزغمی، یو شرکت مې خپلو هڅو او استعداد له صفر پیل کړ ما په خپلو موخو خپل ژوند جوړ کړ، نو که پریکړه وکړم چې 13 مایل وځغلم، خامخا به ځغلم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب