دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبکره کتنهد غزلبڼ ادبي عظمت" | نورالله زهــيـر"

د غزلبڼ ادبي عظمت” | نورالله زهــيـر”

د غزلـبڼ ادبي عظمت د پوهنيار محب الله ترابي د ماسټرۍ د تېزيس څېړنيز اثردی. د تېزيس موضوع ئې « د پسرلي د غزلبڼ څېړنه» تر سرليک لاندي ټاکلې وه چي د ماسټرۍ سند ئې هم پرې واخيست او وروسته “د غزلبڼ ادبي عظمت” په نوم په ۲۵۴مخونو کي په کتابي بڼه ۱۳۹۶ لمريز کال عرفان خپرندويي ټولني  چاپ کړه.

«غــزلــبـــڼ» د ارواښاد محمد صديق پسرلي د غزلونو ټولګه ده چي شمېر ئې (۱۱۳۸) تــه رسيـږي. غزلـبـڼ د پښـتو ادب په تېره بيا په منظومه برخه کي ستر ارزښتـنـاک اثر دی څومره چـي ئې کميــت زيات هغسي په کيفيت هم. غزلبڼ د استاد پسرلي لوړ فکرونه، ژورخيالونه او شاعرانه کمالونه دي؛  د شاعرانه ښکلاوو  دنيا ده، پرېمانه ښکلي ترکيبونه، شاعرانه انځورونه، محاورې او متلونه لري.

اجتـمـاعي ، فـلسفي، غنـايي، عرفــانـي مـضاميـن او ټولنيز مسايل رانغاړي. د استــاد پــسرلي صاحب د شاعرۍ ژبه ولسي ژبـه ده. په پرېمانه کچه ئې محاورې متــلونــه، کـليوالي لهـجې او د ولسي ژبـي لـغـتـونه کارولي دي. شاعري ئې روان سمندر دی د تــشبيــهاتو، استعارو، کنايو، سيمبولونو، بديعي صنعتونو او د نورو  راز- راز مضامينو مرغلري پکي موندل کيږي.

پوهـنيار تـرابي ډېـر نرم،خوږ او اخلاقي انسان دی، مسکۍ څېره،  دنـګـه ونــه تورپـېکى او کـلـه ـ کـلـه وړه خندا ئې بـېل خونـد کـوي، د لـــويي سينې او پراخي حوصلې څښتن دى، د  تـدريـس ژبـه ئې هـم نرمـــه، خوږه او روانـه ده. د کندهار پوهنتون، د ښووني او روزني پـوهـنځي، د پښـتو ژبـي او ادبـياتـو څـانـګـه کـــي د استادۍ مقدسه دنده پر مخ وړي.
ښاغلي ترابي ستر کار کړی دی چي د غزلبڼ څېړنه او شننه ئې کړې او د هغه ادبي عظمت ئې ښوولی دی. که ووايم چي سيند ئې په لپه کي رااخيستی مبالغه بـه نـه وي ځکــه د استاد پسرلي صاحب غوندي د ستر شخصيت او ستر شاعر د غـزلبـڼ غونـدي د غزلـونـو سـتره ټولـګـه کـتــل او په هغو کي متلونـه، تشبيهات استعـارې، کـنايـې، اسطورې، انـځورونـه ښـوول او د لهـجو او محاورو راټولول  او د هغو سپړل او تشريح  لويه خبره ده. پوهنيار ترابي د ذوق او شوق له مخي په ښه ډول دا کارکړی دی. داهم ويلای شم چي د غزلبڼ ادبي عظمت د پسرلي صاحب پر غزلبڼ پوهېدني ته لاره پرانيزي بلکي د غزلبڼ کيلي ده.

د غزلـبڼ ادبي عـظمـت ټول ۱۸ عنوانونــه لـري د موضـوع د ښـې پـېژندني او تشريح لپاره ئې ځينو اصلي عنوانونو ته فرعي عنوانـو نـه هـم ورکړي دي.ښـه بـه وي چي دلـتـه د استـاد پوهنيار وحيدالله بريال هغه دلايل را وااخلم چي د غزلبڼ ادبي عظمت پـه اړه ئې وايي.

«ترابي په څودليله د استاد پسرلي شاعري ډېره ښه تحليل کړې او د لاسپړني لپاره ئې لوستونکي ته د پسرلي دشاعرۍ د سپړني کيلي په لاس ورکړې.

يـوــ استاد محمدصديق پسرلی په اصل کي د غزني  د قره باغ خروټی دی. ترابي ئې هم همداسي وګڼه. د استاد د غزل بنياد تر ډېره په خپله لهجه ولاړ دی ، نو د دوی دواړو لهجه يوه ده.

دوه ـــ د اسـتـاد  شـعـر د ادبي  صنعتونو، ښکليو او سختو استعارو، سيمبولونو او داسي نورو صنـعـتونو مــالامال دی، ترابي صاحب بيا د ادبي صنعتونو هغه استاد دی چي سړی فکر کوي ده جوړ کړي دي.

درې ـــ د استاد  غزل  غزل دی. لـه خونـدونو او رنګونو ډک دی. ترابي صاحب بيا د غزل هغه ذوقي او معتاد  دی چي د افراط تر بريده ورسره مينه لري.

د پورتنيودلايلو په درلودلو سره نو ويلای شو چي ترابي صاحب به د استاد غزلبڼ ښه څېړلی او شنلی وي.»

                                                                         
زه دلته د غزلبڼ ادبي عظمت د موضوعاتو لنډه يادونه کوم.

ښاغـلي محـب الله ترابـي لـومړی د پـسرلي صاحب لنډ ژونـدليک را اخيـستی ورپسې ئې د استاد د منـظومو او منـثورو اثـارو يـادونـه کړې ده. ورپسې د پسرلي صاحب پر شعري سبک ږغېدلی او د هغه شعري ځانګړتياوي ئې هم ښـوولي دي لکـه ترکـيب جوړونـه، نـاويـلي مفاهـيم   ويل، د متلونو او محاورو استعمال او نوي موضوعات بيانول ئې له بېلګو سره را اخيستي دي.

استاد پسرلی په پښتو ادب کي د هندي سبک پيروشاعر دی، د هندي سبک خصوصيات او ځانګړني ئې په خپلـه شـاعرۍ کي کـارولي دي، خو هغـه توپيرونه چي اسـتـاد پـسرلی ئې د هنـدي سبک لـه نـورو شـاعرانو سره لري ښاغلي ترابي ښوولي دي. هغو پوښتنو تـه ئـې هم ځيني ځوابونه او دلايل راوړي دي چي «ولي د استاد پر شاعرۍ لوستونکي نه پوهيږي؟» تــر دې وروسته ئې د غزلبڼ لهجوي کلمې رااخيستي او د هغو سپړنه او تشريح ئې کړې ده. ورسـره ئې د ژبي، لهجې او د لهجو د راټولولو پرارزښت خبري کړي دي چي ژبه څه ده؟ لهجه څه ته وايي؟ او د لهجو د راټولـولـو ارزښت ئې ښودلی دی. ورپسې ئې د ګړنو او محاورو په اړه د پوهانو څرګندوني رااخيستي، د ګـړنـو ډولونـه او پــه کلام کي د ګړنو پر ارزښت ئې لنډکی بحث کړی او د غـزلبـڼ ګـړني او د هغـو سپړنه ئې له بېلګو سره په ښه ډول کړې ده. ورپسې ئې مدعاالمثل، ارسال المثل، حُسن تعليل اوتجاهل العارف پـر هـر يـوه  ئې لنـډي خـبري کــړي او له بېلګو سره ئې تشريح کړي دي. تشبيه استـعاره، کـنايـه  او سيمـبول  هر يـو  ئې  بـېل- بېل په ښه ډول تعريف کړي او په غزلبـڼ کي ئې د پسـرلي صـاحــب پر نويو نادرو تشبيه ګانو، د استعارو پر ډولونو کنايو او سيمبول ئې بـحث کړی او د هر يوه لپاره ئې بېلګي راوړي او تشريح کړي دي.

   د «غزلـبڼ او اسطوره» تـر سرلـيک لانـدي ئې لـومړی د اسطـورې پــه اړه بـېـلابېل تعريفونه او نظرونه راغونډ کړي او په غزلبڼ کي ئې اسطوروي اشخاص لکه: جمشيد، جــام جم، سـام اوزال، رستـم او سهـراب، بيژن او منېژه، فرهـاد شېرينو ليلی مجنون… اسطوروي حيوانات لکه: ققنس، هما، رخش، تخت طاوس، قاف… هر يوه تـه ئې ښه او مناسبه تشريح ورکړې ده. د هر اسطوروي شخص او مرغه تر شا چي کومه کيسه ده هغه ئې بيان کړې ده.
وروستی عنوان ئې «د غـزلـبڼ انـځورونـه» دي  چي  پرانځور اوډولونو (عيني او ذهني انځور) ئې خبري کړي او هـر ډول  ئې  د غزلبـڼ له بېلګو سره تشريح کړي دي.

د ترابي صاحب د اثر په اړه دا څو ټکي وايم

۱ــ د استــاد پـسرلي پـر شـاعرۍ بــه  نـورو ليکوالو هم متفرق کار کړی وي خو پر غزلبــڼ ئې د ترابي صاحب دا اثر که بشپړ کار نـه دی بشپړتيا تـه نژدې دی او تر ډېره ئې د غزلبڼ حق ادا کړی ګڼم.

۲ــ د غزلبڼ ادبي عـظــمت کي د پـسرلي صاحـب او اثـارو لنډه يـادونـه شوې خو زيات کار پر غزلبڼ شوی او خپل څېړنيز کار ئې په ښه ډول کړی دى.

۳ــ په دې اثر کي ترابي صــاحب ۱۹۵ لهجوي کلمې، ۱۵۴ګړني او محاورې  معنا کړي او په ښه ډول ئې سپړلي دي. دا تـشريح او سپړنه نه يوازي دا چي د پسرلي  صاحب پرشاعرۍ پــوهــېدني تــه لار اواروي  بـلکي لـغــوي زېرمه هم ورسره قوي کيږي.

۴ــ کولای ئې شو چـي ځيـني مـوضوعــات ئې نور هم سپړلي او تشريح کړي وای خو د کتاب د ضخامت له ويري ئې په لنډه توګه راوړي دي.

۵ ــ ترابي صاحب کـه خپل کتاب تـه ښه رنـګـه او خونـدوره  پـښتۍ انـتخاب کړې وای په يوه اختر کي به بل اخترجوړ شوی  وای هغه د چاخبره چي خواړه د لوښي (دېګ) لـه مخــي خوړل کيــږي. کـه څـه هـم تر پښتۍ او کاغذ  د کتاب محتوا او مواد مــهم  دي  چي لـيکوال پرې زړه خوړلی وي، خو موږ پـه پـر هغه خبره تکيـه وکړو چي رنګ ئې مه ګوره خوند ئې ګوره.

۶ــ مهم کارئې دا کړی دی چي غزلبڼ ئې دقيق لوستی، املايي او ټايپي تېروتنو ته ئې ځير شوی دی. د هغو مخونو شمېــره ئې هـم ښوولې چي ځيني غزلونه په تــکراري  ډول  پکي  راغلي، تر  دقيـقي معــلوموني وروسته ئې د غزلبڼ د غزلونو شمېر چي په تېروتني سره (۱۱۵۵) بلل کېده (۱۱۳۸) ټـاکلی دی.

د استاد ترابي د نورو کاميابيو پـه هيلـه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب