زه ولاړ یم پر ساحل باندي زنګېږم
انتظار یم له عمرونو
کله ورځ سي کله شپه سي
کله سوړ نسیم چلیږي کله ټاکنده غرمه سي
کله رېږدم له یخنیه کله سوځم له ګرمیه
انتظار یم له عمرونو
له میاشتونو له کلونو
ډلي وینم د مرغیو پورته کیږي
سېل د زاڼو پر ساحل باندي تیریږي
کله ورځ سي کله شپه سي
د رڼا لمن خپره سي بیا تیاره سي
یو بوډا مي وو لیدلی
پر لکړه رېږدېدلی
پر ملا کړوپ عمر خوړلی
وایم بیا به ګوندي راسي
په کټ کټ به په خندا سي
په خندا کي به ناڅاپه په ژړا سي
او پر ښکلې نوراني ږیره به توی کړي
له دوو غټو ښکلیو سترګو
سپیني سپیني مرغلري
زما یادیږي د همدې اوبو پر غاړه
زه ولاړ وم
په سره ټاکنده غرمه کي
نندارې ته د څپو او د موجونو
هغه راغی لکه خضر ځلېدلی
سپین اغوستي لکه بطه غوندي ښکلی
سپینه ږیره سپین غاښونه مسېدلی
ویل تم سه چي بېړۍ دي را رسیږي
دا ترخې د انتظار شپې دي ختمیږي
انتظار یم له عمرونو
کله ویښ یم کله وړی یم خوبونو
په ټالونو کي زنګېږم د فکرونو
چي زه ویښ وم که ویده وم
چا مي وویل په غوږ کي
ته تر کومه انتظار کوې بې بخته
چي دي غوښتل هغه تللي دي له وخته
دې ساحل باندي څرک نسته د بيړیو
دا ربات یې دی هېر کړی له پېړیو
بو ډا تللی دی پر لار د پخوانیو
د ساحل روڼو اوبو کي
خپل وېښته وینم پنبه غوندي ځلیږي
څوک نیژدې نه راښکاریږي
چي زه هم لکه بوډا ورته ګویا سم
ورته وخاندم او وروسته په ژړا سم
دلته تم سه چي بېړۍ دي را رسیږي
دا ترخې د انتظار شپې دي ختمیږي
پر ساحل باندي ولاړ یمه زنګېږم
عمر تېر سو زه په صبر نه مړېږم
انتظار یم له عمرونو
کله ویښ یم کله وړی یم خوبونو
په ټالونو کي زنګېږم د فکرونو
چي استاد وو پر تخته باندي لیکلی
په یوه او بل نامه یې وو بللی
چا منلی چا له یاده دی ایستلی
بس همدغه لېونتوب یې وو ښودلی.
د ۲۰۲۰ کال د جنوري لسمه ویرجینیا