جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبد رحمان بابا یو بیت | خبیب علي

د رحمان بابا یو بیت | خبیب علي

په تصوف کې خدای ته د رسېدو لپاره یوه وسیله ضرور وي چې پیر و مرشد یې بولي. پیر و مرشد د نورو خلکو په شان عادي انسان وي، خو خدای ته د نژدې والي له وجې تر نورو خلکو عالي مقام لري. له همدې کبله هغوی چې غواړي خدای ته ورسېږي، د مرشد لاسنیوی کوي او دی بیا د مرید او خدای ترمنځ د اړیکو په جوړولو کې مرسته کوي. د همدې بیعت له وجې مرید د پیر رعیت ګرځي او پاتې ژوند د مرشد په سرپرستۍ کې تېروي.

مرشد سره د دنیا او اخرت کامیابي وي. دی چې چاته وغواړي، اطمینان او خوشالي ورکوي. څوک د تخت و تاج څښتن کوي او چاته د نافرمانۍ له وجې خپل معنوي زور او قوت ور ښیي. د تاریخ په کتابونو کې داسې ګڼې پېښې شته چې مرید د مرشد په دعا د تخت و تاج څښتن شوی وي. د احمد شاه بابا د فتحو او سوبو په هکله هم دا خبره ډېره کېږي. د دهلي د اکثرو سلاطینو په اړه هم مشهوره ده چې د هندوستان سلطنت یې د پیر او مرشد په دعاوو موندلی و. دا هم ویل کېږي چې د سلطان محمود غزنوي فتوحات د خواجه ابو محمد چشتي د دعاګانو نتیجه ده. همداراز د شهاب الدین غوري او علاءالدین غلجي فتوحات د معین الدین چشتي او نظام الدین اولیاء د دعاوو او برکتونو له وجې وو. د مغولو د فتوحاتو نسبت هم غوث ګوالیاري ته کېږي.

د پیر و مرشد نېکه دعا سړی فلاح و کامیابي ته رسوي، خو بده دعا یې حتی سړی د مرګ کومې ته هم رسولی شي. په ”بزم صوفیه” کې لولو چې د خواجه نظام الدین اولیاء د ځورولو له وجې قطب الدین غلجی ووژل شو. دا خبره هم خواجه نظام الدین اولیاء پورې تړل کېږي چې کله غیاث الدین تغلق له بنګال څخه راته، نو خواجه ته یې ځواب ولېږه چې د ده تر راتګ دمخه باید ډیلی پرېږدي. کله چې خواجه نظام الدین اولیاء دا خبره واورېده، نو ویې ویل: هنوز دلي دور است. سلطان دهلي ته تر راتګ دمخه د محل د پرېوتو له وجې مړ شو.

د اسلامي تصوف لوی علمبردار شیخ محي الدین ابن عربي ویلي دي چې په نړۍ کې د ظاهري نظام سربېره یو باطني او روحاني نظام هم شته چې بنسټ یې په قطب، ابدال، او اوتار ولاړ دی. همداراز د شیخ احمد سرهندي مریدان چې کله ”قیوم” راپېژني نو د خدایي تر پولو یې رسوي. دوی وایي چې قیوم هغه څوک دی چې انسانان، کاڼي، بوټي او نور ټول شیان یې تر سیوري لاندې وي. د سمندر د څپو حرکت، د ونو د پاڼو خوځېدل، د باران د څاڅکو را پرېوتل او د ورځ و شپې راتګ ټول د ده په حکم کېږي. دا او دې ته ورته نورو خبرو په اسلامي تصوف کې د مرشد مقام ته درنښت بخښلی دی.

د مرشد مینه د اسلامي تصوف یوه بله جنجالي موضوع ده. ډاکټر مبارک علي په ”المیه تاریخ” کې لیکلي دي چې د خواجه نظام الدین اولیاء څخه چا پوښتنه وکړه چې یو مرید پنځه وخته لمونځ ادا کوي او د مرشد مینه یې هم په زړه کې ده، بل لمونځ کوي او په کثرت سره په عبادت کې مشغول وي، خو مرشد ته په زړه کې چندان عقیدت نه لري، په دې دواړو کې کوم یو غوره دی؟

نظام الدین اولیاء ځواب ورکړ: هغه چې د شیخ معتقد او محب دی.

د ده په اړه دا هم ویل کېږي چې خپل پیر ته به یې سجده کوله. حمزه بابا د فارسي د مشهور شاعر امیر خسرو په هکله هم لیکلي چې پیر ته به یې سجده کوله. د سید عبدالستار شاه باچا جان رحمه الله په اړه د حمزه بابا شعرونه هم مرشد سره د مرید مینه ښکاره کوي. رحمان بابا هم یو ځای د محي الدین په نامه له یوه شخص څخه مرسته غوښتې ده، چې په غالب ګومان منظور به یې ترې شیخ محي الدین ابن عربي وي. د مرستې په دې غږ کې چې رحمان بابا یې کوي، د بېلتون څخه هم شکایت شوی خو اصلي مقصد په کې د مرشد وصال او دیدن دی.

د مرشد په مینه کې همدې افراط د شریعت او طریقت ترمنځ لوی واټن رامنځته کړی او دا یوه سکه یې په دوو مخونو وېشلې ده خو سره د دې ټولو خبرو، صوفیان بیا هم په هر وخت او زمانه کې د مرشد شتون مني او په لوی حق ورته قایل دي. د رحمان بابا دا بیت هم دې تصور ته انعکاس ورکوي:

بې رېباره رسېده و یار ته ګران دي

په کوڅه د مهرویانو رهبر بویه

1 COMMENT

  1. دغه نظريه د مبارك قران او احاديثو سره مغايره ده ، الله تعالى فرمايي: واستعينوا بالصبر والصلوة، و اذا سألني عبادي فاني قريب ، د قران كريم به يوه أيت كى هم د الله او بنده تَر منز د أولياؤ د وسيلى ذكر نشته، كه دلائل لري ويي ليكى،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب