پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبشعرپښتون کافر دی/ سعود بنګښ

پښتون کافر دی/ سعود بنګښ

د کافـرې پښتونخـوا، پښتون کافر دی
قتلِ عام يې دی روا، پښتون کافر دی

ما ته کشر ورور ویل، د کیمپ خیمه کې
زه پښتون نه یم لالا، پښتون کافر دی

که باور نـه کړې ملا نـه تپوس وکړه
درواغ نـه وایم بابا! پښتون کافر دی

چې پښتون پرې د اسلام کلیمه زده کړه
هم هغۀ ورکړه فتوا، پښتون کافر دی

لویه خدایه! ولې ولې، څه کیسه ده؟
په اسلام باندې شیدا، پښتون کافر دی

د پوښتنې يې هیڅوک نشته سعوده!
ټول يې وژني برملا، پښتون کافر دی

3 COMMENTS

  1. د کفر یوه ښه او کره نښه یې دا ده چې دا شعر یوازې ۴۰ کسانو لایک کړی دی. د دې معنا دا ده چې دوی ته دا ډول خبرې داسي دي لکه سنډا ته چې څوک سرنده وهي.

  2. ګرانه وروره دشاعر لخوا ددی معنی دا نده چه په ریښتیا پښتون کافردی، دشاعر مقصد ځینی هغه داعیشی ملایان دی چه یا ډیرناپوه دی، اویا دبل په خبرو غولیږی چه فقط بی ګناه پښتون مړ کړه جنت ته به لاړ شی

    ، وګوری شاعر په خپل یوبیت کی ویلی دی (که باور نـه کړې ملا نـه تپوس وکړه ) نو ورور جانه پښتون داعیشی ملا دیی خدای نه کافر کوی، ځکه که کافر شی، نو بیا داسی کارونه کوی ، لکه یو څو پښتانه ملایان چه په داعیشییانو کی کافر شویدی، او دجلال آباد په کوټ کی یی بی ګناه ۲۲ کسان اول په بمونو کښینول او بیا یی والوزول ، کولای شی ددغو۲۲کسانو ویدو وګوری بیا به دمسلمان او کافر قظاوت سمدستی پخپله وکړی

  3. سم می په یاد نه دی چی دا شعر دچا دۍ خود پښتنو په هکله ډیر پځای بریښي اوڅه داسی شانته دۍ:! دپښتون خښتګ شکیدلۍ باچاخان ورته ګیندي وهی««»» ګاندی را والړ شویدۍ سنډه ته سریندی وهی. شعر که په ظاهر کی هرڅه دۍ خو پیاوړۍ پیغام لری او هغه دا چی پښتانه دمرګ په خوب ویده دی اویوازی په دوو تورو باندی ډیره کلکه بازی خوری او تل له همدی سوړی مار چیچلی دی اوهغه عبارت دی له دین اوناموسی غیرت څخه. زه نه وایم چی خدای نخواسته موږ پښتانه باید دی شیانو ته شا واړوو د پښتونولۍ له بنسټونو څخه دغه دوه پورته ذکر شوی خویونه هم دی. مګر زما خبره دلته ده چی موږپښتانه پدی هکله ډیر ړانده اندونه اوځیرنی لرو،هر چا چی دغه دوه شیان راته مخته کړل بیا نوپه پټو سترګو ورپسی روان یواوچی په هره خوا مو بیایی ورپسي ځو.ددین په خاطر مو خپل وروڼه اوخپلوان ترتیغ تیر کړل، دناموسدارۍ اوغیرت پخاطر مو خپلی ښونځۍ اوروغتونونه وسوځول.اوخپلی لوڼي او تور سري مو بیسیواده شپاني اوغوبنی شولی او د درملنی لپاره یی بیا پاکستان ته بیایو اوپه لارو چی څه رسوایۍ را کیږی هغه د هغي بلی دنیا په اجر کی حسابوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب