شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبژبه او لیکدودبیا/ اسدالله غضنفر

بیا/ اسدالله غضنفر

په دغو دوو جملو کې د ( بیا) معناوې بېلې دي:

دی بیا راغی.

اول احمد راغی، بیا دی راغی.

په اوله جمله کې ( بیا) د تکرار قید او په دویمه جمله کې د ( ورپسې) په معنا د ربط وییکی دی. ( بیا) د ربط د وییکي په حیث کلمې او مستقلې جملې سره وصلوي. مستقله په دې معنا چې که یې له بلې جملې بېله هم کړو، نیمګړې به نه وي.

د استاد رشتین په دغوجملو کې ( بیا) د ( یو څه وخت وروسته) معنا ورکوي او د قید نقش تر سره کوي:« دغه انجمن بیا کابل ته راغی او دلته ورځنې بیا پښتو ټولنه جوړه شوه.» [ د پښتو نثر هینداره]

( بیا) د تاریخ مرصع په دې جملو کې د ( هاله ) او ( دغه وخت) په معنا راغلی دی  :« فی الجمله خواص خان راغی، پس له زمین بوسۍ قدم بوسي یې وکړه. اسلام شاه ورتر غاړه ووت او په ږیره په وچولي یې کښل کړ. خواص خان بیا په ډېر ادب په خپل ځای ودرېده او التماس یې وکړ…»

 ( بیا) د ربط د وییکي په حیث په پښتو کې یوه بله معنا هم لري. د خوشحال په دستار نامه کې لولو:« اتلسم هنر د موسیقي دی یعنې سرود، ساز، نغمه. دا علم عمیق علم دی، لکه د شعر هسې بحور عروض لري. شپږ یې بحره دي،د هر بحر شپږ شبږ نغمې دي. اختراع د افلاطون دی. نظم هم اختراع د افلاطون دی. په مقابل یې یو د بله اختراع کړي دي اما هر چند لوی علم دی بیا ترجیح پرې د نظم دی.»

 دلته ( بیا) د ( خو) معادل دی. په دې  جمله کې هم ( بیا) د خو، لېکن او ولې معادل ښکاري: « اجمل بیا بله خبره کوله.»

د رحمان بابا په لاندې بیت کې ( بیا) یوه بله معنا ښندي:

ما په تا پسې دا سپینې جامې رنګ کړې

ته لا بیا په ما ګومان د نام و ننګ کړې

دلته ( بیا) د ( له دې سره سره ) او ( پر دې سربېره) معنا ورکوي چې دا هم ربطي نقش دی.

په تاریخ مرصع کې لولو:« ورته مې قهر وکړ. بیا دا حماقت ګوره چې مرور شه.»

 د پاسني مثال ( بیا ) د ( له دې سره سره) او( سربېره پر دې ) معادل ښکاري.

د رحمان بابا معاصر شاعر خواجه محمد بنګش د حضرت رسول اکرم( ص) په باره کې وایي:

په ظاهر باطن تر واړو مقدم یې

بیا پر تا د انبیاوو خاتمه ده

 ( بیا) په مختلفو ترکیبونو کې شامل دی چې مطالعه یې پکار ده. د پښتو په پخوانو متنونو کې د ( وموندل) په ځای ( بیا موندل) راځي. د پېښور د خوا په نثرونو کې اوس هم ( بیاموندل ) وینو. خواجه محمد بنګش وایي:

بیا دې نوی عمر بیا موند له مسیحه

موږ په افغانستان کې ( په تېره بیا ) وایو، د پېښور خوا ته ( بیا په تېره ) زیات لیکل کېږي. استاد کامل مرحوم د سید مهدي شاه مهدي مرحوم د ( روڼ سحر) په مقدمه کې لیکلي دي:« د مهدي نثري تخلیقات او بیا په تېره افسانې یا  قیصه ګۍ د پښتو ادبي پنګې ډېره قیمتي برخه ده.»

( بیا هم) په « بیا هم وایم» کې په بیاویلو ټینګار دی خو د استاد رشتین په دې جمله کې د ( لېکن )، ( خو) او ( ولې ) معنا ښندی:« … مګر نن ورځ د ډېرو کسانو حالات او نومونه مونږ ته معلوم نه دي او زیات ورک او بې پتې دي. بیا هم څومره چې څرګند شوي دي، په وروستو کرښو کې ښودل کېږي.» [ د پښتو نثر هینداره]

د ( بیا) په باره کې زموږ په ګرامرونو کې لازم بحث نه دی شوی. استاد رشتین صرف دومره لیکلي دي:« [بیا] د دوو جملو د ارتباط لپاره پکارېږي او ترتیب او تسلسل افاده کوي، لکه : اول زلمی ولاړ، بیا توریالی لاړ.»

لږ څه  وروسته یې د ( پسې) او ( ورپسې) په باره کې کښلي دي:« د دوو جملو د ارتباط لپاره کارول کېږي او د ډېر ترتیب او اتصال معنا افاده کوي. د [بیا] په څېر یو شمېر نومونه په یو حکم کې شریکوي، لکه: اول توریالی پسې بریالی ورپسې زلمی له کوره ووتل.»

دا وروستی مثال راښیي چې ( بیا) یوازې جملې نه بلکې کلمې هم سره وصلوي.

 ( بیا) مختلفې معناوې لري او د فصیح خبرو لپاره پکار ده چې د هغې ( بیا) چې په تاکید سره یې وایو او هغې ( بیا) چې د ویلو په وخت ورباندې ټینګار نه کوو، فرق وکړو.

 د دغه متل (بیا) باید په فشار او تاکید سره ووایو:« اول زده کړه، بیا کوزده کړه.» دغه ( بیا) د دویم فعل وخت ټاکي چې خامخا دې له لومړي فعله ( له زده کولو) وروسته وي، خو د دې بلې جملې ( بیا) یوازې پرله پسې والی راښیي او په فشار سره یې نه وایو: احمد ، حامد او بیا محمود راغلل.

 په دې بل مثال کې که ( بیا ) په فشار سره ووایو، یوه معنا لري او که یې په فشار سره ونه وایو، بله معنا ښندي:« دی بیا څه وایي؟ » دلته که ( بیا) په ټینګار سره ووایو، د تکرار قید دی او که یې له ماقبل ( دی) سره یو ځای کړو او بې فشاره یې تلفظ کړو، منظور دا دی چې : دی نو څه وایي؟

د ( بیا) د معناوو ګڼوالی د دې سبب کېږي چې کله کله  په جمله باندې پوهېدل سخت شي. بهتره ده چې د لیکلو په وخت کې په دې ځان ډاډه کړو چې لوستونکی مو له ( بیا) څخه هماغه معنا اخلي چې مونږ یې غواړو.

زموږ په نثرونو کې د ( بیا) د بې ضرورته استعمال مثالونه کم نه دي.

 ( بیا) کومې معناوې او دندې لري؟ ترکیبونه یې کوم دي؟ په کومو ځایونو کې یې استعمال غیر ضرروي دی؟ په کومو ځایونو کې ابهام پیدا کوي؟ چېرته باید په فشار سره او چېرته دې  بې فشاره وویل شي؟ مختلفو معناوو ته په پام سره یې  په جمله کې دقیق ځای کوم یو دی؟ د پښتو ګرامر د څېړنې مینه وال کولای شي په دغو پوښتنو غور وکړي او یو څه مفصل ځوابونه ورته ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب