Homeخبرونهایران د کاطمي قومي پر ځای د افغانستان لپاره نوی استازی وګوماره

ایران د کاطمي قومي پر ځای د افغانستان لپاره نوی استازی وګوماره

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۴ مه) ایران د افغانستان لپاره د خپل هیواد د ولسمشر د ځانګړي استازي دنده پای ته ورسوله او کاظمي قمي یې له دې دندې لیري کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبې) وویل چې د دغه هیواد د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په حکم علیرضا بیګدلي په کابل کې د ایران د استازولۍ د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

ښاغلی بیګدلي، چې د کاظمي قمي پر ځای ګومارل شوی، پخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو مرستیال و.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي دنده پای ته رسول شوې او د پخوا په شان به د افغانستان په چارو کې ځانګړی استازی د ایران د باندنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې کار کوي.

تسنیم په دې اړه څه نه دي ویلي چې د افغانستان لپاره به د ایران د باندنیو چارو وزارت ځانګړی استازی څوک وي.

بیګدلي تر دې وړاندې په قزاقستان، اذربایجان، قبرس او ترکیې کې د ایران د سفیر په توګه دندې اجرا کړي دي.

کاظمي قمي د ایران او طالبانو د حکومت د اړیکو په ښه کولو کې مهم رول لوبولی دی.

نوموړی په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان په چارو کې د ایران تر ټولو فعال استازی پاته شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...